خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۱۱-۵
کندهار، افغانستان- د ولایت مقام مالي او اداري رئیس عبد الحنان منیب په اداري غونډه کي چي د ټولو ادارو د مسؤولینو په ګډون جوړه سوې وه او مشري یې همده کوله، لومړی د وروستۍ خونړۍ پیښي شهیدانو ته د لوړ مقام، کورنیو، دوستانو او خواخوږو ته د جمیل صبر او نېک اجر او ټولو زخمیانو ته د عاجلې او کاملې شفا غوښتنه وکړه ویې ویل: دا ډول پیښي به هیڅکله زموږ پر روحیه او د هیواد لپاره د خدمت او زحمت پر اراده منفي اغېز ونه کړي، ځکه موږ پوهېږو چي د خلکو، سولي او هیواد دښمنان د دې ملت او وطن پرمختګ او ارامي نه غواړي، مګر موږ به د لوی خدای جل جلاله او خپلو خلکو په مرسته دې دښمنانو ته ماته ورکوو او خپل هدف ته-به رسېږو.
په اداري غونډه کي د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزې رئیس مسعود پښتون د خپلې ادارې د چمتووالي په اړه راپور ورکړ ویې ویل چي دوی د اورښتونو او نورو طبیعي پيښو پر مهال د مرستې لپاره تیاری لري. د بارانونو په اوسنۍ لړۍ کي یې د ښار له مخلتفو کورنیو سره د کورونو د نړېدو پر مهال مرسته کړې. پښتون وویل: د همدغسي حالت لپاره مو خیمې چمتو کړېدي او په دې برخه کي له مرستندویه ادارو سره مو غونډې نیولې دي.
د ولایت مقام مالي او اداري رئیس عبد الحنان منیب له دوی وغوښتل چي د اورښتونو په موسم کي له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره جدي چمتووالی ونیسي او د هوا د حالاتو په اړه دي وخت پر وخت په رسنیو کي د قیق مالومات خپاره سي.
د ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي وویل چي دا مهال په ښار کي ۱۸ انکشافي پروژې رواني دي چي په دې برخه کي ټولو اړوندو ادارو او په ځانګړي ډول ولایت مقام پوره همکاري کړيده. نوموړي وویل چي د تېر کال په پرتله د دوی انکشافي بودېجه زیاته سوې او سږ کال د دې ریاست له خوا ۲۷۵ میلونه افغانۍ انکشافي چارو ته ځانګړې سويدي چي دا د نورو کلونو په پرتله یو لوی پرمختګ دی.
د فواید عامې رئیس انجنیر عبد المحمد احسان وویل چي له دوراهي تر هوايي ډګره د جوړېدونکي سړک فیزیکي کار ۷۵ سلنه پر مخ تللی او اوسمهال د اورښتونو له امله ولاړ دی چي په راتلونکي کال کي به یې ټول کار پای ته ورسېږي او تر څنګ به یې په ۱۳۹۶ کال کي له بولدک څخه تر هوايي ډګر پوري ۸۰ کیلو میټره سړک پوخ سي، د ترینکوټ-کندهار سړک چارې به پیل سي، د ارغستان د پله چاري به سرته ورسېږي او یو شمېر نوري پروژې به هم تطبیق سي.
ښاغلي احسان وویل چي دوی په باغ پل او بولدک کي داسي ترازوګان نصب کړي چي د موټر وزن معلوموي او په دې توګه له یوې خوا پر سړکونو د ډېر وزن د انتقال مخه نیسي چي سړکونه له تخریب څخه ساتي او له بلې خوا له مالیه اخیستونکو ادارو سره مرسته کوي چي د موټر د اصل بار مقدار معلوم کړي.
د بریښنا رئیس په خپل راپور کي وویل چي د کجکي د درېیم توربین په نصبېدو سره د برق ظرفیت له ۳۲ میګا واټه څخه ۵۲ میګاواټه ته لوړ سوی چي ۱۹ میګاواټه به یې کندهار ته ورکړل سي او د ولایت مقام د ځانګړي تاکید له مخې د صنعتي پارک د بریښنا وخت زیات سویدی. له کجکي څخه راغزېدلي مزي بدل سوي چي د مخکینیو ظرفیت ټیټ وو او اوس د لوړ ظرفیت لین لګول سوی، له دوراهي تر هوايي ډګره پايي نصب سوې او په کوم ځای کي چي د کندهار بریښنا بریکر تخریب سوی وو اوس یې پر ځای بل ۱۱۰ کیلو ولټه بریکر لګول سوی دی. پر دې سربېره موږ د بریښنا شرکت ته د تیلو وړاندیزونه کړي چي تر اوسه یې د ۲ لکه ټنه تېلو منظوري راکړي او د نورو تیلو غوښتلو لپاره مو هم پیشنهادونه کړي دي.
د حج او اوقافو رئیس محمد عمر اخوند زاده وویل چي د حاجیانو د ثبت بهیر پیل سوی او تر دې مهاله موږ ۳۲۹۶ تنو ته اسناد او فورمې ورکړې دي، تر ۲ زره د ډېرو کسانو اسناد د طی مراحل په جریان کي دي او په مجموع کي ۶۳۶۲ کسانو خپل نومونه لیکلي دي. نوموړي وویل چي له موږ سره د حاجیانو د اقامت لپاره د ځایونو ژمنه سوې چي په دې لړ کي د مېرمنو د اوسېدو لپاره د ۳۰ اطاقونو تعمیر راکول سوی دی.
د اقتصاد ریاست د انکشاف امر وویل: غواړو چي د ۹۷ کال لپاره انکشافي پلان جوړ کړو چي په همدې موخه د اسلا ادارې په همکارۍ د یو ۳ ورځني ورکشاپ د جوړولو تابیا نیول سوېده چي په دې ورکشاپ کي به ۷۰ کسان ګډون ولري. له ټولو ادارو مو غوښتنه دا ده چي د پلان په برخه کي خپل کسان راته معرفي کړي، څو په ورکشاپ کي راسره برخه واخلي. نوموړي زیاته کړه: ټاکل سوېده چي هندوستان له افغانستان سره ۱۰۰ میلونه بلاعوضه مرسته وکړي نو کندهار ته د دې مرستې د یوې برخه د جلب لپاره باید یو پروپوزول جوړ سي؛ اړوندې ادارې دي په دې برخه کي هم له موږ سره همکاري وکړي.