د روسیې د پارلمان پخوانی غړی سیمون باګداساروف

تاند- د روسیې د پارلمان پخوانی غړی او د سیاسي چارو شنونکی سیمون باګداساروف وايي، د احمد شاه مسعود په مشرۍ د افغانستان له شمال ايتلاف څخه د روسیې ملاتړ لویه تېروتنه وه.

ښاغلي باګداساروف د روسیې دولتي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې ده د روسیې د هماغه وخت ولسمشر بوریس یلڅین ته وویل چې د مسعود او رباني ملاتړ ونه کړي خو یلڅین د ده وړاندیز ته پام ونه کړ.

احمدشاه مسعود د روسیې د پخوانیو پوځیانو او د سیاسي چارو د کارپوهانو په منځ کې له ښه نومه برخمن دی او هر کال یې د ترور تلین لمانځي.

د احمدشاه مسعود او روسانو ترمنځ اړیکې په اتایمه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې ټینګې شوې چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند وشو.

ادعا کېږي چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت په پرزولو او د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني په واک ته رسولو کې روسانو مهم رول ولوباوه.

د طالبانو د واکمنۍ په مهال روسانو د طالبانو د ځپلو لپاره د احمد شاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه خو اوس ویل کېږي چې روسان د طالبانو ملاتړ کوي.

د کندوز پخواني والي عمرصافي یو وار بیا ویلي چې روسیه د دې ترڅنګ چې د طالبانو پوځي وسایل ترمیموي، دې ډلې ته پوځي او مالي مرستې هم ورکوي.

عمر صافی وايي، روسیه په پرمختللیو دوربینونو د کندوز اکثره سیمې او حتی د کندوز ولایت مرکز څاري.

5 thoughts on “د روسیې د پارلمان پخوانی غړی وايي، د احمدشاه مسعود ملاتړ لویه تېروتنه وه”
  1. وایې ډم یم هغه تور نه مې ننګ شته نه پېغور !!
    وروره له چا څخه ګیله کوې ؟
    دکوڅو له ښځې څخه، له غلو څخه، له جعلکارو رشوتخورو څخه، له دین او هېواد فروشو څخه، د سي ای اې له مذدورانو څخه ، له بې علمه ګدایګرو څخه او که له بچه بازانو لواطتګرو څخه ؟؟؟
    ما تر ادمه له دې دمه داسې بې کاره جاهلان ، دین او هېواد پلورونکي څلور پښي ندي لیدلي اونه مې اورېدلي !
    دا فاسدین هر څه ته تیار دي اوحتی شرم یې هم نه راځي چې دخپلې عورتې جامې د سي ای اې په دالرو اخلي !!
    تف لانت دې وي پردوی ، دا مردار خواره د هیچا زامن ندي !!!

  2. احمدشاه مسعود اوبرهان الدین دواړه د شوروی تالوڅټی نوکران وه اودغه دواړه اوس هم دشورویانو په منځ کی ډیر زیات محبوبیت لری دوی نه مجاهدین وه او نه دمجاهدینو خواخوژی بلکه دواړه لوی خاینان وه

  3. بلی دا هم باید ووایو چه د پا نجابیستان لمړنی جاسوس او ګوډاګی مسعود وه او هم دتروریستی حملی لمړی تراح
    .چه د ښاغلی محمد داود خان په دوره کی یی په لمړی ځل د پنجشیر په مکتب او معلیمینو حمله وکړه مسعود وه

  4. بس نور ددی قصو څخه ستړی شو ،الله رب العزت څخه د سوله او سوکالی غواړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *