جاپاني – انګليسي ژباړن: فيليپ ګابريل
انګليسي – پښتو ژباړن: ضمير څار
۱۹۷۱ د آش کال و.
په ۱۹۷۱ کې، ما آش د دې لپاره پخاوه چې ژوند وکړم؛ او ژوند مې د دې لپاره کاوه چې آش پوخ کړم. له المونيمي دېګ څخه پاڅېدونکی تاو زما وياړ و او زما خوښي؛ پر سرې تبۍ د روميانو جغېدا زما د ژوند هيله وه.
زه، د پخلي ځانګړو دوکانونو ته ولاړم. لومړی مې د پخلنځي يو ټايمر (وخت قيد کوونکی ساعت: ژ) او يو لوی المونيمي دېګ راونيو. دېګ ډېر لوی و، د پوليسو سپی په کې لامبل کېدای شو. بيا، د ښار پر سوپر مارکيټونو وګرځېدم، خصوصاً هغه چې د بهرنيانو لپاره يې خوراکي توکي برابرول؛ او، يو ډول، نااشنا مسالې به په کې کتار ايښې وې. په يو کتابپلورنځي کې مې د آش د پخلي لارښود واخيست. او، په خوراکه فروشيو کې مې روميانوپېرل. ورپسې، د آش ټول ډولونه، چې موندی مې شول، راونيول. د روميانو هر ډول چکني مې په کور جوړه کړه.
د پيازو او هوګې پرې شوې ټوتې او د زيتون غوړو تاو به هوا ته پورته شواویوهورېځ به يې رامنځته کړه. بيا به زما د وړوکي بلاک ټولو کونجونو تهولاړه؛ غولی، چت، دېوالونه، کالي، کتابونه، ريکارډونه، د تينس بېټ، او د خطونو بنډلونه، ټول، به يې په بوی کړل، په يو خوږ بوی. کېدای شي ځينو دا بوی د لرغوني روم د اوبو په تونلونو کې حس کړی وي.
دا د آش د کال، ۱۹۷۱زېږديز، کيسه ده.
ما به آش په يوازې ځان پخاوه؛ او خواړه به مې هم په يوازې ځان – دا چې لکه کوم اصل وي. زه په دې قانع شوی وم چې آش که يوازې وخوړل شي، خوند به يې ډېر وي؛ خو پوهېږم نه چې ولې به مې داسې يو احساس درلود.
ما به له آش سره، يو ځای، چای او د کاهو او بادرنګو سالاد خوړ. او، فکر به مې و چې له هر يوه پرېمانه وخورم. پر دسترخوان به مې هر څه په ترتيب کېښودل؛ او، لکه په تفرېح چې تللی يم، خوراک به مې په سړه سينه کاوه؛ او، له هرې شېبې به مې ورته خوند اخيست. د ډوډۍ پر وخت به مېکله کلهورځپاڼې ته هم سترګې وراړولې. له شنبې تر جمعې، د آش يوه ورځ به په بلې پسې تېرېده؛ او هره شنبه به د آش د يو نوي برانډ (نوع) اونۍ پيل شوه.
هر وخت به چې د آش کاسې ته کېناستم – په ځانګړي ډول، په يوه باراني ماسپښين – يو ډول احساس به راپيدا شو چې ګواکې يو څوک، او همدا اوس، دروازه راټکوي. دا خيالي سړی، چې زما ليدو ته به راته، په هر ځل بدلېده؛ کله به يو پردی و او کله به يو شناخته. يو ځل، يوه نجلۍ وه، ښکلې پښې يې وې؛ مونږ دواړو به د مکتب په دوره کې سره کتل. او، يو ځل، زه خپله وم – د څو کالو مخکې زه – چې د ځان ليدو ته راتلم. يو بل ځل، ويليمهولدن و، په خپله، او جنيفر جونز يې لاس له څنګله راتاو کړی و.
ويليم هولدن؟
خو يوه يې هم جرأت ونهکړ چې زما بلاک ته راداخل شي. دوی به، دباندې ولاړ ولاړ، پرته له دې چې دروازه وټکوي، لکه نيمګړي يادونه، غلي بېرته ولاړل.
پسرلی، اوړی او منی، په دې ټول وخت کې مې آش پوخ کړ. لکه زه چې له چا، يا کوم څه، انتقام اخلم. د دېګ تر څنګ به ودرېدم او د يوې يوازې پرېښودل شوې نجلۍ په څېر، چې د خپلزاړه مينهليکونه اور ته غورځوي، موټی موټی آش به مې دېګ ته اچاوه.
ما به تر پښو، ښه، لاندې شوی سيوری راټول او د پوليسو د سپي په شکل کې راجوړ کړ؛ بيا به مې په جوشو اوبو کې وغورځاوه، مالګه به مې پرې وشيندله. نور به ودرېدم، انتظار به مې وېست؛ د لرګيو کاشوغه به مې په لاس کې غټېده، تر هغې چې ټايمر به وشرنګېد.
د آش رشتې ډېرې نازکې دي او همدا ده چې ډېر پام غواړي. د پخلي په وخت مخ ترې اړولی نه شې او که نه د دېګ له څنډو ښويېږي او په توره شپه کې پسې ورکېږي. شپې، لکه ځنګل چې د ښکليو پتنګانو تېرولو ته انتظار باسي، چوپه خوله، له دېګه د آش د ښويېدونکو رشتو خوړلو ته کمين نيولی وي.
پلو آش
چکهيي آش
ناپولي آش
د زرورق آش
پينا آش
او نور، پاتې بېنومه او بېچاره آشونه چې د يخچال کونج ته لوېدل.
او د آش پخې شوې رشتې، هغه چې به په تاو کې وزېږېدې، د ۱۹۷۱کال په سيند کې به پرېولل شوې او ولاړې غيبې به شوې.
او ما،
پر ټولو ماتم نيوه– د ۱۹۷۱ کال، پر ټولو آشونو به ژړېدم.
درې او څلوېښت دقيقې وې، تلفون وشرنګېد. زه پر تاتامي* (له وچو وښو جوړې شوې جاپاني توشکې: ژ) ګډوډ پروت وم، سترګې مې پر چت بندې وې. پر هغه ځای، چې پروت وم پرې، لمر هم راپرېواته، او د وړانګویو ډنډ يې رامنځته کړی و. زه، لکه کرخته مچ، د ۱۹۷۱ کال د ژمي د لمر پر دې دايرې بېحسه پروت وم.
اول خو مې فکر نه کاوه چې تلفون دې شرنګېږي. دا، تر ډېره، لکه يوه نااشنا خاطره، د هوا څپو ته ښويېدلې؛ خو، بالاخره، شکل يې نيولی او په پای کې، په غيرعمدي ډول، د تلفون زنګ ترې جوړ شوی. مګر هوا، سل په سلو کې، واقعي وه او زنګ، سل په سلو کې، د تلفون و. زه لا هم په خپل ځای کې هماغسې ګډوډ پروت وم. لاس مې وغځاوه او غوږۍ مې پورته کړه.
د تلفون په بل سر کې، نجلۍ وه؛ يوه تته نجلۍ، تا به فکر کاوه چې په څلورونيمو بجو به نوره له ليده غيبه شي. دا زما د يو ملګري پخوانۍ ملګرې وه. يو څه دوی، دواړه، يو ځای کړي وو او يو څه، بېرته، سره جلا کړي. ما، زما یاد شي، چې د دواړو په يوځای کېدو کې، يو څه رول لوبولی و.
هغې کړل:
“وبښه چې مزاحم دې شوم. ته پوهېږې چې هغه اوس چېرته دی؟”
ما تلفون ته وکتل؛ سترګې مې پر مزي ښکته ولاړې. مزی په تلفون پورې وصل و. او، يو ګنګ ځواب مې ورته ورکړ. په هر صورت، د هغې په غږ کې يو ډول بدمرغي حس کېده؛ او هره ستونزه، چې وه، او يا نوې جوړېده، نه مې غوښتل چې په کې ښکېل شم.
هغې په ساړه غږ وويل:
“هېڅوک راته نه وايي چې هغه چېرې دی. هر څوک داسې ښيي چې نپوهېږي. يو ډېر مهم څه دي چې هغه ته يې بايد ووايم، لطفاً، راته ووايه چې چېرته دی. قول دی چې تا به دې ته نه راکاږم.”
ما کړل:
“ريښتيا وايم، زه نپوهېږم. ډېر وخت شو نه مې دی ليدلی.”
غږ مې لکه خپل راته نهښکارېده. ما رښتيا ويل او هغه هم همدومره چې ډېر وخت کېده ليدلی مې نه و، خو نور؟! د هغه ادرس او د ټلفون شمېره راته معلومه وه؛ او، ما چې هر کله دروغ ويل، په غږ به مې يو څه وشول.
هغه غلې شوه.
ټلفون د يخ ستنې غوندې شو.
او بيا، زما شاوخوا ټول څيزونه لکه د يخ ستنې شوې؛ لکه زه چې د ژ. ج. بلارډ په ساينس فيکش (تخييلي ساينسي داستان: ژ) کې يم.
ما بيا وويل:
“زه، جدي، نپوهېږم. هغه ډېر وړاندې، پرته له دې چې يوه خبره راته وکړي، رانه ولاړ.”
هغې وخندل:
“باور خو مې نه شي! هغه دومره ځيرک نه دی. هغه داسې څوک دی چې له کار او يا چېرې تګ وړاندې ډېر شور جوړوي.”
هغې ريښتيا ويل. هغه دومره هوښيار نه و.
ما هغې ته په هېڅ صورت نه ويل چې هغه چېرته دی. او که احياناً ويلي مې وای، هغه به سمدلاسه راته زنګ وهلی و او ګيلې مانې به يې راشروع کړې وې. زه نور د خلکو په جنجالونو کې نه ښکېل کېدم، دا مې نور بس کړي وو. ما په خپل انګړ کې يو غار کيندلی و او هغه څه چې را ته په کار نه وو، ټول مې په کې خښ کړي وو او باور مې درلود چې نور هېڅوک يې دباندې راويستی نه شول.
ما کړل:
“بښنه غواړم.”
هغې يو ناڅاپه وويل:
“زه دې نه خوښېږم، که نه؟!”
زه نپوهېدم څه ووايم. زما له هغې نجلۍ بد نه راتلل. اصلاً، د هغې په اړه مې هېڅ فکر نه و کړی او دا انصاف نه وي، چې د چا په باب بد فکر وکړې او، بيا، د هغه چا په باب چې کله دې هم پرې فکر نه وي کړی.
ما بيا کړل:
“بښنه غواړم. زه اوس لګيا يم آش پخوم.”
“څه؟”
“ما ويل آش پخوم.”
دا بل دروغ و او نپوهېدم چې ولې مې يو دم په زړه شو؛ خو، په هر صورت، دا دروغممکن،وړاندې تر دې چې ويې وايم، زما يوه جز ګرځېدلی و– دومره چې، لږ تر لږه په هماغه شېبه، هېڅ دروغ ته نه ورته کېده.
زه وړاندې ولاړم. يو خيالي دېګ مې له اوبو ډک کړ، يو خيالي ګازي نغري ته مې په يو خيالي ګوګړ اور ورته کړ.
هغې وپوښتل:
“نو؟”
پر جوشو اوبو مې خيالي مالګه وپاشله، ورو مې يو موټی خيالي آش دېګ ته واچول او يو خيالي ټايمر مې دولسو دقيقو ته تنظيم کړ.
“نو خبرې نه شم کولی. آش رانه خرابېږي.”
هغې څه ونه ويل.
“زه واقعاً بښنه غواړم. د آش پخلی ډېر حساس کار دی.”
نجلۍ غلې وه. ټلفون مې په لاس کې، يو ځل بيا، يخېده.
په بيړه مې زياته کړه:
“که وروسته راته زنګ ووهې؟”
هغې وپوښتل:
“ځکه چې ته د آش د پخلي په نيمايي کې یې؟”
“هو.”
“کوم چا ته يې پخوې؟ او که خپله دې، يوازې، خورې؟”
ما کړل:
“زه يې په خپله خورم.”
د يو څه وخت لپاره يې ساه ونيوله، بيا يې پرېښوده:
“نو هېڅ امکان نه لري چې ته دې پرې پوه شې؟ زه په يوه لويه ستونزه کې يم. نپوهېږم څه وکم.”
“بښنه غواړم، کمک درسره نه شم کړای.”
“د پيسو معامله ده.”
“ښه.”
هغې وويل:
“هغه له ما پوروړی دی. ما ورته پیسې ورکړې. کاشکې نه مې ورکولی.”
زه يو څو شېبې چوپ شوم، ذهن مې د آش په لور ولاړ. ومې ويل:
“وبښه! آش درګرده پخېږي، نو…”
يوه بېخونده خندا يې وکړه. ويې ويل:
“د خدای پامان. په آش مې سلام وايه. ګوندي سهي پاخه شي.”
ما کړل:
“د خدای پامان.”
تلفون مې بند کړ. پر غولي د لمر دايره يو انچ دوه بېځایه شوې وه. ځان مې د وړانګو په ډنډ کې بيا ډوب کړ او پر چت مې سترګې بېرته بندې کړې.
د آش په اړه فکر يووړم. هغه آش چې خوټېږي خو پخېږي نه؛ او، داسې حالت سړی ډېر خپه کوي.
اوس پښېمانه يم، یو لږ، چې هغې نجلۍ ته مې ولې څه ونه ويل. بايد، يو څه مې ويلي وای. مانا، د هغې مخکنی ملګری چندان څوک نه و – يو منځخالي سړی و، ځان ته يې لوړ فکر کاوه، خبرې به يې ډېرې او ښې کولې خو چا به پرې باور نه کاوه. د هغې غږ نيولی و؛ ښکارېدل چې پيسو ته يې لاس بند و. او، په هر صورت کې، پور بايد بېرته پرې شي.
کله کله په فکر ولاړ شم، چې هغه نجلۍ به څنګه شوې وي – خصوصاً، کله چې د آش له ګرمې کاسې سره مخ شم، د نجلۍ په اړه فکر راتهراپيدا شي. هغه به، له زنګ وروسته د ماسپښين د څلورنيمو بجو سيوري کې، د تل لپاره، ورکه شوې نه وي؟ ايا زه هم کوم لږ ملامتېږم؟
خو، تاسې زما وضعيت بايد درک کړئ. په هغه زمان کې مې نه غوښتل چې له چا سره ښکېل شم. او همدا وجه به وه چې آش مې يوازې پخاوه، او خواړه مې هم يوازې، او په هغسې يو غټ دېګ کې چې د پوليسو سپی په کې ځايېده.
***
دوروم سيمولينا، سره غنم، چې د ايټاليا په ځمکو کې کرل کېدل او ماکاروني آش ترې جوړېده.
څه فکر کوئ؟! ايټالويان به څومره هک پک شوي وای که چا پوه کړي وای: هغه څه چې دوی په ۱۹۷۱ کې صادرول، نور څه نه و، يوازېيوازېتوب وو.