د شېخان ښوونځي نوې ودانۍ پرانستل شوه
کونړ: د کونړ ولایت د مرکز اړوند د شېخان منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د څه باندې ۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پوهنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره نژدې ۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
نوې جوړه شوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، کتابخانه، لابراتوار، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري.
دکونړ د پوهنې رییس د ښوونځي له اداري کارکوونکو، زده کوونکو او د سیمې له مشرانو وغوښتل، چې د یادې ودانۍ ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د کونړ والي شجاع الملک جلاله د پوهنې رییس سید جمال الدین حسني، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پنځو شمالي ولایتونو ښوونکو ته ۷ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو
جوزجان: د بلخ، سمنګان، سرپل، کندز او جوزجان ولایت ۲۰ تنو ماستر ترینرانو ته د ظرفیت لوړولو روزنیز ورکشاپ جو ړ شو. په دغه ۷ ورځني روزنیز ورکشاپ کې فراګیر تعلیمات، امن او روغتیايي چاپیریال، موثره ښوونه اوروزنه، په ښوونځي کې د ماشوم ونډه اخیستنه او یو لړ نور موضوعات ګډونوالو ته ورښول کېږي.
د جوزجان د پوهنې رییس د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې دغه مهمې مسلې په ښوونځیو کې پلې کړي.
دغه ورکشا پ د پوهنې وزارت په همکارۍ او د یونیسف موسسې په مالي مرسته جوړ شوی، چې د یاد شوي هر ولایته ۴ تنه ماستر ترینرانو پکې ګډون کړی.
د ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته به نوموړی ځلور تنه په خپلو ولایتو کې شپږو تنو نورو ښوونکو ته تریننګ ورکوي.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ډول ورکشاپونو کې مسوولینو ته د نوې روزنې او ارزونې اصول ښوول کیږي، چې له دې سره به د ښوونې کیفیت لوړ او ښوونځي ته به د ماشومانو تګ زیات شي.
په بادغیس كې د سواد زده کړې ۸ کورسونه تاسیس شول
بادغیس: د بادغیس ولايت د مرکز اړوند د قلعه نو ښار په مربوطاتو کې دسواد زده کړې ۸ کورسونه تاسیس او رامنځ ته شول .
نوموړي کورسونو د ایسید دفتر په مالي لګښت جوړ شوي، چې پکې به ۲۰ تنه نجونې او هلکان چې دسواد زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتی دي، زده کړې وکړي.
یادو زده کوونکو ته به د ۹ میاشتو په موده کې د سواد زده کړې په اړه بېلابېل موضوعات تدریس شي. دغو زده کوونکو ته کتابونه او د قرطاسې توکي هم د یادشوي دفتر لخوا ورکول کېږي.
د تخار ولايت د چال په ولسوالۍ کې د ښوونکو د روزنې الحاقیه تاْسيس شوه
دغه الحاقيه په هغه غونډه كې تاْسيس شوه، چې پكې د تخارولایت د پوهنې رییس نجیب الله کامران، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو.
غونډه دقرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل ورپسی ګډون والو په خپل وار سره د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې په نوموړې الحا قیه کې ۸۰ تنه ښوونکي د ساینس اور یاضي په څانګو کې په زده کړه بوخت دي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست