نقیب احمد عزیزي

کابو هر شی دوه اړخه لري، زوايه يو طرفه نه‌شي کېدای. موږ وايو د يوې سکې دوه مخونه، د يوې قضيې دوه طرفونه، د هيندارې شا و مخ او نور… د جګړې د حماسې او ټراژيډي اړخونه هم همداسې دي، د سلطان محمود جګړه که موږ ته حماسه وي، هندي ملت يې شايد هيڅ وخت حماسه و نه‌شي منلای. دا جلا خبره ده چې د جګړې هدف څومره سپېڅلی دی.

کله چې ارزښتونه او عيبونه بيانېږي هم طرفونه پکې مطرح کېدای شي، راځئ ووايو چې ډېری ذهني شيان هم دوه مخونه لري، پر يوه خوا يې عيب ليکلی وي او پر بله خوا يې ارزښت حک شوی وي. مثلاً د يوې کورنۍ يا ټولنې لپاره دا يو ارزښت دی چې ولور دې جګ وي؛ ځکه د يو پلار لپاره دا شرم ګڼل کېږي چې تر بل کليوال لور ارزانه ورکړي. دلته جګ ولور د کورنۍ لپاره ارزښت شو، خو په ټوله کې يو ټولنيز عيب او د هلک د کورنۍ لپاره غميزه شوه.

د ارزښت او عيب لپاره که موږ د نسبيت تيوري په پام کې و نه نيسو، زغم به خپله کډه بار کړي او ځای به تاوتريخوالي ته پرېږدي. ارزښت هغه څه دی چې انسان ته يې ګټه «معنوي يا مادي» رسېږي او عيب بيا داسې شی دی چې فرد او ټولنه يو ډول نه يو ډول زيانمنولای شي.

زما لپاره به دا ارزښت وي چې د مشر مېلمه له مخې د خپل کشر ورور خبره حتماً رد کړم، مګر دا نه‌شم کولای چې دغه شی زه د هغې متمدنې ټولنې پر انسان ومنم چې هلته د پوهې معيار فکر وي، نه عمر. دلته نو که ارزښت دی نسبت زما کورني ماحول ته دی، نورو ته عيب باله شي.

په ټولنيز لحاظ هم ځينې شيان شته چې موږ ته ارزښتونه دي، مګر دا لازمه نه ده چې حتمي دې يې يا پر نورو ومنو او يا دې د بل لپاره هم ارزښتونه وي. په افغاني ټولنه کې اوس هم په ځينو کورنيو کې دا تلقين ورکول کېږي چې د جومات تر مخ به يې د تره زوی «تربور» ته ټيټه نه وايې، يانې که هغه نوک ياد کړ، ته به سوک يادوې. دغه شی د غيرت په نامه يو ارزښت ګڼل شوی، مګر په يوه سالمه ټولنه کې مکمل عيب دی، د نه زغم غم دی او د تاوتريخوالي د تولد لومړی زګېروی دی.

د عيبونو او ارزښتونو په برخه کې ټولنيز شيان د مطلقيت حد ته نه‌شوای رسېدای، يوازې دين دی چې ارشادات يې مطلقه بڼه لري. خو لازمه ده ووايو چې دين هم همېشه په مطلقيت کې نه دی، بلکې يوازې د منونکيو لپاره يې مطلقيت اصل ګرځولی دی، يعنې که څوک يو دين ومني، بيا نو لازمه ده چې پر ځان يې هر حکم عملي کړي؛ خو له لويه سره دين انسان ته اصول وړاندې کوي، بيا يې د منلو بلنه ورکوي، که يې ومنل د ثواب او ښه ژوند د تضمين او تامين خبره يې کوي، که نه يې منل، بل انسان ته نو دا اجازه نه ورکوي چې لاس پرې پورته کړي. له دې څرګندېږي چې اختيار مهم شی او اصل دی او مطلقيت ځينې ځينې ځای تطبيقېږي او فرع ده.

د اسلام مبارک دين ټولې نړۍ ته د سلامتي او رحمت پر طرف د تمايل او تطبيق انګېزه راوړې، خو چې څوک دغه سلامتي ته زيان رسوي، مخنيوی يې روا او بلکې لازمه چاره ګرځي. هماغسې لکه د هېواد قوانين او امنيتي ځواکونه چې د ټولنيز امن په موخه مضر کسان نيسي. دلته بحث د فساد د مخنيوي لوري ته ورګرځي چې زموږ له بحثه وتلې موضوع ده، دومره به ووايو چې اسلام د کفر پر وړاندې نه، بلکې د فساد او ټولنيز ضرر پر وړاندې مبارزه او جهاد د جواز او بلکې وجوب او فرضيت درجې ته بيایي. فساد نو بيا خپل تعريفونه او تشريحات لري او يوازې د افرادو په خطا او ګناه کې نه‌شي خلاصه کېدای.

ارزښتونه او عيبونه قراردادي بڼه هم لرلای شي، ان کله خو داسې ښکاري چې ټول شيان قراردادي دي، يعنې د “ښه” او “بد” ټولنيزه فلسفه د انساني ذوقونو د پرېکړو په نتېجه کې پيدا شوې ده. مثلاً په کليوالو سيمو کې لوی او ازاد کالي، غټ څادر او سرې سترګې لرل د وقار نښې ګڼل کېږي او پوهېږو چې دغه شی د مسلسل تلقين، رواج، عادت، توافق او مجبوريت په اساس را منځ ته شوی دی. که يوه بله ټولنه بل ډول تمايل ولري، رواج يې متفاوت وي، عادت يې بدل وي، توافق يې پر بل څه را ټول وي او مجبوريت يې نه وي يا نور وي؛ نو شايد له مقابلې ټولنې سره يې يو فرهنګي ټکر پېښ شي. فرهنګي اختلاف پخپله عيب نه دی، په عيب هله اوړي چې اختلاف طبيعي چاره و نه ګڼل شي، افراط پکې وشي او مقابل طرفونه په “ښه” او “بد” او تر دې بده لا دا چې په “حق” او “باطل” ووېشل شي.

که دلته دواړه لوري خپلو ارزښتونو او عيبونو ته پر نسبيت قايل نه‌شي، ټکر نه ورکېږي، بلکې لا پراخېږي او د يو بل د جذب پر ځای د حذف له اپشنه کار اخيستل کېږي. په دې پوهېدل مو ډېرې ستونزې هواروي چې زموږ په پښه کې تللې ستن، کېدای شي بل څوک د لمن د ګنډلو لپاره کاروي، شايد په هغه چاقو يو څوک د چا له غاړې رسۍ پرې کوي چې موږ ورور پرې وهلی دی.

کله چې ټولنې په ټوليز نرګسيت او خودبيني کې غرقې شي، بیا يې نو سوداګر سياستوال داسې لوبولای شي لکه موږ چې يې دا نږدې نيمه پېړۍ د نورو لپاره د مرګ و ژوند مشاهدې وکړې.

دلته اوس هم داسې انګېرله کېږي چې “نظم” عيب او “ګډوډي” ارزښت دی. که څوک په کليو کې د حکومت او نظام د بقا او تنظيم خبره کوي، د شک په سترګه ورته کتل کېږي او که د دې سرچپه د شور، وژنو او درد کيسې کوي اصلي انسان ورته ښکارېږي. زموږ د دغسې ايډياليزم د عواملو او پايلو پلټنو ته اړتيا ده او سايکالوژي مو پروګرامول غواړي.

دا به ښه وي چې له ياده و نه باسو چې ځينې ارزښتونه عيبونه راته معرفي شوي دي او ځينې عيبونه ارزښتونه راته ښکاري. همداسې په عين حال کې زموږ ذوقونه نسبي بڼه لري، ځکه خو اسانه نه ده چې يو شی دې د ټولو انسانانو پر شعور او لاشعور يو ډول سيوری او رڼا وکړي.

په دې برخه کې لا دقت په کار دی چې څه شی « په دې ارزي چې سړی ورپسې مات شي.» او څه شی د دې وړ دي چې مات شي. د استاد پسرلي په خبره؛

خدايزده کمزوري وه د دماغ، که خوشبيني د زړه

نيم يې د منلو نه دي څه چې موږ منلي دي

دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *