تاند – د شفافیت نړیوالې ادارې چې مرکز یې د جرمني په برلېن ښار کې دی په خپل سږني راپور کې چې نن چارشنبه /دجنوري ۲۵مه/ یې خپور کړی افغانستان د نړۍ ۸م فاسد یا کرپټ هېواد بللی دی.
ویل کیږي چې، افغانستان د یادې ادارې د تېر کال په راپور کې د نړۍ په کچه د څلورم او وړم کال درېیم فاسد هېواد په توګه یاد شوی وو.
د یادې ادارې د ۲۰۱۶ کال د راپور په اساس، سومالیا د نړۍ د ۱۷۶ هېوادونو په لست کې له لاندې خوا لومړی یا تر ټولو ډېر په اداري فساد ککړ هېواد ګڼل شوی او ورپسې جنوبي سوډان، شمالي کوریا، سوریه، یمن، سوډان، لیبیا او په ۸مه درجه افغانستان یاد شوی دی چې په لست کې ۱۶۹م ځای لري.
پاکستان ۵۹م ډېر فاسد هېواد ګڼل شوی او د شفافیت په لست کې ۱۱۶م ځای لري.
د شفافیت د لست په سر کې ډنمارک دی چې د اداري فساد په حساب د نړۍ تر ټولو پاک هېواد ګڼل شوی او ورپسې نیوزيلنډ، فنلنډ، سوېډن او سویتزرلنډ راغلي دي.