بشیر صافی

د ستراتیژیکومحاورو یا اړیکو اصطلاح د تیرو دوه لسیزو راهیسې ډیره کاریږي، د یوې ځانګړې موخې او اجنډا لپاره په عامو خلکو کې د یو ډول خبرو او اړیکو تبلیغول چې پر مټ یې حکومت یا یو بنسټ کولای شي د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، د حکومت بقاء، د قبولښتګراف لوړول یا لږ تر لږه د خپلو قوانینو او نورو کارونو لپاره چې د خلکو د ممکنه مخالفت یا ورسره د نابلدۍ ویره وي، د هغې لپاره ایډوکیسي کوي. همدارنګه د کورنیو او بهرنیو مخالفو تبلیغاتي موادو سره د مبارزې او شنډولو لپاره هم کاریږي.

ستراتیژیکې اړیکې ولې مهمې دي؟

ستراتیژیکې اړیکې یا تبلیغاتي پروپاګندې ډېرې برخې لري خو تر ټولو مهمه یې داده چېستراتیژي جوړوونکي په داسې معلوماتو او موضوعاتو کار کوي چې هغه په ځانګړو وختونو کې چې حکومت ورته ضرورت لري خپروي او په ولس کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

همدا معلومات بیا د رسنیو، نفوذ لرونکو اشخاصو، پوهنتونونو او د عامه اړیکو د مرکزونو له لارې خلکو ته رسوي، د حکومتي سټراټیژیستانو کار یواځې دا ندی چې معلومات وزېږوي یا په یوه ځانګړې پروپاګندې کار وکړي بلکه د هغوی لپاره دا هم اړینه دنده ده چې څنګه وکولای شي هغه ټول معلومات او اړیکې په ټولنه کې خپرې کړي.

څنګه کولای شو چې ستراتیژیکې اړیکې په بریالۍ توګه مخته بوځو؟

لومړی–د اړیکو نیولو نوې لارې چارې: د پخوا وختونو په پرتله په اوسني عصر کې د اړیکو نیولو او خلکو سره د تماس ډېرې لارې چارې شته، او د پخوانو په پرتله دا ډبرې اسانې، اغېز لرونکې او پرنفوذه هم دي، مثلاْ د میډیا سره د یوې ځانګړې موضوع په اړه تبلیغاتي پروګرامونه جوړول، د انټرنیټ د پاڼو یا ویبلاګونو له لارې داسې معلومات شریکول چې د نورو سره توپیر لري همدا توپیر ددې لامل کیږي چې د ډيرو خلکو پام ځانته راګرځوي، همدارنګه د ټولنیزو شبکو له لارې د یوې ځانګړې موضوع تبلیغول هم ډیره اسانه چاره بلل کیږي.

دویم –هماهنګي او په دوامداره توګه د اړیکو مخته وړل:  حکومت باید د عامه اړیکو د ټولو دفترونو تر منځ په یو لړ مهمو مسایلو کې په یوه خوله وي، په ټولو موضوعاتو یو دریځ لرل دوامدارې هماهنګۍ ته اړتیا لري، ډیری حکومتونه د همدې ستونزې څخه سر ټکوي نو ځکه نه غواړي د عامه اړیکو نماینده ګۍ یې په کوچنیو برخو وویشل شي، دا ستونزه د فوځ او امنیتي سکتورونو په برخه کې ډیره لیدل کیږي ځکه تقریباْ ټول هیوادونه د مهمو ادارو د عامه اړیکو دفترونه مرکزي هغو ته صلاحیت ورکوي تر څو په یوه ځانګړې موضوع کې د ضد او نقیضو معلوماتو ویره ورکه شي، دلته ټول معلومات د ډوکتورینو له لورې ورکول کیږي او بیا ور باندې د هماهنګۍ او دوامدار ډول د اړیکو په مخ وړلو او تبلیغولو سره اهداف تر لاسه کوي.

دریم–مسلکيتوب : په ننني عصر کې ټولو ته معلومه ده چې د انتخاباتي کمپاینونو نیولو تر حکومت کولو پورې عملا دومره څه ندي لیدل کیږي بلکه خلک د خپلو سټراټیژیستانو په وسیله د خپل تبلیغ او ستراتیژیکو اړیکو په مټ د خپل ملاتړه برخمن کوي، نو له همدې امله کله نا کله غیر مسلکيتوب داسې هم کیږي چې په پوره ډول حکومتونه د ډیرو ستونزو سره مخ کوي یا یې د خلکو د ملاتړ څخه محروموي. دلته مهمه داده چې کومه پروپاګنده یا معلوماتي عملیات په کوم وخت کې پر مخ یوړل شي، ملي حساسیتونه، مذهبي او کلتوري او بالاخره د احساساتو پر بنا ولاړ موضوعات هغه څه دي چې په تیرو دوه لسیزو کې ترې د ستراتیژیکومحاورو متخصصین ډیره ګټه اخلي.

د اړیکو چوکاټ او پروسه؛

حکومتونه د ښې حکومتدارۍ لپاره د اړیکو دوه پړاوونه لري، لومړی یې د معلوماتو ورکولو لپاره یو سټرکچر یا د چارچوب رامنځته کول دي چې په دې کې ازادې رسنۍ، مدني ټولنې، د فکر لرونکو خلکو ګروپونه، د خپریدونکو معلوماتو لپاره قانوني چوکاټ او قوانین جوړول دي، بیا د همدې لارو چارو او رسنیزو چوکاټونو په منځ کې د حکومت او خلکو اړیکې نښلي، دلته دا هم اړینه ده چې حکومت باید د داسې معلوماتو بهیرونو او کانالانو غم وخوري چې د دوی د ټاکل شویو اهدافو په ضد په خلکو کې کار کوي او یا د هغه ځانګړو معلوماتو سره په ټکر کې وي، کوم چې د خلکو عامه ذهنیتونهمغشوشوي.

د مثال په ډول په افغانستان کې د معلومات ورکولو بهیر او سرچینې په یوه قانوني چوکاټ او ستراتیژیکې احاطې کې لا هم ندي راوستل شوې، که حکومت خلکو ته یو ډول معلومات ورکوي تر څنګ یې حکومت ضد معلومات هم خپریږي او بیا همدلته حکومت داسې لاره چاره نلري چې د دوی ضد معلومات او ډاټا سره مبارزه وکړي یا یې مخه ونیسي، نو همدا لامل کیږي چې خلک یې ۵۰ فیصده د حکومت اوري او  ۵۰ فیصده د حکومت ضدو تبلیغاتو د مغشوشونکو اړیکو او محاورو  تر اغیز لاندې راځي، په لنډ ډول ویلی شو چې دلته د اړیکو نیولو چوکاټ ته حکومت کومه احاطه نلري یا که احاطه ولري قانوني ستونزې لري او رسیده ګي نه ورته کیږي.

دویم، د معلوماتو ورکولو د بنسټونو یا چارچوبونو وروسته د معلومات خپرولو پروسه باندې غږیږو، د معلومات ورکولو پروسه یو طرفه او دوه طرفه وي، په یو طرفه کې د حکومت له لورې خبرپاڼېخپریږي، یا نور معمول ډول سره معلومات خپریږي چې په ټولو وختونو کې دومره تاثیر لرونکي نه وي، بلکه د خلکو د متقابلو اړیکو لپاره دومره ګټه نلري، خو کله چې اړیکې او ستراتیژیک معلومات دوه طرفه وي نو پدې کې د خاصو حکومتي اهدافو او ماسټر پلان مطابق حکومت او خلک دواړه په یو لړ موضوعاتو کې ځانونه دخیلوي، دلته د یوې موضوع لا ښه خپراوی هم کیږي او د خلکو ممکنه، غیر متوقع او یا هم متوقعه ځواب هم ترلاسه کیږي، دوه طرفه پروسه دا ګټه هم لري چې د یو لوی ماسټر پلان نتیجه په لمړیو وختونو کې معلومېږي بیا ستراتیژي جوړوونکي کولای شي چې د لاسته راغلې نتیجې پر بنسټ مخته ولاړ شي یا په خپلو معلوماتو کې د خلکو او عامه اذهانو سره سم تبدیلونه او تعديلونه یا بدیلونه راوړي. په دوه طرفه اړیکو کې نه یواځې د حکومت معلومات رسول کیږي بلکه د حکومت اړیکې پراخیږي او د قبولیتګرافاوچتیږي، د مثال په ډول که د یوه ولایت والي د یوې مهمې موضوع په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړي ډیره ګټه به ولري او که د همدې موضوع په اړه د مدني ټولنو سره یو ناسته ولري او هلته همدا موضوع روښانه یا د خلکو سره شریکه کړي، د دوه طرفه اړیکو لپاره ډیر چانسونه لرو، ټریډیشنل یا عرفي لارې چارې ورته ویل کیږي، د مثال په ډول په پوهنتون کې د یوې خاصې ورځې په مناسبت سټراتیژیکو اړیکو د رغولو لپاره خبرې کول او اشتراک، په کلیو کې د نورو کلتوري او مذهبي مراسمو په وخت کې د خلکو سره خبرې اترې، د سوداګریزو ټولنو سره اړیکې، په جوماتونو کې د خلکو سره ناستې او په ملي موضوعاتو خبرې اترې، په لنډ ډول د یوې خبرپاڼې څخه دا ډیر ګټوره ده چې حکومتي بنسټونه په عرفي لارو چارو همدا ستراتیژي مخته بوځي، ددې معنی دا نده چې نوې ټکنالوژي له لاسه ورکوو بلکهعرفي لارې چارې په هغو ځایونو کې د استعمال وړ دي چې هلته ټکنالوژۍ ته خلک لاس رسی نلري.

په افغانستان کې د عامه اړیکو دفترونه، ویاندویان او حتی د ملي تبلیغاتي ستراتیژیو جوړوونکي خپلې دندې ته داسې ګوري چې یواځې په مختلفو موضوعاتو، د دوی د ورځنیو دندو او مسؤولیتونو کې د اړونده ادارو او بالاخره د حکومت دریځ روښانه کړي، خو دوی هیروي چې دا ددوی اصلي دنده نده بلکې ددې څخه اړینه دنده یې داده چې څرنګه وکولای شي د خپل مسؤلیت او صلاحیت په نظر کې نیولو سره او اړونده قلمرو کې ستراتیژیکې اړیکې پر مخ بوځي، د دوه اړخیزو عرفي اړیکو په عملي کولو سره نه یواځې د یوې خبرپاڼېمحتوا د ډیرو خلکو تر غوږونو رسیږيبلکه د پام وړ حکومتي اعتبار لاسته راوړلکیږي، تر ټولو اړینه داده چې عام خلک ، بانفوذه شخصیتونو بالاخره د ټولنې ټول قشرونه په حکومتي چارو، مشاورتونو او اړیکو کې ځانونه دخیل ګڼي یا لږ ترلږه داسې حس کوي چې حکومت ورته د ټاکنیزو کمپاینونو وروسته هم مهموالی ورکوي، همدا په حکومتي ادارو کې د خلکو د اعتبار لوړیدوسبب هم ګرځي، او هر کله چې حکومت په خلکو کې عامه اعتبار یا د قبولیت ماده ولري بیا په بریالۍ توګه مخته ځي.

January 24, 2017

هیوسټن ښار– متحده ایالات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *