په داسې حال کې،  چې راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو تاکنو ته په شمار څو مياشتې پاتې دي، ورسره دحکومت اپوزيسيون هم له تېر يوه کال راهيسې خپل فعاليتونه ګړندي کړي او ددغه ټاکنو له پاره دنظام او راتلونکو سياسي جوړښتونو بېلابېلې طرحې وړاندې کوي .

ددغه اېتلافونو، شوراګانو، ډلو ټپلو وروستۍ کړۍ يې تېره اونۍ دانتخاباتي اتحاد په نامه نوى سياسي جوړښت و، چې دحکومت داپوزيسيون له ډلې څخه ګڼې پېژندلې شوې يو اړخيزې او تکراري څېرې په کې راغونډې شوې او فکر کوي، چې له دې لارې به وکولاى شي، د راتلونکو ټاکنو له پاره يو تر ټولو ځواکمن او پياوړى نوماند د ټولو په اتفاق سره وړاندې کړي.

ددغه اتحاد يوه غړي او عبدالله عبدالله په مشرۍ دملي ايتلاف وياند ښاغلي فضل الرحمن اوريا دکابل له يوه خصوصي تلويزيون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې اتحاد يې له نږدې ٢٢ سياسي ګوندونو، ايتلافونو او شوراګانو څخه جوړ شوى، چې په وينا يې دهېواد ډېرې پياوړې مخورې څېرې، شخصيتونه او راتلونکو ټاکنو ته د احتمالي نوماندانو پلويان په کې راغونډ شوي دي .

اوريا وويل، چې ددوى غونډې او ناستې لا هم نهايي شوې نه دي او تمه لري، چې ديوه وړاو ټول خوښي نوماند له پاره خپلې مبارزې جاري وساتي او وتوانېږي،  چې نورې ډلې او ګوندونه هم په دغه انتخاباتي اتحاد کې دځان ملګري کړي.

ده وويل، چې ياد اتحاد به د راتلونکو ټاکنو له پاره يو تر ټولو مهم، پراخه  اولوى اتحاد ځکه وي، چې دده په وينا ډېر مخکښ او د نوماندو ګوندونو په مشوره جوړ شوى او د راتلونکو ټاکنو له پاره به له ټولو هغو بنسټونو او نوماندانو دملاتړو سياسي خوځښتونو مخکښ وي.

خو که موضوع ښه تحليل شي، نو تر ډېره پرې ديوه واقعيت په توګه څه،  چې ډېر کم باورهم نه شو کولاى، ياد سازشونه، ايتلافونه او ټلوالې له تېر يوه کال راهيسې دوام لري او همدا اوس په لسګونو دا ډول خوځښتونه د ټاکنو دمودې په رانږدې کېدو سره دپسرلي د مېرخېړيو په څېر را شنه شوي دي او حتې ډېر خو يې داسې هم دي، چې پخوا يې شتون نه درلود، خو دټاکنو له پاره د لنډ مهالو ګټې تر لاسه کولو او يوه موقف خپلولو له پاره  را منځته شوي دي.

دلته څو خبرې د يادولو وړ دي: لومړى داچې ياد ټول ايتلافونه، ګوندي مشارکتونه، ګوندونه او جبهې يوازې تر کابل پورې محدودې دي، پلويان او غړي يې هم تر ډېره هغه کسان دي، چې داوسني حکومت په لومړيو  ياني لنډ مهاله ، اوږدمهاله او حتى په اوسنۍ دوره کې لوړ پوړي او ټيت پوړي حکومتي چارواکي وو، دوى خو يا هغه مهال دولسمشر له خوا له دندو ګوښه او يا هم په وروستيو کې ملي شورا بې صلاحيته کړي وو.

په دې حساب يادې ډېرې جبهې او ټلوالې له حکومت سره ديو ډول عقدې او کينې په اساس رامنځته شوې، چې تر ډېره حده تر دهېوادونيو او راتلونکو ملي ګټو او نظام دخوندي کولو تمه نه شي کېداى، ځکه چې ددوى هر حرکت دټاکنو په را رسېدو ګړندى او تر سره کېږي، شعارونه او کړنلارې يې هم تر ډېره په داسې بڼه او منځپانګه وي، چې دغه عقده او حسادت يا مرام په کې په يوه ډول نه يو ډول حس کېږي .

ددې ترڅنګ لکه څرنګه مو چې وړاندې وليدل،  ديادو ايتلافونو رېښه يوازې په کابل کې ده په ولايتونو کې يې نه تر اوسه کومه غونډه چاليدلې او نه هم رېښې او پلويان لري، دوى تر ډېره په تلويزيوني ناستو او دمجللو هوټلونو او تالارانو په څوکيو ځان څرګندوي، نه دولس له منځته خلک په کې شته او نه به دولس استازولى وکړاى شي.

له دې واقعيت نه هم بايد سترګې پټې نه کړو، چې داېتلافونو، ګوندونو او شوراګانو ډېرې مخکښې څېرې خپله بيا هم ديوې ژبې، يوه توکم، يوه ګوند او يوه اقليت استازي دي، په ځانګړي ډول د پښتنو، چې دهېواد اکثريت قوم دى، کوم استازى او ملاتړ له ځان سره نه لري، حال داچې په سياسي بهيرونه او خوځښتونه دپښتنو له استازولۍ او مشارکت پرته پايښت نه لري.

په دې حساب ياد ټاکنيز اتحاد هم ظاهرا پراخ ښکاري، خو په حقيقت کې ټولې هغه څېرې اوګوندونه پکې دي، چې پخوا يو ځاى او يو ځل سره ووېشل شول، خو اوس چې خبره بېرته د راتلونکو ټاکنو او سياسي اقتدار ده ، نو اړ شوى، چې سره يو ځاى او ځان ديوه ستر قوت په توګه خلکو ته څرګند او خپل سيالان ووېروي .

ايتلافونه، ګوندي مشارکتونه او شوراوي تر ډېره ځانونه ملي ګټو او ملي يووالي ته ژمن کړي او هڅه کوي، چې ځان دملي او ولس خوښو حرکتونو په بڼه رامنځته کړي، خو له شرک پرته   او له بده مرغه ، چې دغه شعار يوازې تر ژبو پورې محدود دى او په واقعيت کې همغه پخوانۍ لوبه او معامله ده.

ښه بېلګه يې دحق او عدالت ګوند دى، ددې ګوند دوه مخکښان دکورنيو چارو پخوانى وزير حنيف اتمر او دملي امنيت پخوانى رييس امر الله صالح دي، يو پښتون او بل دري ژبى و، دوى دواړه ولسمشر کرزي په تېره دوره کې دوه مهم او غټ چارواکي وو،  هغه مهال يې هم سره ملګري ساتله او تر لرې کېدو وروسته هم، خو کله چې خبره دانتخاباتي اتحاد شوه، نو دوى هم خپله يارانه او ګوندي دريځ سره ونه شو ساتلى، ښاغلى صالح انتخاباتي ته خپلو پخوانيو يارانو او ګوندي ملګرو ته ورغى او ښاغلى اتمر يې يوازې پرېښود.

په ياد ټاکنيزاتحاد کې يوه بله مهمه څېره، چې پخوانۍ او اوسنۍ کړنې او حرکتونه يې له هېچا پټ نه دي، دملي جنبش ګوند مشر ښاغلى جنرال دوستم دى، دى هم په دې اتحاد کې يو ځاى شوى، ممکن دى په ګوندي او نظري لحاظ  ددې بهير يوه نوې څېره وى، خو هغه غوښتې او توقع چې دى يې لري، يو څه دتامل وړ ده .

جنرال دوستم وايي، چې دى په دې شرط له ټاکنيز اتحاد سره يو ځاى شوى، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بايد  د ولسمشر دويم مرسيتال خامخا وي او بل څوک ورته په دې څوکۍ دزغم وړ نه دي.

په هرصورت، ولس ته په کار ده، چې هېڅکله په جعلي سياسي خوځښتونو، تکراري او سولېدلو سياسي څېرو او شعارونه تېر نه وځي. اړينه ده، چې دخپلې راتلونکي تصميم خپله ونيسي او په ټاکنو کې دپراخه ګډون اوديموکراتيکو حقونو څخه په ګټې اخيستنې دهېواد په وضعيت کې بدلون راولي او دسياسي سوداګرو، کاذبو شخصيتونو او معامله ګرو مال او متاع ونه ګرځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *