تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر او د جمهوریپال ګوند مخکښ غړي جان مکین له شکنجې څخه د کار اخیستلو په باب د ولسمشر دونالډ ترمپ له نظر سره مخالفت وکړ.
ټرمپ ویلي چې د معلوماتو او اقرار د اخیستلو لپاره پر شکنجې باور لري او باید له اور سره په اور مقابله وشي.
ښاغلي ټرمپ د امریکا اې بي سي نیوز تلویزیوني چاینل ته په مرکه کې وویل چې اسلامي دولت ترهګره ډله داسي کارونه کوي چې تراوسه پوري چا نه و اورېدلي، نو ایا په اوبو کې د ډوبولو پر شکنجې (واټر بورډینګ) باور ونه کړي؟
ده دغه راز ویلي«په داسي حال کې چې دوی (سختدریځي) ډزې کوي، زموږ د خلکو او نورو سرونه پرې کوي، په منځني ختیځ کې خلک یوازې په دې خاطر چې عیسویان دي وژني، کله چې داعش داسي کارونه کوي چې موږ حتي په منځنیو پېړیو کې نه و اورېدلي، خود به د ډوبېدو د احساس ورکولو په شان د شکنجې پر بېلابېلو شېوو غور کوو.»
د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې جان مکین وویل چې د ۲۰۱۵ کال په جون کې د امریکا سنا جرګې ملي دفاعي ماده تعدیل کړه چې پر اساس یې وټاکل شوه؛ د تحقیقاتو په مهال به یوازې له هغو تاکتیکونو کار اخیستل کېږي چې یادونه یې د جګړې د میدان په مقرراتو کې شوې ده او په نتیجه کې یې شکنجه منع شوې ده.
پر جان مکین سربېره د امریکا د سي آی اې پخواني مشر بلیون پانیتا هم ویلي «دا به لویه تېروتنه وي چې د شکنجې په برخه کې بېرته تېر وخت ته شاتګ وکړو.»