تاند- اجرايي رييس عبدالله عبدالله په جمعیت ګوند کې خپلمنځي اختلافات تایید کړل خو ویې ویل چې حل به شي.
د تسنیم نیور ایراني خبری اژانس د راپور له مخې، ښاغلي عبدالله د اسلامی جمعیت ګوند د غړیو ترمنځ وروستیو کړکېچونو ته په اشارې وویل، د مجاهدینو په منځ کې نیمګړتیاوې شته خو د دې معنا دا نه ده چې هغوی به د یو بل خلاف وسله اوچتوي.
ده زیاته کړه چې رامنځته شوي اختلافات به حل کړي او په لنډ راتلونکي وخت کې به لانجه پای ته ورسېږي.
تسنیم نه دي ویلي چې ښاغلی عبدالله دا څرګندونې چیري او څه وخت وکړې.
د اجرايي ريیس له قوله همداراز ویل شوي چې د افغانستان دولت د هیواد ژغورنې ته ژمن دی او درست مجاهدین به یو وار بیا یو موټی شي.
ده د جهادي مشرانو ترمنځ اختلافات د افغانستان د خلکو د ارمانونو خلاف وبلل، خو په عین حال کې یې وویل چې لا هم د مجاهدینو ترمنځ د یووالي وخت له لاسه نه دی وتلی.
ده تاکید وکاوه چې موجودې ستونزې باید حقیقتونو ته په کتو حل شي څو خلک ورڅخه زیانمن نه شي.
که څه هم ښاغلي عبدالله نه دي ویلي چې په جمعیت ګوند کې اختلافات د چا ترمنځ دي او د څه شي پر سر اختلاف دی خو ویل کېږي چې عطا محمد نور، چې اوس د جمعیت ګوند اجرايي مشر دی، پر جمعیت ګوند د یوې خاصې سیمې له انحصار سره موافق نه دی.
فی الحقیقت تنازع او اختلاف فیما بین مسلمین بیا په داسی حالاتو کی ډیر مهلک دی ،یواځی د تنظیمونو د ننه اختلاف نه بلکه هر هغه څه چی زموږ مسلمان ملت شیندی او اسباب د تنازع برابروی هغه مردود او د دین د تایید وړ ندی که هغه د قوم ،ژبی ،سمت ،تنظیم یا نور جاهلی تعصبات او منفی رقابتونه وی او تیرو ۴۰ کلونو کی ټول ازمایل شوی او اصحاب خرد او ایمان تر نورو ښه پوهیږی .
راځی د ټولو تجربو نه وروسته یو افغان شموله دینی حرکت تجربه کړو ځکه نوروپه تیرو ۴۰ کلونو کی اختلاف زیږولی،ملت یی تباه کړی ، او د خدمت او عمران ګراف یی کاملا نزولی دی او که څو تنه غاصب ،متجاوز، انحصار ګر او مفسد میلیاردر شوی دا کوم انسانی ارزښت ندی بلکه د جهالت او وحشت زیږنده ده او دا ثابتوی چه د نارواوو تراکم د ارذل الناس په لاس ترسره شوی.
نو آزموده را آزمودن خطاست او لدی سوریو دا مؤمن ملت ډیر چیچل شوی نو څه چی ندی شوی هغه ملت جوړونه او ملی اسلامی حرکت د ملی او اسلامی ګټو د ساتنی لپاره،چی داسی حرکت ټول نفاقی او انحصاری حدود له مینځه وړی او هر څوک به خپل حق ته ورسوی خو چه زاړه شرانګیز انحصار ګرد شر مخه حکیمانه ونیول شی او همدا ده یواځینی د نجات او بری لار.