تاند- د کورنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې ژر به د لویې څارنوالۍ د غوښتنې په ځواب کې د جنرال عبدالرشید دوستم ۹ تنه ساتونکي ونیسي.
د کورنیو چارووزارت ویندوی صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، لویې څارنوالۍ دغه وزارت ته په استولي لیک کې امر کړی چې پولیس دې د لومړي مرستیال ولسمشر ۹ ساتونکي ونیسي.
تر دې وړاندې پرون/ چهارشنبه/ د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي و چې د کورنیو چارو وزارت به ژر د جنرال دوستم د ساتونکو د نیولو لپاره اقدام وکړي. (تفصیل)
په همدې حال کې یو شمېر کتونکي او عام افغانان شک څرګندوي چې امنیتي اورګانونه یا څارنوالي دې د جنرال دوستم ساتونکي ونیسي ځکه چې ویل کېږي، نوموړي له جوزجان څخه نژدې ۲ زره وسله وال کسان له ځان سره کابل ته راوستي او ښايي د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په وړاندې مقاومت وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلي صدیقي په دې اړه چې ایا د ښاغلی دوستم د ساتونکو د نیولو په برخه کې خنډونه شته او که نشته، څه ونه ویل.
ده یوازې دومره وویل چې پولیس د ښاغلي دوستم او د نوموړي د ساتونکو پرخلاف د ښاغلي ایشچي په دوسیه کې له لویې څارنوالۍ سره په تحقیقاتو کې مرسته کوي.
د اجرايي ريیس ویندوی هم ویلي چې حکومت د دې قضیې په اړه پرېکړه کړې او هغه دا ده چې باید قضايي اورګانونه یې د اساسي قانون مطابق تعقیب کړي.
له بلې خوا د جنرال دوستم یو شمېر پلویانو مظاهره وکړه او له ولسمشر غني څخه یې وغوښتل چې د جنرال دوستم پر ضد د دښمنانو دسیسه پای ته ورسوي او کنې دوی حاضر دي چې په خپلو وینو د خپل مشر دفاع وکړي.