تاند- د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره مډلین البرایټ وايي، د دونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې حاضره یم چې ځان د مسلمانې په توګه ثبت کړم.
د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، وروسته له دې چې دونالډ ټرمپ وویل، په امریکا کې د مېشتو مسلمانانو دیټابېس جوړوي، امریکايي سیاستوال او مشهورې څېرې د ولسمشر پر پالیسۍ د اعتراض لپاره یو په بل پسې وايي چې ځانونه د مسلمانانو په توګه په دغه دیټابېس کې ثبتوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره مډلین البرایټ هم یوه له دغو کسانو څخه ده. دې د نوموتې فیمینستې ګلوریا سټاینیم، فلمي ستورې مایم بیلیک او مدني فعال جانتن ګرینبلاټ د څرګندونو په ملاتړ کې د ټویټر له لارې اعلان وکړ«زه کاتولیکه لویه شوم، د اُسقفي کلیسا پیرو شومه او وروسته راته څرګنده شوه چې یهوده یم. زه حاضره یم چې له مسلمانانو سره د پیوستون په توګه ځان مسلمانه ثبت کړم.»
مدلین البرایټ یوه ورځ وروسته له دې دا اعلان وکړ چې د دونالډ ټرمپ حکومت امر وکړ چې باید د ایران، سوریې، سوډان، یمن او عراق اتباع د مهاجرو په توګه ونه منل شي او وېزه ورنه کړای شي.