شنونکو ۲۰۱۷ میلادي کال د سیاسي عجایبو د پیل کال بللی دئ. حق په جانبه دي، همداسي خو ده. ډانلد ټرمپ په آسیا کې تر ټولو وړاندي مودي ته زنګ وواهه؛ د سیمي په اړه یې راپور ور څخه واخیست، او په راتلونکو تګلارو یې خبري ورسره وکړې. لکه هند، چي یې په سیمه کې استازۍ وي، هغسي، چي یو وخت پاکستان وو.
هاخوا بیا ملګري پوتین اعلامیه ورکړې، چي آماده یو، د امریکا سره د روابطو د ښه والي لپاره ایران منزوي کړو. د سیاسي عجایبو په دې کلونو کې که زموږ هغه همسایه ګان، چي هم ددوی له لاسه مړه یو، او هم به بې له دوی مړه سو؛ منزوي سي؛ تر دوی دواړو به ډیر موږ وځپل سو. دوی به پر خپل ځان د فشارونو د کمولو لپاره تر ټولو وړاندي په موږ خولې ولګوي. خلګ زموږ د لومړیتوبونو په هکله هر څه- هر څه وایې، څوک وایې امنیت دئ، څوک وایې اقتصاد دئ.
زه وایم، چي د سیاسي عجایبو په کلونو کې تر هر څه وړاندي زموږ لومړیتوب یوه په عقلانیت ودانه، قوي ډیپلوماسي ده، چي امنیت، اقتصاد او نور خدمات خپله تامینوي. افغانستان باید د خپلو همسایه هیوادونو انزوا مدیریت کړای سي. هغومره دي وي، چي دوی تر خپلو شیطاني سیاستونو او تګلارو او د تروریزم د ملاتړه لاس واخلي، د نورو غچونو د اخیستلو لپاره به د انزوا ډیروالی موږ هم سخت ورسره وځپي.
په دې جریان کې له شمالي هګاونډیانو سره د ښو او تودو سیاسي او اقتصادي اړیکو د درلودلو اشد ضرورت هم سته چي د هغو لارو څخه د نړۍ د بازارونو سره د کالیو صادرات او واردات ولرو. له نېکمرغه د افغانستان حکومت د شمالي همسایه ګانو سره د اړیکو د ښه والي لپاره مخکي له مخکي لا تدابیر نیولي دي.