تاند – د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه پیغام کې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر سید احمد ګېلاني د مړینې په مناسبت یې خپور کړی دی ویلي چې د نوموړي مړینه افغان ولس ته یو لوی زیان دی.
په هغه لیک کې چې ښاغلي حکمتیار د پيرسیداحمد ګېلاني کورنۍ ته د تسلیت لپاره لېږلی راغلي چې د پيرسيد احمد ګيلاني په وفات سره افغان ولس يو داسې دروند مشر له لاسه ورکړ چې خپل ملت او هېواد ته ژمن وو.
حکمتیار په خپل لیک کې لیکلي چې پير سيداحمد ګيلاني د هېواد په قضاياوو کې اغېزمنه او مثبته ونډه درلوده.
د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د مرکزي حکومتونو پر ضد جګړې کولې او ویل کیږي چې نوموړی او د هغه وژل شوی سیال احمدشاه مسعود په همدې موخه د پاکستان نظامي استخباراتو (آی اېس آی) په ۱۹۷۰مو کلونو کې په پېښور کې روزلي ول، خو دغه ګوند د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د پیرسید احمد ګېلاني په مشرۍ د سولې د عالي شورا د هڅو په نتیجه کې له حکومت سره سوله وکړه.
که د اشرف غنی پر ځای وای نو د افغانستان تابعیت می تری اخیستو څوک چی ۴۰ کاله خپل وطن ضد وجنګیږی او یابه افغاستان تش خیالی وطن وی، وایم د هغه سر اخوانی ښځه وغیم قوم یی وغیم چی غول افغانستان کی کړی او هګی ای اس ای ته ورکوی اوس د افغانستان جنازی ته راځی دا ۴۰ کاله خو دی وطن د وحشی زناکا ر عرب و بنجابی ړنګ کړ اوس راځی ای ستا په دین کی زه غین ووهم