تاند- د افغانستان په شمال کې د جمعیت او جنبش د وسله والو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.
د فاریاب ولایتي چارواکو نن /جمعه/ وویل چې دا نښتې د جنرال عبدالرشید دوستم د ملي غورځنګ او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور د اسلامي جمعیت ګوند د پلویانو ترمنځ د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې شوي دي.
د فاریاب د چارواکو په وینا په دې نښتو کې ۱ تن وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي خو دوی ونه ویل چې وژل شوی کس په کومې ډلې پوري تړلی او یا جګړه چا پیل کړه.
تر دې مخکې د فاریاب ولایت په پښتونکوټ او څو نورو سیمو کې د جمعیت او جنبش د قوماندانانو ترمنځ څو ځلې خونړۍ نښتې شوي دي.
د افغانستان د قوانینو پر اساس سیاسي ګوندونه حق نه لري چې وسله والې ډلې ولري.
د عدلیې وزارت څو میاشتې مخکې په یوه خبرتیا کې وویل چې هغه ګوندونه به منحل کړي چې وسله والې ډلې ولري.
Salaam