ببر سری ملنګ
خیرن ببر ویښتان، رسیدلي بریتونه او ګېرې یې په ټول ښار کې په ببر سري ملنګ مشهور کړی وو.
ببر سری ملنګ د نورو په څېر نه وو، نه یې د اوړو توبره په غاړه وه او نه یې د ګدایې لاس چاته اوږداو، د هغه دغو ځانګړتیاوو د ښار لوی او واړه په خپل درناوي او خواخوږۍ قایل کړی وو.
د دې ښار معمول وو چې هرې ناوې ته به وروستۍ دعا ببر سري ملنګ کوله.
د دعا او خدای پامانۍ مراسم فقط د ملنګ د جام اوبه وې چې د ناوې د ډولۍ په مخ کې به شیندل کېدې.
ښاریانو د هغه د جام اوبه یو بختور شګون ګڼلو.
ملنګ یوه شپه د یو کور له مخې چې د واده مراسم پکې جوړ شوي وو تېریده چې ناڅاپه یې سترګې په داسې لور واوښتې چې هغه یې نندارې ته اړ شو.
دا دوو مینو د بې وسۍ اوښکې وې چې تویولې یې خو په صبا یې د همدې پیغلې ډولۍ په بل لور روانه وه.
له ملنګ د اخري مراسمو غوښتنه وشوه، هغه راغی د ناوې ډولۍ ته یې وکتل، خپله له درده ډکه ترخه ماضي ور یاده شوه، بې اختیاره یې د اوبو ډک جام له لاسه ولوید او په خیرن مخ یې د اوښکو څو راڼه څاڅکې رامات شول.
ببرک دروېش
۲۰۱۷ د جنورۍ ۲۸ مه

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *