تاند – سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ د هغه حکم ملاتړ او دفاع وکړل چې د هغه په اساس یې د جمعې په ورځ /د جنوري ۲۷مه/ د اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو په اتباعو امریکا ته په ورتګ بندیزونه ولګول.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د جیګپوړو چارواکو له قوله لیکلي چې دغه لنډمهال بندیز د دې لپاره ضروري دی چې امریکا ته د ورتلونکیو خلکو داسې چاڼ وشي چې ترهګر په کې ورتېر نشي.
ورځپاڼه د یوه جیګپوړي چارواکي له قوله لیکي، «د هغې درجې په هکله جدي اندېښنه شته چې په کې زمونږ د کډوالۍ له پروګرامونو د هغو کسانو له خوا بده استفاده کیږي چې هغوی د منلو شرایط په سمه توګه نه پوره کوي.»
د برتانیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، تر دې مخکې تېره ورځ /د جنوري ۲۸مه/ د نیویارک په جان اېف کینیډي هوايي ډګر کې دوه تنه عراقیان چې له لسو کالو راهیسې یې په عراق کې د امریکا له ماموریتونو سره مرسته کوله دغه هېواد ته له داخلېدلو څخه ایسار کړای شول.
په ورته وخت کې وال سټریټ ژورنال د دوه تنو افغانانو د بېرته راګرځولو په هکله هم راپور ورکړی وو.
رویټرز خبري اژانس بیا د یوې بلې عراقۍ کورنۍ په هکله خبر ورکړی دی چې د مصر د قاهرې په هوایي ډګر کې امریکا ته له تلونکې الوتنې څخه ایسار کړای شوي دي.
ولسمشر ټرمپ په بیضوي دفتر کې په خپله وینا کې ویلي چې دا بندیز «پر مسلمانانو بندیز نه دی.»
په عین حال کې ویل کیږي چې په امریکا کې د کډوالو یو شمېر خواخوږو افرادو او پلوي سازمانونو او سوداګریو شکایتونه او احتجاجونه پیل کړي چې د دغو خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او ورسره د امریکا سوداګرۍ متاثرې کېږي.
تاسی راشئ ما قانع کړی منصفانو
که خلاف وی ملنګجان په دی سخن کې
ملنګجان
زه خو ډیر خوښ یم چی ترامپ داسی ښه اقدام کړی دی! ځکه چې همدا مسلمانان ترهګر دی دی چې له خپلو هیوادونو برسیره د کفارو (دمسلمانانو په تعریف یعنی ټرمپ، د انګلیس ملکه ،دجرمنی مرکل او نور یهود ،هنود،او نصارا چی کله هم دوست کیدلی نه شی) په هیوادونو کی هم د انتحاراو ویجاړیو روې دی
اوس نو را ځو دی ته چی له هغو خلکو سره چی هم دی نمک خوري او هم دی په کاسه کې متیازی کوی تر اوسه تر ټرمپ ښه برخورد
چا نه دی کړی!
را خو د مسلمانانو ګیلی ته!
کوم مسلمان؟
افغان؟
هغه څه ته په کتو چی افغانانو تر نجیب وروسته وکړل که زه ټرمپ ،په ځای شم د افغانستان ددولت ټوله کابینه به تر اکسری وروسته امریکا ته پریږدم ځکه چی همدغو وزیرانو او مشرانو د امریکا د پرولتاریاو د پچو د شیدو د ټکس په پیسو او د امریکایی میندو د یوازینیو بچو د قربانیو له پامه په غورځولو هغه پیسی غنیمت کړې
کوم مسلمان؟
عرب؟ نه!خدای دی نه کړی! هغه عرب چی ۴۰ کاله په افغانستان کی افغانان وژنی او مرګ یی روا ګڼی؟ ڼّ خدای دی ڼه کړي! د
مسلمان پاکستان؟
دیو ه اسلامی دولت دداخله وزیر چی د توحید سوره زده نه وی؟
نه