تاند- د ۷ مسلمانو هیوادونو اتباعو ته د امریکا د وېزې د محدودیت له اعلانه وروسته سپینې ماڼۍ وویل چې په دې لیست کې ممکن پاکستان هم شامل شي.

پاک تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د یکشنبې په ګڼه کې راپور وکړ چې د سپینې ماڼۍ د دفتر ريیس ریینس پیربس سي بي ایس نیوز ته وویل«د پاکستان په شان نور هیوادونه هم چې ورته ستونزې لري په دې (لیست) کې راتلای شي….»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«د اوس لپاره همدا هیوادونه شامل دي چې نومونه یې اعلان شوي دي.»

ټرمپ د جمعې په ورځ په اعلان کړي حکم کې د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن نومونه یاد کړل او ویې ویل چې د دغو هیوادونو اتباعو ته به تر۹۰ ورځو پوري اجازه نه ورکول کېږي چې امریکا ته ورشي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د دغو هیوادونو هغه اتباع چې امریکايي ګرین کارت (دایمي اقامت) ولري، امریکا ته تللی شي.

مخکې ځینو امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ګرین کارت لرونکي هم په بندیز کې شامل دي.

ظاهراً ټرمپ دا بندیز د دې لپاره لګولی چې په امریکا کې د تروریزم مخنیوي وکړي خو په نړۍ کې د ده دا اقدام د بشري حقونو او تبعیض ضد هلوځلو خلاف هڅه بلل شوې ده او د نړۍ یو شمېر هیوادونو غندلې ده.

د امریکا په دغو محدودیتونو کې د افغانستان نوم نه دی یاد شوی خو ویل شوي چې په ځانګړي ډول به هغه افغانان د ټرمپ فرمان اغېزمن کړي چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د ترجمانانو او سلاکارانو په توګه کار کړی او ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

One thought on “امریکا وايي، د وېزې د بندیز په لېست کې به پاکستان هم شامل کړي”
  1. ترټولو مهم ترهګر هیواد همدا پاکستان دی. که چیرې پاکستاني اتباع په تورلست کې شامل شي ، فکر کوم امریکا به رښتیاهم له تروریزم نه خوندي شي خکه چې د تروریزم اصلي مرکزونه او فابریکې په پاکستان کې واقع دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *