تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي، د افغانستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې بې قید و شرطه خبرو ته تیار دی.
ښاغلي زاخېلوال د دوشنبې په ورځ چینايی خبري اژانس سینهوا ته وویل«موږ د قطر له دفتر او همداراز د طالبانو له ځینو مشرانو او قوماندانانو سره په تماس کې یوو خو تراوسه پوري مو رسمي خبرې ورسره نه دی کړي.»
ده دا خبرې په داسي حال کې وکړې چې په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې یو شمېر افغان چارواکو په وروستیو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر له غړیو سره لیدلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وویل«طالبان کېدای شي د سولې د خبرو مېز ته هر راز وړاندیز راوړي، خو موږ د خبرو لپاره هر ډول مخکې تر مخکې شرط رد کړی دی.»
ده دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې طالبانو تر خبرو مخکې ځیني شرطونه اعلان کړي دي.
طالبانو غوښتنه کړې چې په قطر کې دې د دوی سیاسي دفتر په رسمیت وپېژندل شي، د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته دې د دوی د مشرانو نومونه وایستل شي او بندیان دې یې خوشي شي.
خو سفیر وویل«موږ د سولې د خبرو هر فرصت ته تیار یوو. که د طالبانو بهرنی ملاتړ ودرول شي موږ له طالبانو سره روغه کولی شو.»
له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو د غوښتنې په باب زاخېلوال د سینهوا خبري اژانس د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو د بلوا دوام دا اړتیا رامنځته کړې چې بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې راتلونکی پسرلی یا دوبی به نور هم خونړی نه وي؟ وویل«امنیتي حالات به ستونزمن وي.»
ښاغلي زاخېلوال په دوام کې وویل، د تروریستي حملو، په تېره بیا د چریکي تاکتیکونو بشپړ مخنیوي ګرانه دی، خو افغان امنیتي ځواکونه به هماغسي چې تراوسه یې هلې ځلې کړي هڅې ونه سپموي.
د طالبانو یوه پخواني وزیر ملا اغا جان معتصم اټکل کړی چې که د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سږ کال د سولې خبرې ونه شوې، جګړه به لا تېزه شي او د افغانانو لا ډېرې وینې به وبهېږي.
که طالبان له غلامۍتیر شی زه به د طالبانو غلام شم خو شرط دادی چی د الله (ج)او محمد علیه سلام اسلام به تطبیقوی نه د هغه او دغه غلام ملا دین چی په مونږ یی تحمیل کړی و