همتیار جانزی  پکتیکا

د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالي کې د سرې میاشتې ټولنې لخوا د جګړې له وېرې بې ځایه شویوکورنیوسره مرسته وشوه.

څومیاشتې وړاندې دپکتیکاله ګیان څخه اورګون ولسوالۍ سلګونه کورنۍ دجګړې له وېرې کډه شوې، چې دبې کورۍ سربېره ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

اورګون ته کډه شوي یوتن کډوال ګل محمد چې دغه مرسته یې ترلاسه کړې وه خوښ برېښېده.

نوموړي  تاند ته وویل، چې په دې مرسته کې ټول ۱۴ قلمه خوراکي اونور توکي شامل دي چې ددوی یوڅه اړتیاوي پوره کولای شي.

نوموړي له سرې میاشتې ټولنې مننه وکړه، چې په وخت سره یې بې ځایه شویو خلکوته اړینې مرستې رسولې دي.

یوبل تن کډوال متین ددې ترڅنګ چې دسرې میاشتې په مرسته یې خوښې څرګندوله ، له دولت څخه غوښتنه وکړه،چې دګیانې ولسوالۍ ته دې په زیاته کچه ځواکونه ولېږي ترڅو دوی وکولی شي چې په خپل کلي کې ارام ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه ، اورګون ته راغلي کډوال په خیمواو زړو نړېدلو کورونوکې له ګڼو ستونزو سره یوځای ژوند کوي.

دهغه په خبره،ډېری راکډه شوي کډوال په یوه کورکې دوه اودرې پریوه ځای اوسې .

په پکتیکا کې دسرې میاشتې دټولنې ریس انجنیرمومین اکبري  وايي ، څه موده وړاندې سیمې ته د دکره شمېرې معلومولو لپاره پلاوی لېږل شوی ؤ چې دبې ځایه شویو۳۰۰ په شاوخواکې کورنۍ ثبت کړې وې او اوس ورسره اړینه مرسته وشوه.

اکبري هم وویل،چې له ګیان څخه بې ځایه شوي کډوال دبې کورۍ اوګڼو اقتصادي ستونزو سره  مخ دي.

ګیان دپکتیکا هغه سرحدي ولسوالۍ ده چې دګاونډي هیواد پاکستان سره لسکونه کیلومټره ګډه پوله لري.

اورګون ته کډه شوې کورنۍ وایې، څه موده وړاندې ورته طالبانو دخپلو کورونو پرېښودو ګواښ کړی.

ددوی په خبره،طالبانودوی ته ویلي(( پرامنیتي پوستو اودولتي تاسیساتو بریدونه کوي که زیان درته واوړي مسؤلیت به موپه خپله غاړه وي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *