( خبرپاڼه )

سی شنبی-۱۲/۰۶/۱۳۹۲

زابل-افغانستان /تیره شپه دزابل ولایت دشاه جوی په ولسوالی کی دګډو ځواکونو دځانګړو عملیاتو په پایله کی ۲۱ مخالفو وسله والوته مرګ ژوبله اوښتی ده ،

یوه امنیتی خبرځای دولایت مقام مطبوعاتی دفتر ته وویل چی پیښه هله رامنځ ته شوه چی کله افغان امنیتی ځواکونو دیوه ځانګړی تاکتیک څخه کارواخیست اوهغوی(مخالفو وسله والو) ته دسیمه ایزو پولیسو دیوه سرتیری لخوا دصمد کلا په سیمه کی دیوې پوستی دسقوط خبر ورکوول شو چی په تړاو یی وسله وال دپوستی دنیولو په موخه یادی سیمی خواته په لاره شول چی په لیاره کی ورته دورایه دامنیتی ځواکونو کمین ځای پرځای شوی ؤ کمین ته په رسیدو هغوی دجګړی سره مخ شول او ووروسته دهوایی ځواک په کارولو ۱۴ وسله وال وژل شوی او۷ تنه ټپیان اویو یی هم ژوندی راوستل شوی دی.

چی داپه زابل کی دخپل ډول یوی نوی بریالی تاکتیک ؤ چی وسله وال په کی وځپل شول اوهغوی ته درنه مرګ ژوبله واړول شوه،دهغوی مړی اوس هم دجګړی په ساحه کی پراته دی.داپه داسی حال کی ده چی تیره شپه هم دهغوی څخه دمرکز کلات،ترنک اوجلدک،اوظفرخیلو کی اته تنه وژل شوی دی چی دهغوی مړی تردی دمه دکلات په ولایتی روغتون کی پراته دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *