په بهسودو ولسوالۍ کې د نږدې دوه میلیونه افغانيو په مالي لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې .

د میدان وردګو ولایت د اول بهسودو ولسوالۍ په يیتابک سیمه کې د نړیوال بانک د یو میلیونه شپږ سوه زره افغاني په مالي لګښت د اولس کیلومتره په اوږدوالې د اوبو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې .

د دغه کانال چارې چې نن ( سې شنبه) پيل شوې،د یوه کال په موده کې به یې د جوړولو چارې د واحیداتل عارف ساختماني شرکت لخوا ترسره شي،چې په جوړېدو سره به یې پنځه سوه جریبه ځمکه خړوبه شي او نږدې درې سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .

د یو بل خبرله مخې نن (سې شنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د زیربنا او طبعي منابعو دسکتور غونډه د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ ترسره شوه .

په دغه غونډه کې د کانونو رئیس وویل : د روانې میاشتې په ترڅ کې دوه سوه اتلس زره افغانۍ عوائد د دولت حساب ته د ترلاسه کولو وروسته استولي دي،همدا راز د ترانسپورټ مدیر زیاته کړه،چې دوه سوه نهه زره دوه پنځوس افغانۍ یې د کمیشن عوائد ترلاسه کړي دي .

بل پلو د مخابراتو رئیس وایي چې د دایمیرداد د تېزک سیمې څخه تر راقولک پورې او د مرکزي بهسودو ولسوالۍ  د قرقل سیمې څخه تر قوم دهقان سیمې پورې د افغان ټیلي کام د GSM پروژه تر بشپړېدو وروسته تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارلې .

په همدې حال کې په میدان وردګو ولایت کې د یوه شهید محمدالدین کورنۍ ته د جمهوري ریاست له لورې منظور شوي سل زره افغانۍ د دغه ولایت د دفتر رئیس ښاغلي محمد جواد رحیمي له لورې ورکړل شوې .

 په درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *