ولآيت مقآم

دعآمه آړيکو دفتر

د١٣٩٢لمريز کآل دوږي دمياشتې (١١نېټه):

خوست والي عبدالجبارنعيمي دولايت مقام دغونډو په تالارکې دخوست ولايت دمرکز ،ولسواليو او لرې پرتو سيمو  دمېشتو کوچيانو له لسګونو مخورو مشرانو سره ديوې ليدنې پرمهال له دوى وغوښتل چې په غوڅ اکثريت سره دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دنوم ليکنې مرکزونو ته لاړ شي او درايې کارتونه واخلي اوپه راتلونکو ټاکنو کې دخپل برخليک دټاکنې په خاطر هغه کس ته رايه ورکړي چې دولس ،هېواد او تاريخ خدمت ته يې په رېښتنې توګه ملاتړلې وي.

په دغه ليدنه کې لومړى په خپل وارسره دکوچيانو دمخورو مشرانو په استازيتوب حاجي رمضان کوچي ،حاجي ولي خان او حاجي دوران په خپل وارسره دخپلو خبرو پرمهال دخوست ولايتي ادارې ټولې هغه کړنې وستايلې چې دخوست دپرمختګ ،بيارغونې اوډاډمن امنيت په موخه يې ترسره کوي ،دوى له ولايتي ادارې سره په هره برخه کې دبشپړ همکارۍ دډاډ څرګندولو ترڅنګ وويل چې درايې دکارتونو ترلاسه کول خپل حق ګڼي او په مسووليت سره به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي ،همداشان دکوچيانو مشرانو په خپلو سيمو کې دولايتي ادارې لخوا دښوونځيو په جوړيدو خوښي څرګنده کړه ،دبيارغونې ،ښوونځيو ،روغتيايي کلنيکونو دجوړيدو دغوښتنو ترڅنګ يې يوشميرنورې اساسي ستونزې هم له خوست والي سره شريکې کړې.

خوست والي عبدالجبارنعيمي دخوست دامنيت په ټينګښت کې دکوچيانو دهمکارۍ او مرسته مهمه ياده کړه  ،له کوچيانو يې وغوښتل چې دخپل منځي اتحاد دټينګښت ترڅنګ له دولتي ادارو سره دبيارغونې دپروژو په پلي کيدو کې رغنده ونډه واخلي او دخپل ځوان نسل ښوونې او روزنې ته ځانګړې توجه وکړي اوله ټولو هغه کړنو څخه ځان لرې وساتې چې دنفاق او بدمرغۍ سبب ګرځي.

نعيمي زياتوله چې دوږي مياشتې يې ځکه دولسواکۍ په نوم سره ونوموله چې ددغه ولايت هرقوم او هر فرد دملي مسووليت اواساسي مکلفيت له مخې درايې کارتونه واخلي اوپه راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه دګډون لپاره امادګي ولري.

خوست والي دکوچيانو دمديريت مدير حبيب الله ته چې په دغه ليدنه کې يې حضور درلود ،لارښوونه وکړه ،چې دکوچيانو دستونزو دهواري ،وحدت او تحاد لپاره کار وکړي او ددولت دمامور په حيث يواځې خپل ورسپارل شوې مسووليتونه سرته ورسوي.

همداشان يې دولايت مقام ددفتر رئيس محمد زمان عادل ته لارښوونه وکړه چې دکوچيانو ستونزې او غوښتنې تر اړونده رياستونو او ادارو پورې په رسمي توګه ورسوي.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *