څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی هیئت د دغه وزارت د اداري او مالي معین نصیر اندېشه په مشرۍ د امریکا متحده ایالتونو ته د دې لپاره تللی و چې هلته له ځینو امریکایي کړیو سره د افغانستان د فډرالي نظام د طرحې په اړه چې سیمه ییزو ټوپکسالارانو ته ډېر واک ورکړل شي، خبرې وکړي. د ده تر سفر وروسته فورا هماغه امریکایي سناتور روراباکر چې پخواني ولسمشر د افغانستان په چارو کې د مداخلې په تور له افغانستانه ایستلی و، په افغانستان کې د ټوپکسالارانو په ملاتړ ګرمه لیکنه وکړه. دا یواځې د اندېشه سفر نه، بلکې د افغانستان د ټولو بهرنیو استاځیو او تنظیمي ډپلوماټانو کار دی چې د هېواد په بهر کې د هېواد له دښمنانو سره اړیکې وغځوي، د افغانستان د هویت، ملي ګټو، ملي وحدت، او سولې پر خلاف کمپاین وکړي او آن د نظام رهبري او جمهوري ریاست تخریب کړي.

خبره دا ده چې د نظام جوړښت خو یوه داخلي کورنۍ موضوع ده او په اړه یې باید ملي بحث وشي. د خارجه وزارت ولې په دغسې حساسو، ملي مسایلو کې له هر ډول دپلوماتیک عرف پرته د ملي اجنډا پر ځای تنظیمي اجنډا پر مخ وړي او د ملت پر ځای د ټوپکسالاریزم نمایندګي کوي.

په وروستیو کې چې کله د اروپایي اتحادیې سفیر د افغانستان په چارو کې صریحه مداخله وکړه نو هلته هم د بهرنیو چارو وزارت مهمو چارواکو د دې وزارت د با صلاحیته معین ښاغلي نصیر احمد اندېشه په شمول د افغانستان د ملي ګټو او ملي دریځ پر خلاف دهغه د دې منفي مداخلې هرکلی وکړ.

سوال دا دی چې آیا د بهرنیو چارو وزارت د ملت استاځي کوي، که د یوه تنظیم؟

آیا د کور دننه مسایل د افغانانو ترمنځ تفاهم حل کولای شي او که نه، تر قیامته به خپل مسایل په امریکایي سناتورانو، اروپایي سفیرانو او ایراني سلاکارانو حل کوو؟

بل سوال دا دی چې ولسمشر ولې د داخله وزارت د یوه ګوند په انحصار کې پرېښي او ولې اجازه ورکوي چې د افغانستان بهرنی سیاست دې د جمعیت د ګوند او ټوپکسالارو په بهرنۍ لابي بدل شي.

وروستی سوال دا دی چې ښاغلی اندېشه خو د دې وزارت مالي او اداري معین دی، کوشش دې کوي چې د وزارت د تشناب کاغذونو قرارداد پر خپل وخت ترسره شي او مامورینو ته پاک مېزونه، چوکۍ او کاري چاپېریال برابر کړي. د ده یې له سیاسي او د پالیسۍ له چارو سره څه؟ دی ولې سیاسي سفرونه کوي او بیا چې سیاسي سفرونه کوي نو ولې د ملت د ګټو، وحدت او د افغانستان د نظام د تمامیت پر ځای د تفرقې سمتي او تنظیمي اجنډا وړاندې کوي؟

By Editor2

3 thoughts on “د بهرنیو چارو وزارت د فډرالیزم د اجنډا په چوپړ کې/ اجمل ویاړلی”
  1. دبهرنيو چارو وزارت په سر کې څوک مسوليت لري .سلب شوي ماشوم چې د يوې کاهدانې په اداره کې هم پوهه نه لري وايي د نشتو مېړو ملک شو مېرو! تاسې باور کړي په بهر کې له سفيره نيولې تر کونسله دومره کاسه او کپړي په کار اخته دي چې خپل نوم نشي ليکلاى
    دا نيوکه هېڅ کومه شخصي بڼه نه لري او نه هسې د احسا ساتو پر بنا ولاړه ده. زموږ دولس، هېواد، هويت درناوي په به بهر کې په پوهو خلکو تمثيل کيداى شي. يو وخت کې مې يوې کونسلګري ته تيلفون وکړ چې يو څه معلومات تر لاسه کړم باور وکړي چې له يوې اپه سره په تيلفون کې مخامخ شوم چې د يوې پياده نه يي هم پوهه کمه وه
    پوښتنه داده چې د بهرنيو چارو وزارت په درانه خوب ويده ده. دپلوماتيک او نور ټول مسايل په ټپه ولاړ
    دى او يا د شکريه بارکزۍ په لاپو شافو کې شنه او برګ ځليږي

  2. نپوهیږم چه ولی تنظیمی انحصارګر خپلی معاملی په حکومتی امکاناتو مخ ته وړی ؟
    آیا نه پوهیږی چه دا کار د قانون او ملی ګټو خلاف دی ؟
    که د ملی خدماتو ظرفیت ور کی نشته نو باید ژر رخصت شی او خپل تنظیمی دکان دی وچلوی ، دا نه افغانیت دی نه اسلامیت ، بلکه د ملی ګټواو دملت له ژوند سره لوبی !!! که بل څه دی؟
    هیڅوک غیر مسؤل واجب الاحترام ندی باید ددی تنظیمی مفتخورو او معامله ګرو نه جدی پوښتنه او حد دی ورته وټاکل شی ، لوبی او خیانت څومره؟
    څوک نشته چه دا لوبی او خیانت ودروی ؟
    تنظیمی انحصاری معاملی دحکومت او دولت د ننه خو د حکومت او ملت د ګټو پر خلاف ، دا کوم معقولیت او شرافت دی؟
    خیانت،له ملت سره جفا، غصب، فساد ، معاملی ،ظلم ،انحصار او نور د ملی ګټو خلاف دریځونه له بن تر نن ،ددوی عادت او پدری میراث ګرځیدلی ، تر کله ؟

  3. ویاړلی صاحب مننه
    کور مو ودان چې د افغان خاینانو د کړو وړو نه مو خبر کړو.
    یوازې یو شی چې ناسم لیکل شوی هغه دا دی چې دانا روراباکر سناتور نه دی. هغه د کلیفورنیا ایالت نه ټاکل شوی د امریکا د ولسي جرګې غړی دی. دا کم اصله سړی د جمهوریت غوښتونکو د ګوند غړی دی او د شمالي ټلوالی سره ډېرې نږدې اړيکي لري.

    په درنښت.

    حامد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *