محمدولي ځلمی

په کلـــونو روزل ســوي ستر مغزونه

په یـوه شېبه کي خــاوري سي ایرې

استاد، م، هوتک]

د سړيو په دې کاختي کي د ارواښاد [ محمدولي ځلمي ] د مرګ ناځوانه حمله راباندي داسي سخته تمامه سوه، لکه بيخي چي مي مرګ نه وي ليدلی.

 اټکل نوي کلن ځلمی د کندهار ښار د دوهمي ناحيې د سيد محمد په شتمنه کورنۍ کي زېږېدلی او دحقوقو فاکولته ئې لوستي وه.

ارواښاد محمدولي ځلمی د کندهار ولايت هغه ليکوال وو چي ډېري اولسي څېړني ئې تر سره کړې، نوموړي د طلوع افغان ورځپاڼي، کندهار مجلې، هلمند جرېدې؛ مسول، د اطلاتو او کلتور وزارت د پښتو د تعميم او انګشاف لوی مدير، د ويښو ځلميانو غړی او د ګڼو کتابونو ليکوال وو.

دوه کاله دمخه چي مي په ټليفون کي خبري ورسره وکړې، د دولت او پښتنو څخه دومره ناخوښه برېښده لکه پر کړي کار چي پښېمانه وي!

دده مړينه د ټول افغانستان په ځانګړي ډول کندهار د پاره لویه ضايعه بولم، درد او غم ئې احساسوم، کورنۍ او ټولو اړوندانو ته د لوی خدایﷻ له دربار څخه د زړه صبر غواړم.

د مرحوم ځلمي ليکل سوي کتابونه په دې ډول ول:

۱: د پښتني تاريخ مفردات

۲:شيوعيان او پرلتاريان

۳:د ننګيالي په نامه د شعرونو ټولګه

۴:پښتني هڅي

۶:پښتونستان او پښتونخوا د تاريخ په لمنه کي

۷:زموږ په هيواد کښي استعماري جاسوسان

۸:د پښتو او اسلاميت د کلمو سره ګډوډېدل

۹:پر نورو قومونو باندي د افغان مليت اطلاقېدل

۱۰:په کوپراتيفونو کي د کلخوز او سنچوز اهميت

۱۱:د اسلامي وحدت او عدالت په لار کي د سيدجمالدين خدمتونه

۱۲:د افغان انګريز د لومړي دوهم درېيم جنګ د نومياليو مبارزينو کارنامې

۱۳: د پښتنو پر نسب باندي د ځينو تاريخونو سهوو تصحيح

۱۴: امريکايان څوک دي، ژباړه

۱۵:اجتماعي سيسټمونه، ژباړه

۱۶:د ابداليانو او غلجائيانو د اقتدار دورنه او مشاهير

۱۷:سړبنان، غرغښتيان او کړلانيان څوک دي او دوی د سهاک سره کېږي؟

۱۸:ځان او جهان

۱۹:د کندهار تاريخي جغرافيا

۲۰:د غزني تاريخي جغرافيا

۲۱:د لوګر تاريخي جغرافيا

۲۲:د پکتيا تاريخي جغرافيا

۲۳:د ننګرهار تاريخي جغرافيا

۲۴:د کابل تاريخي جغرافيا

۲۵:غزنی جای اوليا و هرات خاک اوليا

۲۶:د کندهار مشاهير

۲۷:د کابل نوميالي ورځپاڼي او جرېدې

۲۸:د کندهار ځيني تاريخي مسجدونه او ملايان

۲۹:مجاهد افغان

۳۰:د کندهار ځيني نوميالي خطاطان او د خطونو نمونې

۳۱:طلوع افغان او د هغه د چلوونکو لڼده سوانح

۳۲:زموږ نوميالي غازيان

۳۳:د اصلاح ورځپاڼي لنډه تاريخچه

۳۴:د فکر او بيان آذادي

۳۵:په افغانستان کي د مطبوعاتو لنډه تاريخي او د هغو د وزيرانو او مشرانو پېژندنه

۳۶:د کابل نوميالي عارفان او صوفيان

۳۷:د پښتونستان د جوړېدلو کتلی خوب

۳۸:د امير عبدالرحمن خان مايبې او ځيني قولونه

۳۹:د پوې پېړۍ راهيسي د کندهاريانو پر ځينو دودونو خيالاتو او طرزالعملونو نوی نظر

۴۰:په کندهار کي د مخ لوڅي او د ښځو راوتلو د آذادۍ ماجرا

۴۱:د ديموکراتيک خلقي انقلاب پيلامه

۴۲:پای به مو څه وي؟

۴۳:د افغانستان او روسيې د تاريخي مناسباتو لنډه تاريخچه

۴۴:انساني او شيطاني اعمال

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *