بادغیس

تاند- د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې دوه ډاکتران تښتولي دي.

د بادغیس د والي ویندوی محمد ظاهر بهاند نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل چې دا دوه ډاکتران پرون /چارشنبه/ غرمه په داسي حال کې چې قادس ولسوالي ته روان ول، د طالبانو له لوري له موټره کښته او نامعلوم لور ته وتښتول شول.

د بهاند په وینا یو بل ډاکتر، چې په یوه ناحکومتي موسسه کې یې کار کاوه، له تښتول کېدو لږ وروسته خوشي شوی دی.

د بادغیس د والي ویندوی وايي چې تښتول شویو ډاکترانو د خپل سفر په اړه پولیسو ته مخکې تر مخکې خبر نه و ورکړی.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دې ډلې تر دې پخوا په ځلونو ډاکتران، واکسینران، ماین پاکان او د ځینو انکشافي پروژو انجینیران تښتولي او اکثره یې د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *