هلمند

تاند- د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې افغان کوماندو ځواکونو په سنګین ولسوالي کې د طالبانو ۵ مرکزونه ویجاړ کړي دي.

د هلمند ولایتي اداره په سنګین کې د طالبانو خلاف د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو خبر وروسته له دې ورکوي چې امریکايي پوځیانو د سې شنبې په ورځ وویل، په سنګین ولسوالي کې یې د طالبانو د لویې حملې د ځپلو او د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د طالبانو پر مورچو او تونلونو بمباري کړې ده.

د سنګین ولسوالي د مرکز په شاوخوا کې د دوشنبې په ورځ سخته جګړه هغه مهال ونښته چې وسله والو طالبانو هڅه وکړه چې ټوله ولسوالي ونیسي.

د هلمند د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په تازه عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې سنګین ته تازه دمه ځواکونه او کومانډو استول شوي او ترڅنګ یې د طالبانو پر مورچې هوايي او مځکني عملیات شوي دي.

سنګین د لشکرګاه ښار په شمال کې موقعیت لري او که د طالبانو لاس ته ولوېږي نو دا ډله به د جګړې لمن لشکرګاه ښار او ګریشک ولسوالۍ ته وغځوي چې دکندهار – هرات په لویه لاره کې پرته ده او زیات ستراتیژیک اهمیت لري.

د هلمند د والي ویندوی وايي چې په تېرو ۴ ورځو کې په سنګین ولسوالي کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وسله وال سختدریځي له منځه وړل شوي دي.

خو طالبان بیا وايي چې په لسګونو دولتي ځواکونه یې وژلي دي.

له بلې خوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *