د سرې مياشتې نوی رئيس د ولايت مسئولينو ته ور وپيژندل شو.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب د سلواغې په ۱۴مه په ولايت مقام کې د سرې مياشتې نوی رئيس د دې ولايت مسئولينو ته ور وپيژنده او نوي رئيس ته يې لارښوونه وکړه، چې د دې ولايت بېوزله او طبيعي پېښو زيانمنو سره په خپل وخت مرستې تر سره کړي.

ننګرهار والي د سرې مياشتې پخواني رئيس ننګيالي يوسفزي کړنې وستايلې او نوي رئیس ته يې په بېلابېلو برخو کې د ښو اجراتو لارښوونه وکړه.

نوموړي په ختيځ کې د سرې مياشتې رئیس اقبال سعيد ته لارښوونه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې د دريو هوايي پلونو چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

د سرې مياشتې نوي رئيس محمد نادر جبارخېل ډاډ څرګند کړ، چې خپلې چارې به د قانون په رڼا کې د سرې مياشتې د اصولو مطابق او ولايتي ادارې سره په همغږۍ پرمخ يوسي.

په دغه ناسته کې په ختيځ کې د سرې مياشتې رئیس اقبال سعيد، د سرې مياشتې مرکزي ادارې يو شمېر مسئولينو او د دې ولايت د يو شمېر ادارو رئيسانو برخه لرله.

ننګرهار والي د شينوارو د شپږو شهيدانو کورنيو غړو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په ۱۴مه ولايت مقام کې د غني خېلو ولسوالۍ د شپږ ويشتمې ويالې سيمه کې د امنيتي ځواکونو د شپني عمليآتو په ترڅ کې د شپږ تنو شهيد شوو او درې تنو ټپيانو کورنۍ غړو ته فاتحه تر سره او ورته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.

ننګرهار والي د شهيدانو روح ته د الله پاک له دربار څخه د فردوس جنت، ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

نوموړي وويل:(( د دې هېواد د هر وګړي پر شهادت خواشيني کيږي او د شنیوارو شپږ تنو پر شهادت ډېر زيات خفه دی.))

ده د شينوارو قومي مشرانو او د شهيدانو کورنيو غړو څخه مننه وکړه، چې د يادې پېښې پرمهال يې له صبر او حوصلې څخه يې کار واخيست.

د شهيدانو کورنۍ مشر حاجي منديزي ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې په خپل وخت د ډاډګيرنې او تسليت مراتب رسولي و.

نوموړي وويل، چې دوی د غني خېلو ولسوالۍ شپږويشتمې ويالې په سيمه کې اوسيږي، چې څلرويشتم د جدي د دوی په کور امنيتي ځواکونو عمليات وکړل په حجره کې يې د دوی د کورنۍ شپږ تنه شهيدان او درې تنه یې ټپيان کړل، چې ځينې يې د ښوونځي زده کوونکي و.

نوموړي وويل که دولت د دوی د کورنۍ پر غړو شک درلود؛ نو دوی هر مهال ورته سپارلی شو؛ خو د دا ډول کړنې د ولس او دولت ترمنځ واټن پيدا کوي.

د شينوارو په استازۍ قوماندان ليوني، قوماندان اخترمحمد او ملا جان شينواري د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې له دوی سره په دغه غم کې ځان شريک کړ او دوی سره يې د پېښې پر مهال د ولسونو د ارامولو په موخه يې خپل استازي سيمې ته واستول.

نوموړو ډاډ څرګند کړ، چې د شينوارو قوم د خپل حکومت د قانوني کړنو بشپړ ملاتړ کوي.

په همدې حال کې سلاکار وزير او ننګرهار والي د خپلې همدردۍ له مخې د شهیدانو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.

د فاتحې په دغه ناسته کې د غني خېلو ولسوال او د ولسواليو کارپوه حاجي سبحان الله او د شينوارو د بېلابېلو ولسواليو مخورو برخه لرله.

په ننګرهار کې د درې نیم میلیونه نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ،کانال او جلال اباد ښاروالیو له لورې د نږدې درې نیم میلیونه نیالګیو کینولو کمپاین د سلواغې په ۱۴مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نیالګیو کینولو د یاد کمپاین پر مهال وویل، سږ کال د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ،کانال او جلال اباد ښاروالۍ له لورې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې درې نیم میلیونه مېوه لرونکې او غېرې مېوه لرونکې ونې کینول کیږي .

هغه زیاته کړه، د دغه نیالګیو څخه د ساتنې او پالنې په موخه یې ځآنګړې کمیټه جوړه کړې، چې مشري یې خپله کوي او ورسره د دغه ولایت ګڼ شمېر ادارې غړیتوب لري .

ښاغلي منګل د دغه ولایت په ټولو ولسونو غږ وکړ، چې د سمسور چاپیریال په موخه د دغه ولایت په اړونده سیمو کې یو – یو نیالګی کینوي او د هغې پوره ساتنه وکړي .

ننګرهار والي وایي د ځنګلونو د ساتنې په موخه یې ټولو ادارو ته د ولسمشر د ځانګړي حکم د تطبیق لارښوونه کړې او په ګڼ شمېر سیمو کې د ځنګلونو د بیا ژوندې کولو په موخه هڅې پیل کړي.

ننګرهار والي هیله څرګنده کړه،چې د کانال لپاره د پنځه سوه کسیزې قطعې پر جوړېدو او نورو چارو د ترسره کېدو په ترڅ کې به د ننګرهار کانال کې ځآنګړی تغیر رامنځته شي .

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس رفیع الله رحیمزي وویل،د سږ کال په ترڅ کې به د یادو درې نیم میلیونه نیالګیو څخه شپیته سلنه مېوه لرونکې ونې کینول شي .

نوموړي زیاته کړه، د یادو ځآنګړو مېوه لرونکو ونو په کینولو سره به په دغه ولایت کې د مېوه جاتو حاصلات زیات شي،چې په ترڅ کې به د باغدارانو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان وویل، سږ کال به د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د شوراګانو په همکارۍ شل زره نیالګي کینوي او وکیل ګذرانو او نورو په همکارۍ به یې ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د جلال اباد ښار د سړکونو په ګلدانونو کې به هم ځآنګړي بوټې کینوي،ترڅو د دغه ښار په ښکلا ځانګړی تاثیر وکړي .

د ښځو چارو رئیسې انیسې عمراني د ننګرهار والي او ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د نیالګیو کینولو کمپاین یې په جلال اباد ښار کې د ښځو له بڼ څخه پیل کړ.

هغې زیاته کړه،د هېواد سمسورتیا په موخه د نارینو ترڅنګ مېرمنې هم دنده لري،چې د سولې په موخه پخپلو سیمو کې یو،یو نیالګی کینوي .

په ننګرهار کې د متقاعدينو نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د متقاعدينو نړيواله ورځ،چې د دلوې لسمې نېټې سره برابره ده ، د ننګرهار په کار او ټولنيزو چارو رياست کې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په جوړه شوې غونډه کې سلګونه تنه متقاعدو افسرانو او مامورينو ګډون کړی و.

د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد د وينا پر مهال متقاعدينو ته ډاډ ورکړ ،چې حقوق به يې په خپل وخت اجرا کوي .

شيرزاد وايي: اوس مهال په ياد رياست کې څه د پاسه درې زره متقاعدين ثبت او راجستر دي ،چې په وينا يې د دولت له لوري ورته ټاکل شوي امتيازات په خپل وخت د بانکي سيستم له لارې ورکول کېږي.

په جوړه شوې غونډه کې څو تنو متقاعدينو ډګروال احمد جان ، ډګرمن ميرزا محمد او څو تنو نورو د خبرو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه ،چې حقوق يې په خپل وخت ورکړي.

دوی دغه راز له ولسمشر څخه هم غوښتنه وکړه ،چې د نړيوالو قوانينو او اصولو سره سم دې د دوی حقوق او امتيازات ورکړل شي.

په ننګرهار کې ميشتو ولسونو د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال ترسرکړي خدمتونه د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې وستايل.

په ننګرها رکې ميشتو ولسونو او د بيلابيلو بنسټونو استازو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال د دندې پرمهال د ترسره کړو خدمتونو ستاينه وکړه.

په جوړه شوې غونډه کې ددې ولايت قومي مخورو ، ديني عالمانو ، اصنافو او کسبګرو ، مدني فعالانو او د يوشمير ادارو مسولينو ګډون کړی وه .

قومي مشر حاجي ملک نظير وويل : د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال ددندې پرمهال له خپلو مامورينو سره د نيک برخورد ترڅنګ هڅه کوله څو يې زړونه لاسته راوړي او په هره برخه کې يې ورسره همکاري کوله .

نوموړي زياته کړه ګرديوال په لومړيو کې د پوهنې رئيس په توګه وټاکل شو، چې پخپله کاري دوره کې يې د هيواد بچيانو په سالمه روزنه کې د پام وړ هڅې کړيدي .

د کوچيانو مشر ملک ګل ميران د خبرو پرمهال د ولايت پخوانی مرستيال محمدحنيف ګرديوال علمي ، فرهنګي او ټولنيز شخصيت ياد کړ، چې په وينا يې ګرديوال ددندې په لس کلنه موده کې ددې ولايت د هراړخيز پرمختګ لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړي .

غونډې ته ګڼو ويناوالو د حج او اوقافو ريس مولو عبدالظاهر حقاني ، د شينوارو قومي مشرملک کوتر ، د انعکاس راډيوتلويزيون بنسټګر انجنير زلمي، نوراغاملکزي ، د طبعي پيښو پروړاندې د چمتو والي ادارې ريس عبدالبصير سباون ، د اصنافو او کسبګرواتحاديې استازي بازمحمد ځوانمل او يو شمير نورو د ولايت پخواني مرستيال د ترسره کړو خدمتونو ستاينه او ملاتړ وکړ.

وينا والو له دولته غوښتنه وکړه ، چې د هيواد په جوړيدو کې د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال له استعداد څخه استفاده وکړي او په يو مناسب ځای کې يې په دنده وګماري .

د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال : له ولسونو مننه وکړه ، چې دده ترسره کړي فعاليتونه يې ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې وستايل .

ګرديوال ولسونو ته ډاډ ورکړ که په دنده کې وي او که نه د ننګرهار ولايت هر اړخيز پرمختګ ته به قومي مخورو سره اوږه په اوږه کارکوي .

ديادونې ده د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال د پوهنې ، اجرايه رياستونو ترڅنګ شپږکاله د ولايت د مرستيال په صفت دنده ترسره کړه ، چې څو ورځې وړاندې يې له خپلې دندې په رسمي توګه استعفا ورکړه

په ننګرهار کې د عامه نظم اومې لوا ۱۳۰ تنه ساتنمنان د نظامي زده کړو لپاره د پروان ولايت پوليسو روزنيز مرکز ته واستول شول.

د عامه نظم پوليسو اومې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي وويل؛ د کورنيو چارو وزارت او عامه نظم پوليسو لويې قوماندانۍ په لارښوونه يې ۱۳۰ تنه هغه ساتنمنان، چې د لوا په چوکاټ کې يې دنده ترسره کوله، خو زده کړې يې نه وې پوره کړې د نورو زده کړو په موخه د پروان ولايت د پوليسو روزنيز مرکز ته واستول شول.

د لوا قوماندان وويل؛ يادو ساتنمنانو ته به د کورنيو استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې څلور مياشتنۍ زده کړې ورکړل شي.

ساپي زياته کړه؛ د عامه نظم پوليسو په ليکو کې ټول افسران او ساتنمنان، چې جذبيږي د لسم او دولسمو ټولګيو فارغان وي، او ساتنمنان ، چې نظامي زده کړې يې نه وې له دې وروسته به د څلورو مياشتو نظامي زده کړو بشپړولو وروسته خپلو قطعاتو ته د دندې په موخه را استول کيږي.

د عامه نظم پوليسو د اومې لوا د ښوونې او روزنې امر سمونمل حبيب الرحمن يوسفزي بيا وويل، دغو ساتنمنانو ته به د اساسي قانون، پوليسو قانون، جنګي تکتيکونه، تالاشيو او بېلابېلو ډوله سلاح ګانو زده کړې ورکړل شي.

په ننګرهار کې د چاپيريال ساتنې د همغږۍ کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه ،چې د ولايت د سکتوري چارو رئيس احمد شاه سادات په مشرۍ جوړه شوې وه د يو شمېر ادارو مسوولينو او استازو پکې ګډون کړی و.

د ولايت سکتوري چارو رئيس احمدشاه سادات وويل: له جوړې شوې غونډې يې موخه داده ،چې څنګه کولای شو خپل ښار او چاپيريال پاک وساتو.

په جوړه شوې غونډه کې د بېلا بېلو ادارو استازو او مسوولينو د چاپيريالي ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل.

دوی وويل: دا مهال په جلا ل اباد ښار کې دوه پنځوس وړې او غټې فابريکې شتون لري ،چې له امله يې چاپيريالي ستونزې پيدا شوي دي.

وينا والو وړانديز وکړ ،چې يادو فابريکو ته دې په صنعتي پارکونو کې د فعاليت کولو زمينه برابره شي او هم دې د ريکشو بسته بندۍ ته مناسب ځای په ګوته شي، څو يې له مخې په معيار برابرې ريکشې بسته بندي شي.

د چاپيريال ساتنې رئيس فضل ربي هميم وويل: په پام کې لري ،چې په راتلونکو غونډو کې مدني ټولنو ، ژورنالستانو او ځوانان ته په ونډې ورکولو سره د چاپيريالي ستونزو د حل لپاره بېلا بېلې کميټې جوړې کړي.

د خوږياڼيوقومي مشرانو په يادې ولسوالۍ کې څلوېښت کلنې دوښمنۍ ته دپای ټکی کېښود.

دغه دوښمني چې د دريو کورنيو ترمنځ دحقوقي او جزايي دعوو له مخې رامنځ ته شوې وه،په ترڅ کې يې دمالي زيان سربېره درې واړو کورنيو ځاني زيانونه هم ليدلي.

د هېواد دنورو ولايتونو په څېر په ننګرهار کې لاهم جرګه خپل برم لري او له مخې يې لويې ستونزې حلېږي.

د چهارشنبې په ورځ دهمدې دستور له مخې دخوږياڼيو يو شمېرقومي مشرانو ديادې ولسوالۍ اړوند د دريوکورنيو ترمنځ دڅلورو لسيزو پيل شوې دوښمنۍ ته دپای ټکی کېښودل شو.

قومي مشر محمدحسن وايي:دزړور ، ګل محمد او وارث خان کورنيو ترمنځ شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې يو پربل دحقوقي او جزايي دعوو له مخې شخړې رامنځ ته شوې چې له مخې يې يادو درې واړو کورنيو مالي او ځاني زيانونه وليدل.

نوموړی وايي:د خوږياڼيو قومي مشرانو له يادو درې واړو کورنيو دواکونو په اخيستو او د بې طرفه پريکړې په کېدو يادې کورنۍ د ورورۍ پر ټغرکېښنولې.

په همدې حال کې دوو نورو جرګه کوونکو قاري اجمل او ملک خيرالرحمان دولت زي وويل:له څلوېښت کالو راهيسې له درې واړو کورنيو له لسو ډېرکسان وژل شوي.

دغو جرګه کوونکو د بدۍ له ښکېلو غاړو مننه وکړه،چې د دوی پريکړه يې ومنله او خپل عادي ژوند ته را وګرځېده.

له ښکېلو غاړو زړور،ګل محمد او وارث خان دجرګه کوونکو پروړاندې يوه بل ته بخښنه وکړه او له جرګه کوونکو يې مننه وکړه،چې د دوی ترمنځ يې روغه جوړه وکړه.

دوی وويل:بدي ورته له نيکونو پاتې وه او دوی يې نه غواړي چې ترخه يې راتلونکي نسلونو ته پاتې شي.

جرګه کوونکو دغو کورنيو ته واورول چې که په راتلونکي کې کومه کورنۍ سرغړونه وکړي،دولت ته به دوه ميلونه افغانۍ نغدي او قوم ته به يو خروار وريژې او يو غوايي جريمه ورکوي.

په ننګرهار کې دقاسم اباد ښارګوټي د تطبيق کميسون په ياد ښارګوټي د جوړيدونکي سړک له روانو چارو څخه ليدنه وکړه.

دقاسم اباد ښارګوټي د تطبيق کميسون مشر او د ولايت د سکتوري خدماتو رئيس احمدشاه سادات ، جلال بادښاروال حميدالله افغان ، ښارجوړونې رئيس عبدالقهار حيدري او دفوايدعامې رئيس ظابط خان منګل او دبهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي ، په ياد ښارګوټي کې دسړک جوړولو له روانو چارو څخه دليدنې پرمهال دسړک جوړونې کارکونکو ته د کارونو دلا چټکتيا سپارښتنه وکړه.

دکميسون غړي وايي هغه غېرې قانوني ځايونه ، چې دسړک دجوړيدو مخه يې نيوله له منځه وړي.

دوی زياتوي دغه سړک څلوېښت متره پلنوالی او درې کېلو متره اوږدوالی لري ، چې مالي لګښت يې دجلال ابادښاروالي ورکوي.

دولايت سکتوري رئيس احمدشاه سادات وويل دقاسم اباد ښارګوټي ډېرې برخې غصب شوي ، چې په وينا يې دولسمشر په امر او د ننګرهار والي محمدګلاپ منګل په لارښونه يې دمخنيوي ګړندۍ هڅې پيل شوي دي .

دسادات په وينا په ياد ښارګوټي کې دغصب مخنيوي لړۍ روانه ده او ډېر ژر به پکې اسناد لرونکو کسانو ته نمرې ورکړل شي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست يو ځل بيا په ښارکې دمبتذلو فلمونوهغو نوم دړو د سمونو کمپاين پيل کړ،چې په پرديوژبو ليکل شوي.

د اطلاعاتو اوکلتور رئيس اورنګ صميم چې خپله يې ددغه کمپاين مشري کوله دښار په بېلابېلو سيموکې د هغو فلمونوچې دافغاني دود او اسلام مقدس دين سره په ټکرکې وو،پروړاندې کمپاين ترسره کړ.

ده له کمپيوټرو هغه هارډيسکونه هم راټول کړل،چې مبتذل او خرافاتي فلمونه ترې پلورل کېدل.

صميم وويل:ديو شمېر نوم دړو هغه برخې يې هم په تور رنګ کړې چې په پرديو ژبوليکل شوې وې.

نوموړي همداراز وويل: پريو شمېر ريکشو هغه انځورونه يې هم په تور رنګ کړل چې ټولنه يې بې لارۍ ته سوق کوله .

ژبپوهان او کلتور پوهان هېواد ته دپرديو ژبو راننوتل بهرنيو هېوادونو کې دافغان نسل لويدلو او هېواد ته د نورو هېوادونو وارداتو پورې تړي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس له همدې امله په دې برخه کې له هېوادوالو مرسته وغوښته او ترې ويې وغوښتل چې نوم دړې په پخپلو ژبو وليکي او هم دمبتذلو فلمونو له پلورولو ډډه وکړي.

په ننګرهار کې د تاوتريخجن افراطيت پر وړاندې د مبارزې علمي کنفرانس پيل شو .

دا کنفرانس د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ موسسې( کپو) لخوا پيل شو .

د يادې موسسې يوه استازي ارشاد رغاند وويل، د کنفرانس موخه د افراطيت پر وړاندې د ملي ستراتيژۍ جوړونې لپاره د نظرياتو را ټولول دي.

په دې کنفرانس کې د بېلا بېلو قشرونو اړوندو نږدې دوه سوه تنو برخه لرله .

د ننګرهار ولايت مقام استازي اکبر شېر دسلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پيغام ولوست.

نوموړي دغه راز دياد کنفرانس جوړيدل وستايل او ورسره يې د مرستې ډاډ ورکړ .

وروسته د کنفرانس علمي بحث پيل شو، چې پکې د بشر حقونو د کميسون سيمه ييزې مشرې صبرينا حميدي، د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري، مدني فعال نعمت الله همدرد، د الفلاح خصوصي پوهنتون استاد خوشال جواد، ديني عالم سيدامين هاشمي او ليکوال او ژورناليست نورولي سعيد شينواري د افراطيت د عواملو، ډولونو او مخنيوي پر لارو چارو بحثونه وکړل

درې تنه تخريب کوونکي ونيول شول

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۱۴مه رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې ملي امنيت ادارې د جلال اباد ښار دويمې او څلورمې ناحيه کې دوه تنه وسله وال غله او يو تن د چاودونکو توکو ليږدونکی ونيول.

خوږياڼي وويل، چې د عتيق الله او سنګر په نوم دوه تنه وسله وال غله، چې د چپرهار ولسوالۍ اوسيدونکي دي د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند چپرهار هډې ته څېرمه ونيول شول، چې له سوداګرو به يې د مبايل له لارې پيسې غوښتلې او که چا به ور نه کړې؛ نو د کور مخې ته به يې ورته چاودنې کولې.

نوموړي زياته کړه، چې يادو کسانو په وروستي ځل د يو بل سوداګر څخه د پيسو غوښتنه کوله، چې د ملي امنيت ادارې له خوا يې تيلفوني مکالمې کشف او وروسته په ياد ځای کې ونيول شول.

ده وويل، چې په ورته وخت کې د عتيق الله په نوم يو بل تن، چې اصلي د کونړ ولايت اوسيدونکی دی د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د اوه کيلو چاودونکو توکو سره ونيول شو.

ده دغه راز وويل، چې پوليسو د غني خېلو ولسوالۍ په مارکوه سيمه کې درې تنه د هيروينو پلورنکي د يو اندازه هيرينو سره لاس په لاس نيولي او امنې قوماندانۍ ته يې سپارلي.

هغه وويل، چې نن هم پوليسو په تورخم ښارګوټي کې په يو لارۍ موټر کې دوه زره کيلو ګرامه غير صحي غوښه له يو تن سره نيولې، چې غوښتل يې جلال اباد ښار ته يې وليږدوي.

نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنيتي ادارو کې ترې نورې څېړنې او پوښتنې روانې دي.

د کادستر ادارې انجينرانو ننګرهار والي سره د شينوارو ولسواليو د سرحدونو په اړه معلومات شریک کړل.

د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په غوښتنه له مرکز څخه د کادستر ادارې انجينرانو د شينوارو ولسواليو د سرحدونو معلومولو سروې تر سره او د جوړې شوې نقشې په اړه يې ننګرهار والي سره معلومات شريک کړل.

ننګرهار والي وويل، چې د شينوارو ولسواليو په سرحدونو کې د ولسونو ترمنځ شخړې پيدا شوې وې، چې د سرحداتو په معلومولو سره به دغه ستونزې حل شي.

د کادستر ادارې مسلکي انجينرانو وويل، چې دوی د شينوارو ولسواليو د ټولو سيمو سروې تر سره کړه، چې د هرې ولسوالۍ سرحدات د ملت بابا محمد ظاهر شاه په وخت کې يې معلوم شوي و.

نوموړو، چې د يادو ولسواليو سرحدونه يې له نږدې سروې کړې و د نوې نقشې په اړه يې ننګرهار والي سره معلومات شريک کړل.

دوی وويل، چې د شينوارو د څلورو ولسواليو د ځمکو مساحت، څلور خواوې او کلي يې GPS کړل، چې د پخوانيو سرحداتو مطابق يې يو ځل بيا په عصري بڼه نوې نقشه ترتيب کړه.

په ننګرهار کې د درې نیم میلیونه نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ،کانال او جلال اباد ښاروالیو له لورې د نږدې درې نیم میلیونه نیالګیو کینولو کمپاین د سلواغې په ۱۴مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نیالګیو کینولو د یاد کمپاین پر مهال وویل، سږ کال د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ،کانال او جلال اباد ښاروالۍ له لورې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې درې نیم میلیونه مېوه لرونکې او غېرې مېوه لرونکې ونې کینول کیږي .

هغه زیاته کړه، د دغه نیالګیو څخه د ساتنې او پالنې په موخه یې ځآنګړې کمیټه جوړه کړې، چې مشري یې خپله کوي او ورسره د دغه ولایت ګڼ شمېر ادارې غړیتوب لري .

ښاغلي منګل د دغه ولایت په ټولو ولسونو غږ وکړ، چې د سمسور چاپیریال په موخه د دغه ولایت په اړونده سیمو کې یو – یو نیالګی کینوي او د هغې پوره ساتنه وکړي .

ننګرهار والي وایي د ځنګلونو د ساتنې په موخه یې ټولو ادارو ته د ولسمشر د ځانګړي حکم د تطبیق لارښوونه کړې او په ګڼ شمېر سیمو کې د ځنګلونو د بیا ژوندې کولو په موخه هڅې پیل کړي.

ننګرهار والي هیله څرګنده کړه،چې د کانال لپاره د پنځه سوه کسیزې قطعې پر جوړېدو او نورو چارو د ترسره کېدو په ترڅ کې به د ننګرهار کانال کې ځآنګړی تغیر رامنځته شي .

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس رفیع الله رحیمزي وویل،د سږ کال په ترڅ کې به د یادو درې نیم میلیونه نیالګیو څخه شپیته سلنه مېوه لرونکې ونې کینول شي .

نوموړي زیاته کړه، د یادو ځآنګړو مېوه لرونکو ونو په کینولو سره به په دغه ولایت کې د مېوه جاتو حاصلات زیات شي،چې په ترڅ کې به د باغدارانو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان وویل، سږ کال به د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د شوراګانو په همکارۍ شل زره نیالګي کینوي او وکیل ګذرانو او نورو په همکارۍ به یې ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د جلال اباد ښار د سړکونو په ګلدانونو کې به هم ځآنګړي بوټې کینوي،ترڅو د دغه ښار په ښکلا ځانګړی تاثیر وکړي .

د ښځو چارو رئیسې انیسې عمراني د ننګرهار والي او ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د نیالګیو کینولو کمپاین یې په جلال اباد ښار کې د ښځو له بڼ څخه پیل کړ.

هغې زیاته کړه،د هېواد سمسورتیا په موخه د نارینو ترڅنګ مېرمنې هم دنده لري،چې د سولې په موخه پخپلو سیمو کې یو،یو نیالګی کینوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *