خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۱۱-۱۴
کندهار، افغانستان- د کندهار مستوفي محمد ظاهر عبادي د کندهار لپاره په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کي د تخصیص سوې بودیجې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چي مالیې وزارت او ولسمشر د خپلو ځانګړو هڅو له مخې ټولو ولایتونو ته پر رسمي بودېجه سربېره یو ملیونه فوق العاده بودیجه ورکوي چي په کندهار کي به هم د زراعت، روغتیا، پوهنې او کلیو وپراختیا ریاستونو ته ورکړل سي. نوموړي غوښتنه وکړه چي یادي ادارې دي ژر تر ژره د دې غیر مشروطې بودیجې د ترلاسه کولو لپاره پروژې تشخیص کړي چي مستوفیت یې مرکز ته ولېږي.
ښاغلي عبادي وویل: هره اداره دي د راتلونکي مالي کال لپاره خپل پلانونه چمتو او اړتیاوې په ګوته کړي چي له یوې خوا د بودیجې د جوړولو پر مهال د اړوندو ادارو واقعي ضرورتونو ته پام وسي او له بلې خوا د بودیجې په لېږد کي ځنډ رانه سي.
د غونډې پر مهال د ولایت مقام د سکټوري او تخنیکي خدماتو رئیس انجنیر عبد الحکیم حکیمي وویل: د ولایت مقام تاکید پر دې دی چي د مالیې وزرات دي بودیجه پر وخت ولایتونو ته ولېږي، ځکه په تېرو کلونو کي عمده ستونزه دا وه چي ولایت ته-به بودېجه پر وخت نه ورکول کېده او ډېری پرمختیايي چارې به نیمګړې پاتېدې. نوموړي د یو میلون ډالرو غیر مشروطي بودیجې په اړه وویل چي که اړوند ریاستونه د دې بودیجې په ښه لګولو کي خپله وړتیا ثابته کړي نو امکان لري چي د مرکز له خوا دغه ډول مرستې نوري هم ډېري سي. د ده په خبره اړتیا دې ته ده چي یاد ریاستونه د دې بودیجې له لاري پر وخت مناسبې پروژې عملي کړي.
د اقتصاد رئیس محمد رحیم رحیمي وویل: یوه عمده ستونزه د ظرفیتونو کموالی دی چي تل زموږ لپاره د بودیجې په برخه کي ستونزې جوړوي، ځکه هرې ادارې ته ورکول سوي بودېجه پر خپل وخت په مناسب ډول نه مصرفېږي. موږ باید دې لور ته جدي پام وکړو څو له یوې خوا خپله بودیجه پر خپل وخت لاس ته راوړو او له بلې خوا د هند له خوا په کېدونکې ۱۰۰ میلونه مرسته کي هم مناسبه ونډه راجلب کړو او دا هغه مهال امکان لري چي موږ په ګډه ښه پلانونه طرحه او مناسبې پروژې تشخیص کړو.
د اسلا پروګرام استازي وویل هره اداره باید ژر تر ژره خپلي اړتیاوې په ګوته کړي او د دې یو میلون ډالره مرستې لپاره خپلي داسي پروژې راته په ګوته کړي چي د یوه کال په اوږدو کي پای ته ورسېږي، ځکه دا مرسته د یوه کال لپاره ده چي که هر ارګان خپله پیل کړې پروژه په دې موده کي پوره نه کړي نو د وخت په تېرېدو پاته لګښت نه ورکول کېږي.