تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، نن /پنجشنبه/ پر ډیورنډ کرښه د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د انشعابي ډلې د مشر ملا محمد رسول اخوند د خپلوانو په شمول لږترلږه ۶ طالبان ووژل شول.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، په دې برید کې چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په خوست ولایت کې وشو، د ملا محمد رسول اخوند خوریې او زوم هم وژل شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکي پېښه تاییدوي او وايي چې د ملا محمد رسول د کورنۍ دوه غړي له څلورو نورو طالبانو سره په موتر کې خپل پټنځای ته روان ول چې بې پېلوټه الوتکې پرې برید وکړ.
د خوست د پولیسو ویندوی وايي چې په برید کې موټر یو مخ ویجاړ شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي ګومان کوي چې پاکستاني پوځیانو به امریکايي پوځیانو ته د ملا رسول د خپلوانو د موټر په اړه استخباراتي معلومات ورکړي وي.
تراوسه پوري د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان ټوډې وايي چې پاکستاني چارواکو د تېر کال په مارچ کې ملا محمد رسول اخوند ونیوه.
تر دې وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ملا رسول د پاکستان له لوري نیول شوی دی.
د پاکستان استخبارات او د ایران سپاه پاسداران د ملا رسول له ډلې سره سخت مخالفت کوي او ادعا لري چې ملا رسول د افغانستان له حکومت او داعش سره پټ تار لري.
زه خو د ملا رسول سره د داسی پیښو مخالف یم
ځکه چی هر هغه ځوک چی له پاکستان او عربو سرکشی کوی زما ورور دی
هرهغه ځوک چی ازاد وی زما ورته سلام