تاند- په هند کې د ترافیکي پېښې او د خلکو له لوري د مسوولیت نه منلو له کبله د یوه زلمکي مړینې پراخ بحثونه وپارول.
اوولس کلن انور علي، چې پر بایسکل سپور و، له یوه بس سره ټکر شو، تر څو چې امبولانس رارسېدو او انورعلي یې روغتون ته رساوه، د ده دومره وینه ضایع شوې وه، چې ژوند ته یې هیله ونه شي.
د هند د جنوب په کرناټا صوبه کې ډاکتران وايي، که انوار علي ژر روغتون ته رسول شوای وای ژوندی پاتې کېده.
دې پېښې په هند کې په ترافیکي پېښو کې ټپیانو ته د خلکو د نه پاملرنې پر موضوع بحثونه تاوده کړل.
ځیني خلک له دې ویرې چې د پېښې مسوولیت ورله غاړې نه شي په لارو کې له ټپي شویو کسانو سره له مرستې ډډه کوي.
په داسي حال کې چې له انورعلي څخه وینې بهېدې خلکو یې یوازې په خپلو موبایلونو عکسونه اخیستل.
دوی وايي، له پولیسو بېرېږي او ډېر ځلي داسي شوي چې له یوه ټپي سره د دوی مرسته او خواخوږي د دې پرځای چې وستایل شي، د همدغه کس په ټپي کولو تورن شوی دی.
له بلې خوا ګڼ نور په دې خاطر چې محکمې ته د شاهد په توګه ونه غوښتل شي، پر پېښه سترګې پټوي.
په هند کې هسي هم هره دوسیه کلونه وخت ته اړتیا لري.
پر دې سربېره په هند کې ډېر روغتونونه له هغه چا څخه چې ناروغ یا ټپي یې روغتون ته رسولی وي، د درملنې پیسې غواړي.