تاند – د ټرمپ اداره غواړي چې په یو شمېر ایراني ادارو او کمپینو باندې نوي بندیزونه ولګوي.
ویل کیږي چې دغه کمپنۍ او موسسې د ایران د بالیستیک میزایلو په جوړولو کې لاس لري.
د امریکا مشهوره ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال لیکي، د ټرمپ اداره باور لري چې دغه نوي بندیزونه به له ایران سره له شوي هستوي تړون څخه سرغړونه ونه کړي ځکه دا بندیزونه یوازې پر هغو ادارو لګېږي چې د میزایلو د پروګرام په انکشاف او د اورپکو ډلو په حمایه کې یې لاس لرلی دی.
وال سټریټ ژورنال لیکي، د ټرمپ د ملي امنیت شورا د ۲۵ داسې ایراني بنسټونو د یوه لست مسوده جوړه کړې ده چې په دغو بندیزونو کې به په نښه شي.
ویل کیږي چې ښایي دغه بندیزونه د جمعې په ورځ /د فبروري ۳مه/ یا په ورپسې نژدې ورځو کې ولګول شي.
د ایران حکومت په مکرر ډول ویلي چې د ټرمپ د ادارې له خوا هر نوي بندیزونه به له هستوي تړون څخه سرغړونه وګڼي.
ویل کیږي چې په ایران باندې نوي بندیزونه په داسې حال کې لګول کیږي چې پاکستان، چې په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی ګڼل کیږي، لا تر اوسه د ټرمپ د ادارې تر توجه لاندې نه دی راغلی. کارپوهان وایي چې د پاکستان استخباراتي ادارې په پټه هغو ترهګرو ته روزنه ورکوي چې له تېرو خواوشا ۱۶ کالونو راهیسې په افغانستان کې ملکي خلک او د نړیوال ایتلاف او افغان ځواکونه په نښه کوي.