د رواني جګړې یا Psychological Warfare نچوړ

رواني جګړه چې ځینې خلګ یې فکري جنګ، د اعصابو جګړه، سیاسي جګړه، تبلیغاتي جنګ، اطلاعتي جګړه او د کلمې و عقیدې جګړه هم بولي، بېلابېلي ماناوې او تعریفونه لري. د ټولو ماناوو او تعریفونو په پام کې نیولو سره، رواني جګړه داسي تعریفېدای شي؛

“د افرادو او حکومتونو د روحې او انګازې ځپنې، د واک او ځواک د تخریب او عقایدو د تحریف له‌پاره په ښکاره «د راډیو، لروینون (ټې‌وي) او نورو رسنیزو مټو»  له لارې د پلان شویو تبلیغاتو او شایعاتو تر سره کولو ته رواني جګړه ویل کېږي.”

ډېویډ ایزنهاور رواني جګړه داسې را پېژني؛ “د خلکو پر افکارو او ارادو د لاسبري جنګ ته رواني جګړه وايي.”

د تاریخ په اوږدو کې انسان د ژوند په بېلابېلو برخو په تېره بيا په جګړه‌یزو او سیاسي فعالیتونو کې داسې مټې کارولې چې د انسان پر اروا/روان یې ژور اغېز شیندلی. لاین برګر د رواني جګړې مخینه ان تر مېلاد ۱۲۵۴ کاله وړاندې د «کېډون» او «مېډیانیټونو» د ښکر په ښکر کېدو مهال ته رسوي. د یونانیانو د ټراوا اس د دې جګړې ښه بېلګه ده. د رواني جګرې اصطلاح په لومړي ځل پرنګي مورخ او پوځپوه فولر په ۱۹۲۰ کال کې وکاروله، وروسته امریکایانو او بیا په وبسټر ډیکشنري کې ځای شوه. په لومړۍ او دویمه نړيواله جګړه کې ښکېلو ډلو په پراخه کچه له رواني جګړې ګټنه کوله.

د رواني جګړې موخي

د رواني جګړې ارموخه «اصلي موخه» دا ده چې په پټه او غیرملموسه توګه پر دوښمن بریا تر لاسه کړي. دې موخي ته د رسېدلو له‌پاره لاندې ارونه په پام کې نیول کېږي؛

لومړی

غمجنول؛ غم هغه رواني حالت دی چې له ټولنې او شرایطو سره د فرد د انتظار د عدم تطابق په پایله کې منځ ته راځي. هڅه کېږي چې د حالاتو او شرایطو ناسم او نامتوازن انځور وړاندې شي.

دویم

د ناهیلي او نااميدي خپرول؛ کوښښ کېږي چې موخو ته د افرادو مخنیوی شي او پر نفس یې اعتماد ترې واخیستل شي. که څوک مکرر د موخې په تر لاسه کولو کې پاتې راشي، ممکن همدا کس له اروايي ربړو سره لاس و ګرېوان شي.

درېیم

د وېري او رعب خپرول؛ ارعاب د یوې ټولنې وګړيو د روحي ځپنې له‌پاره تر ټولو ستره او اغېزناکه مټه ده. د ټولیزو اړیکو مټي، جګړې، اقتصادي بندیزونه او سیاسي تحریمونه هغه لارې چارې دي چې د خلګو انګېزه او فکري تعادل پرې ځپل کېدای شي.

د ډیپلوماټیکو مانورونو، اقتصادي فشارونو، وېرې/روعب، له خپلو دوستانو او ملاتړو د دوښمن تجرید کولو، دوښمن ته د ناسمو اطلاعاتو رسولو په مټه د دښمن کمزوري کول او یا له منځه وړل. په ټوله کې ویلای شو چې د رواني جګړې په مټه موږ لاندې چارې تر سره کوو؛

لومړی

د مخاطبانو/مقابل لوري هیلې او اميدونه له منځه وړل.

دویم

د مقابل لوري د مشرتابه پر وړاندې د بې‌باوري پیدا کول.

درېیم

په مقابل/مخاطب لوري کې د بې‌اتفاقي او کرکې زړي کرل.

د رواني جګړې او رواني عملیاتو اړیکه

رواني جګړه تر رواني علمیاتو اخصه «ډېره ځانګړې» ګڼل کېږي، ځکه رواني عملیات له رواني جګړې، نورو رواني فعالیتونو، او سیاسي، نظامي، اقتصادي او ايډیالوژیکو کړنو عبارت ده چې د مطلوبو ډلو په احساساتو، چلند او کړنو کې زمینه مساعدوي چې د پلان شویو موخو نفوذ ته لاره هواره شي.

د رواني جګړې مخاطبان

  • عام وګړي
  • سیاستوال
  • حزبونه
  • ډلې او بنسټونه
  • نړېوالي ادارې

د رواني جګړې لارې چارې

د انسان د فکر پر ضد درستي کارېدونکې لارې چارې او وسایل په رواني جګړه کې کارېدای شي.

بېلګې؛

لومړی، ګواښ، دویم؛ دوکه. هڅه کېږي چې رښتیا او واقعيت ته دومره لنډ درواغ او دوکه جوړه شي چې د مخاطب ذهن یې پرته له مقاومته ومني. د دې ډول درواغو او تېرایستلو موخه دا ده چې مخاطب ته متفاوته ذهني فضا ایجاده شي.

درېیم، د مطالبو تکرار. څلورم؛ شایعې (Rumour) لاندې چارې تر سره کوي؛

  • د نظام او مسوولانو پر وړاندي د کرکې زېږول.
  • د خلکو تر منځ داندېښنې او وېرې زیاتول
  • د کسانو د شخصیت وژنه او د نظام/ډلې ارزښتونه لکه‌دار کول.
  • په ټولنه کې د ناسالمې فضا خپرول.
  • د خلکو تر منځ د بې‌باوري را منځ ته کول او د هغو یووالی زیانمنول.
  • عامه افکار غیرضروري مسایلو ته سوق کول.

پنځم؛ تحریف او کږونې (Disortion)؛ د پېښو کږولو/منحرفولو په مټه هڅه کېږي چې د دښمنې ډلې اذهان له خپله لوري بل لور ته منحرف کړل شي. یا په بله ژبه، مسايل په داسې بڼه جوړېږي چې خلک له وړاندې شویو پیغامونو او جریاناتو څخه په پام کې نیول شوې انګېرنې واخلي.

شپږم؛ د خبرو/موضوعګانو سانسور (Censorship)

اووم؛ تفرقه اچول، یووالي د هرې ملت او ډلي د بریا ارلامل دی. تفرقه او بېلښت د یوه ملت یا ډلې د ملا تېر ورماتوي.

نهم؛ ټرور او یا هم د شخصیت وژنه

لسم؛ د نیمګړو اطلاعاتو ورکړه (To Release A Part Of  Truth)

یوولسم؛ مبالغه او اغراق، دا تګلاره ساده خو ډېره ګټوره ده او په رواني جګړه کې په دوه ډوله کار ترې اخیستل کېږي، یانې د دوښمن کمزورتیاوې، ستونزې او امکانات او ماتې د ځان په پرتله کم او برعکس خپل ځواک، امکانات او بریاوې زیاتې ښوول کېږي.

دوولسم؛ د فرضي دوښمنانانو جوړول (To  Make  A  Supposed Enemy)، پر حکومت/ډلې یا ملګريو د فشار د کمښت په موخه یوه ډله/فرد ټولنې یا رسنیو ته د دوښمن په توګه ورپېژندل.

ځینې نور تخنیکونه هم شته چې بېلګې یې لاندي کتلای شئ؛
د پایلو ازمویښت (To  Test  for  Confirm)؛ په ټولنه کې د یوې ځانګړې موضوع په اړه د خلکو حساسیت او طرز فکر د ازمویل او د پایلو تر ارزولو وروسته د موضوع دویمه برخه خپرول.

د پيغام ځنډونه (Timing  Tactic)؛ پيغام تر اصلي وخت وروسته نشرول.

د پيغام حذفول (Omission  Tactic)؛ له پلان سره سم د یوه خبر مهمې برخې له پامه غورځول. د نیمايي خبر په خپرولو سره اورېدونکي ته بلا ذهني پوښتنې او اندېښنې پيدا کېږي.

د پيغام عامونه (Generality  Tactic)

د پيغام عامونه (Dribble  Tactic)؛ خبرونه او اطلاعات ډلبندي کېږي او له اړتیا سره سم په بېلابېلو وختو نشرېږي چې مخاطب د خبر پر سرچینه باور پیدا کړي او معتاد یې شي.

 د پيغام مساژول (Spinning The Message)
د پيغام عامونه (Big – Lie  Tactic)؛ دا پخوانی ټکټیک دی مګر اوس هم کارېږي. یانې هغه خبر چې په هیڅ ډول واقعیت نه لري، خپرېږي. په دې سره د مخاطب یا په ټوله کې عامه افکار وېرول/مرعوب کېږي.
 د خبر چټکونه (To Create High Priority For A News)؛ په چټک او شېبه‌يي توګه د پیغام خپرول دي چې د خپرېدونکې سوژې/پيغام په اړه مخاطب ته مغزي توپان پیدا شي.
 له دوو خبرونو څه یو ساختګي خبر جوړونه (To  use  Two Factual  News  Items In  Order  To  Legitimize A  False  News) 
له مخاطبه عاطفي ګټنه (To  Play  On  The  Emotions  Of  The Audience)؛ د ځینو انځورونو، غږونو او کلمو په خپرولو سره د عامو وګړو احساسات او هیجان پارول.

د رواني جګړې پر بریا اغېزناک لاملونه

په یوه ټولنه کې د رواني جګړې پر اغېږناکتيا بېلابېل لامولونه شته چې ځینې یې لاندي دي؛

لومړی؛ د مخاطبو کسانو/افکارو پېژندل. رواني جګړه هله د بریالیتوب پوړیو ته رسېږي چې د مخاطب رواني او ذهني ځانګړنې وپېژندل شي او په همدې تناظر کې ورته پيغامونه او د پېغام لېږدونکې مټې وکارول شي.

دویم؛ د مخاطب د چاپېریال پېژندل.

درېیم؛ له متنازعو طرحو او بحثونو ځان لېرې ساتل.

د رواني جګړې ډولونه

کېدای شي رواني جګړه لنډه یا اوږدمهاله وي. د رواني جګړې لنډمهاله کړنې په لاندې ډول دي؛

۱. سټراټېژیک تبلیغات

۲. جنګي تبلیغات

۳. د خبرونو خپرول

۴. د دوښمن تېرایستل

۵. پټ تبلیغات

د بېلابېلو وسایلو په مټه او د بهرني سیاست په ملیتا بیا او بیا ځلې د خبر خپرول د اوږدمهاله کړونو له ډلې ګڼل کېږي.

تبلیغاتي ټکټیکونه

لومړی؛ د مخاطب تشخیص او د هغه د پوهي، ذهن او سایکو مطابق د پیغام رغول.

دویم؛ ځان د مخاطب په څېر جوړول یا هم د دوی له منځه د خلکو ګومارل.

درېیم؛ د شایعاتو/اوازو جوړول او خپرول.

څلورم؛ د دوښمن پر کمزوريو ټکيو برید کول.

پنځم؛ د دوښمن د فکر د بدلون له‌پاره باید هر ممکن فرصت لکه د لنډو، راښکونو حتا بې‌مفهومه جملو کارول چې اندېښنه زیاته شي.

 

د رواني جګړې اوزار

ا. رسنۍ
ټلوېزیونونه؛

  • عادي ټلوېزیونونه
  • ځانګړي ټلوېزیونونه
  • خبري ټلوېزیونونه

راډیوګانې؛

  • عادي راډیو
  • ځانګړې راډیو

  خبرونه:

  • عادي خبرونه
  • تاوده خبرونه

 وېبپاڼې؛

  • خبري وېبپاڼې
  • عادي وېبپاڼې

 چاپي رسنۍ:

  • ورځپاڼې
  • اوونیزې
  • میاشتنۍ
  • مجلې
  • نیوز لېټرونه
  • بروشر
  • بیلبورډ
  • شپې‌پاڼې «شبنامې»
  • کتابونه

ب: خواله رسنۍ یا سوشل مېډیا

  • فيسبوک
  • ټویټر
  • یوټیوب
  • ګوګل پلس
  • لنکیډ این
  • لاین
  • وټزپ
  • وایر
  • سکایپ
  • مسینجرونه

ج؛ نیو مېډیا فلټ فورم

د؛ سالم هکینګ خدمتونه

و؛ نورې ټیکټالوژیکي مټې

  • مبایل فون
  • مېموري چیپس

ي؛ ولسي او مذهبي مټې

  • مسجد/ممبر
  • مدرسې، دارالعلومونه، ښوونځي او پوهنتونونه
  • ملا او ملک/بانفوذ اشخاص
  • حجره/بېټک/مېلمستون
  • د خلګو د راټولېدلو عامه ځایونه «بازار، پارک، لوبغالی، هوټل/ریسټورانټ، په ټوله بانډارځي»
  • اشر
  • د اخترونو او نوروز مېلې
  • تفریحي مټې او محافل
  • د طبعي افاتو د وقوع له موقع سمه ګټنه

    دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *