ټرمپ

تاند – د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د ۷ اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو پرکډوالو د لګېدلي بندیز قانوني تعلیق به بې اعتباره کړي.

هغه فدرالي قاضي جیمز روبرټ د «تش په نامه قاضي» په توګه یاد کړ او ویې ویل چې دا «مسخره یي» نظر له متحده ایالاتو څخه «د قانون نفاذ خامخا له منځه وړي.»

پرون ناوخته /د فبروري ۳مه/ قاضي روبرټ داسې حکم وکړ چې په یادو ۷ هېوادونو د وېزې بندیز د امریکا د اساسي قانون خلاف دی او نوموړی په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ اجرایه حکم ځنډوي. (په دې هکله د تاند راپور)

د ټرمپ ټویټ

د بي بي سي نړیوال سروېس د بېلابېلوهوایي کرښو په حواله لیکلي چې وایي، هغوی د هدف ګرځول شویو هېوادونو اتباعو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته د تګ لپاره الوتکو ته وخېژي.

ولسمشر ټرمپ له خپل خصوصي ټویټر اکاونټ نه په یوه ټویټ کې ویلي، «د دغه تش په نامه قاضي نظر، چې زمونږ له هېواد څخه د قانون نفاذ زایلوي، د مسخرو وړ دی او هغه به باطل کړای شي.»

د ټرمپ له ټویټ نه داسې ښکاري چې نوموړي لا تر اوسه پورې داسې حکم نه دی صادر کړی چې د قاضي حکم پرې وننګوي، او دا به وروسته معلومه شي چې د دواړو قانوني جنګ کوم ځای ته رسېږي خو څلور ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ پخوانۍ سرپرسته لوی څارنواله سالي یټس وروسته له هغه له دندې ګوښه کړه چې هغې حکومتي څارنوالانو ته وویل چې د کډوالۍ د بندیز په برخه کې د ټرمپ د اجرایيه حکم دفاع دې نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *