د جمعیت ګوند مشران په خپلمنځي غونډه کې

تاند – د جمعیت ګوند مشران تېره شپه په کابل کې راغونډ شول څو خپلمنځي اختلافات حل کړي.

دوی په خپله غونډه کې د جمعت ګوند د غړیو ترمنځ پر یووالي د ټینګار ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د دغه ګوند د ګټو د ساتنې لپاره دې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ته یو بل چانس ورکړای شي.

په دې غونډه کې، چې د جمعیت ګوند د مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کور کې جوړه شوه، عبدالله عبدالله، اسماعیل خان، محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، بسم الله محمدي، ادیب فهیم، ستار مراد، امرالله صالح او یو شمېر نورو برخه لرله.

له راپورونو داسي ښکاري چې دوی کومې قاطع پرېکړې ته ونه رسېدل ځکه چې فیصله یې وکړه چې دا ډول نورو غونډو ته اړتیا ده او باید په راتلونکي وخت کې نورې غونډې جوړې کړي.

ایراني رسنۍ وايي چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اجرايي رييس عبدالله ته دې یو بل فرصت ورکړای شي چې د جمعیت ګوند ګټې خوندي کړي.

ویل شوي چې عطا محمد نور په غونډه کې له دې سره موافقه ونه کړه چې له ارګ سره به خبرو ته دوام نه ورکوي.

نور وویل چې د شخصي ګټو لپاره خبرې نه کوي بلکې د ټولو د ګټو د ساتنې لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

د اسلامي جمعیت ډلې مشران په داسې حال کې سره غونډېږي چې نن رسنیو اعلان وکړ چې د جمعیت د پخواني سیال اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لست څخه واېستل شو.

2 thoughts on “د جمعیت مشرانو عبدالله ته د یوه بل فرصت ورکولو پرېکړه وکړه”
  1. dear writer &karim ghuram did you knows afew things;
    hameed Karzai was 100% partner with talibans;
    1-he release hudreads of prisoners from KANDAHAR JAIL.
    HE RELEASE THOUSANDS OF TALIBS FROM BAGRAM
    HE DONOT ALLOWED TO NATO TO USE HAVY WEAPONS AGAINST TALIBS IN MISSIONS,
    ALL TALIBS WHICH RELEASED BY KARZAI/THEY WENT AGAIN TO WAR WITH AFGHAN SECURITY FORCE,
    FOR KARZAI THIS WAS NOT IMPORTENT /HOW MANY AFGHNPOLICE AND ARMY LOSE LIFE.
    THANK YOU

  2. د ملی وحدت او ملی ګټو تقاضا دا ده چه هر هغه تنظیمی یا ګوندی حرکت چه له ملی ګټو او ملی وحدت سره ټکر ولری ګوندونه باید دهغی نه ډډه وکړی ورنه د ګوندونو مشروعیت تر سوال لاندی ځی او ملت ته مضر تمامیږی او باید مخنیوی یی وشی .
    ګوندونه باید په خدمت ،ملت جوړونه او هر اړخیز تکامل کی مسابقه وکړی نه سازش ،معاملی او انحصار کی، چی دا صریح تخلف او تجاوز دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *