د فلم دا صحنه به مستنده  وي؟

  په ټوله کې اوس يو دود ګرځېدلى،  چې سياست وال په ټاکنيزو منډو ترړو کې ځانونه تربل هرڅه ولس ته نږدې ښيي،  ملي جامې اغوندي،  د خلکو په عامه ژبه خبرې کوي او دروغجن شعارونه ليږدوي، خو د موخو له ترلاسه کولو وروسته بيا بېرته عادي حالت ته راګرځي،  داسې چې نه  خو ولس په  خوا کې پريږدي او نه هم ملي ارزښتونه پالي شنونکي وايي اوس چې ټاکنې په رانږدې کېدو دي، د سياسي ډلو ټپلو مشران په همدغه هنر د ولس له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي او داځکه چې دا مهال افغانان دخپل سياست لپاره يو څرګند تعريف نه لري.

د ملي ايتلاف په نوم د يوه څپر مشر عبدالله  دېپښتون مېشتو سيمو  يو شمير سپين ږيري خپلې يوې غونډې ته رابللې وو ،  ښاغلى عبدالله دا وار د يوه ملي څېرې په څېر راڅرګند شو ، په داسې حال کې چې دا کرکتر ديوه ټاکلي وخت لپاره و،  د هغه په څېر ډېر نور افغان سياستوال هم دغه هنر کاروي،  يو شمېر له بهره د همدغه ټاکنيز موسم لپاره راځي او خپلې څېرې بدلوي او ځينې له مذهبي مقدساتو نه د تور سياست لپاره کار اخلي .

د ډېرو نظر دادى ،  چې ولس ته بايد له دغو حالاتو د ژغورنې شعور ورکړو. سياسي کارپوه  او د افغانستان د سيمه يزو مطالعاتو د مرکز مشر او سياسي کارپوه عبدالغفور ليوال وايي: ((اشخاص که څومره هم وطنپال وي ، په خپلو ګټو پسې يې ليدلوری او سياستونه بدلېږي ، دهمدې لپاره ملي سياست هېڅکله په فردي توګه نه شي عملي کېدلای.)) ښاغلى ليوال وايي، ملي سياست بايد ديوه ګوند له خوا په علمي بڼه تعريف شي، مېکانېزمونه يې معرفي شي ، خلک پرې قناعت وکړي او بيا تر دې وروسته دخلکو په ملاتړ ګام پرګام عملي شي

خلکو ته بايد شعور ورکړو، چې د ټاکنو پرمهال د سياسي جامو بدلوونکي وپيژني،  ارزښت ورنه کړي او پرځای يې په هغو بنيادي فکري نهضتونو پسې ولاړ شي،  چې له ټاکنو يا بې ټاکنو ، تل ديوه اوږدمهاله علمي عملي کړنلارې پر بنسټ دخلکو د انساني ژوند دشراېطو دښه کولو هڅه کوي.

ملي فکر دانه دی چې شعارونه ورکړو ، ښکنځلې وکړو، قومونه سره وجنګوو

او دخلکو له قومي احساساتو ناوړه ګټه پورته کړو

ملي سياست دادی چې د هېواد دپرمختګ، پياوړتيا او د ولس دنسونو د مړولو او هوساينې لپاره فکر وعمل وکړو او خلکو ته يې ثابته کړو

موږ دملي سياست تعريف لاهم نه دی وړاندې کړی.

ځکه خو هره لوبه دملي سياست په بالاپوش کې تېروو او ځانونه مړوو.))

ځينې نور بيا وايي دغه ډول کړنې هغوى کوي ، چې په خپلو اصلي څېرو کې ولس ته نه شي مخې ته کېداى.  ليکوال او ژوناليست نعمان دوست د همدغه نظر څښتن د‌ى:((دا يوه عامه موضوع ده. يوازې افغانستان کې نه پاکستان کې هم دود ده. خو دا يو شي په ډاګه کوي او هغه دا چې دغه شان سياستوالو ته ملي شعاير هغه وخت ارزښت لري،  چې د دوی پکې ګټه وي. دوی په دې توګه د ساده ولس له احساساتو سره لوبې کوي او د پيښور د مداريانو په اصطلاح نه سحر وي نه جادو هسې د لاس په چالاکۍ ساده ګان تر منتر لاندې راولي دغه کارونه زياتره هغه سياسيون کوي ، چې د خلکو د هوساينې او د هېواد د پرمختګ لپاره کومه دقيقه او موثره  پاليسي او برنامې نه لري او يا په هغو ټولنو کې کېږي ، چېرته چې سادګان لباس او ظاهري شيانو ته ارزښت ورکوي.

   هغه څوک  چې د يو چا د پاليسو او د هغه د ماضي په اساس محاسبه کوي، هغوی هېڅ دغه شان مداريتوب ته ارزښت نه ورکوي.))،  خو شنونکي په دې باور دي،  چې افغانان اوس له ډيرو تجربو اوښتي نه خو ولسواکي لومړۍ تجربه ده او نه هم دا ډول سياستونه .

د  نورستان پخوانى والي جمال الدين بدر باور ته وويل دغه سياستوال اوس په اسانۍ ولس نه شي غولولى: ((زما په نظر لومړى ځل نه دى، چې ولس له دا ډول څېرو سره اشنا کېږي او نه هم دلومړي ځل له پاره ديموکراسي تجربه کوي، دا څوم ځل دى، چې ده مشران کله دولايتي شورا او کله هم د ولسي جرګې په نامه او کله بيا دولسمشرۍ دټاکنو په نوم مراجعه کوي، نو په داسې اساس ملت تېرو تجربو او ددوى تېرو کړنو ته په پام سره عمل کوي، ددوى دتېرو ژمنو او عمل پر بنسټ به رايه ورکوي،  ملت بايد لږ تر لږه دخپلې رايې په زور وپوهېږي.))

    که  څه هم په دې برخه کې ډېرې  سترګې د سياستوالو په کړنو لګي خو ولس ته هم مسوليتونه ورپه غاړه دي ژورناليست محمد انور اندړ همدغه ټکي ته اشاره کوي :((ولس اوس هر څوك پېژني، خپل مخلص كسان هم  پېژني او د غوړ ژمنو والا هم پېژني، د ډاكټر عبد الله او د ټلوالې د نورو رهبرانو مخينه هم ښه ورته معلومه ده، نو ولس بايد د دوى تېرې كړنې او ويناوې سره پرتله كړي.  هغه كسان چې رايه وركوي رايه يو ډېر لوى ارزښت لري، لكه بيعت چې كوي كه پخپله نه پوهېږي،  چې چاته رايه وركړي په خپله شاوخوا كې دې قوم له نيكو خلكو سره مشوره وكړي،  چې  ايا چا ته رايه ورکړي ))

انګيرنې دادي ، چې دا وار ټاکنې به د نور هغو په پرتله توپير ولري،  ځکه چې له يوې خوا پرلپسې تجربو خلک ويښ کړي او له بلې خوا ورځ تربلې دټاکنو د ارزښت په اړه دخلکو ليد لورى پراخېږي.

2 thoughts on “باور ورځپاڼه: عبدالله د سياست په پګړۍ کې…”
  1. زما نظر دا دی چه په لومړی سر کی اولس باید نور نو ددغه په ظاهره انسانانو او دهغوی په کړو باندی ځان خبر کړی او ددغه شان متنفره کسانو تر شاه ونه دریږی دوی چه کله خپلی موخی ترلاسته کړی نو ددوی ځیری دومره بدلیږی چه تصور به یی هم ګران کار وی یو پښتون شاعر وایی (چه دستار تړی هزار دی — ددستار سړی په شماردی)
    مننه

    فیضی

  2. دا يو داسي رون حقيقت دي چي افغانان تول پره پوهـيژي خو دا افسوس خبره دا ده چي ديو سو ككرو پيسو په تمه بيا نه د پگري برم ته گوري او نه د شمله عزت ساتلي شئ
    په تيرو تاكنو كي عبدالله او كرزي په زابل هـلمند او ننگرهـار كي جوخت سره روان وو
    دا پوشتنه بيا د هـغه مشرانو وشي چي د عبدالله او هـغه ورته كسانو پر دسترخوان نسشخوار كوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *