له اوږده ځنډ وروسته د بهسودو دويم پل د ټرافيکو پر مخ پرانستل شو.

سلاکاروزير او ننګرها روالي محمد ګلاب منګل او د ټولګټو چارو وزارت تخنيکي معين د بهسودو دويم پل د جوړيدو چارې له نږدې وليدې او هم ېې مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې د پله دواړو خواوو ته د سړک جوړيدو پاتې چارې په ګړنديتوب سره بشپړې کړي.

سلاکاروزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د بهسودو د زاړه پل ستونزه د ولسونو لپاره ډيره جدي ده ، چې د ګڼې ګوڼي له امله په ساعتونو ساعتونو لار د ترافيکو پرمخ تړلې وي ، چې په وينا يې د دې ولايت د څلورو ولسواليو اوسيدونکو سربيره د کونړ ولايت ولسونه هم لدې ستونزې سره لاس او ګريوان دي .

نوموړي د پله قراردادي شرکت مسول ته سپارښتنه وکړه ، چې د پل دواړو خواو ته د سړک جوړيدو پاتې چارې ژر بشپړې کړي.

د ټولګټو چارو وزارت معين احمد ولي شيرزي وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر يوه موخه د بهسود دويم پل د ترسره شويو چارو ارزونه ده.

نوموړي د شرکت مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې د ياد پله پاتې چارې هم په معياري توګه ترسره کړي.

موټر چلوونکو له سلاکاروزير او ننګرهار والي څخه مننه وکړه ، چې د بهسودو دويم پل يې د وسايطو پرمخ پرانيست او ولسونه يې له ګڼو ستونزو څخه وژغورل .

سلاکار وزير او ننګرها روالي محمد ګلاب منګل او د ټولګټو چاروزارت معين احمد ولي شيرزي په بهسودو ولسوالۍ کې د غاليو اوبدونکو د صنعتي پارک او راستنيدوکو کډوالو لپاره له ځانګړېو شوېو سيمو څخه کتنه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ، د ټولګټو چارو وزارت تخنيکي معين احمدولي شيرزي او د مشرانو جرګې سلاکار ضياالرحمن ضياء د جمعې په ورځ ، د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند په خانکي سيمه کې د غاليو اوبدونکو صنعتي پارک او راستنيدونکو کډوالو د ښارګوټي لپاره د ځانګړو شوو سيمو څخه ليدنه وکړه .

سلاکاروزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې پدې ولايت کې راستنيدونکي کډوال له نورو ستونزو سره سره دهستوګنې لپاره د کور نشتوالي له ستونزو سره مخ دي .

نوموړي زياته کړه پدې وروستيو کې د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې د دې ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند په خانکي سيمه کې د غاليواوبدونکو صنعتي پارک او راستنيدونکو کډوالو د ښارګوټي لپاره ځانګړې سيمه وټاکل شوه ، چې په جوړيدو سره به يې د راستنيدونکو کډوالو او غاليو اوبدونکو ستونزې حل شي .

ده دغه راز وويل، چې په راوان مالي کال کې به په ننګرهار کې ګڼې ټولګټې پروژې پلي شي .

د ټولګټوچارو وزارت تخنيکي معين احمدولي شيرزي وويل، چې ننګرهار ته يې د راتګ موخه پدې ولايت کې د تيرمالي کال په اوږدو کې د ترسره شوو پروژو ارزول او د نوي مالي کال لپاره د ځانګړو شويو پروژو د پلي کيدو په برخه کې د سلاکاروزير او ننګرها روالي سره سلا مشوره کول دي.

دمشرانو جرګې سلاکار ضياالرحمن ضيا وويل، چې پدې وروستيو کې ددې ولايت يو شمير مدني فعالانو او قومي مخورو د مشرانو جرګې له ريس سره د بهسود پل او يولړ نورې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې او د لارښونې له مخې يې د ټول ګټو چارو له تخنيکي معين سره يې دې ولايت ته سفرکړی .

ديادونې ده چې پدې وروستيو کې د ولسمشر د حکم له مخې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند په خانکي سيمه کې د غاليو اوبدونکو صنعتي پاک لپاره پنځلس سوه جريبه او راستنيدونکو کډوالو د ښارګوټي لپاره درې زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې ، چې د سروې او ډيزاين لومړني مراحل يې طې شوي اونورې چارې به يې په نږدې راتلونکې کې پيل شي .

اسناد لرونکو ريکشاو ته پليټ او جواز سير ورکول کيږي.

د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ښاري نظم او پاکۍ کميسون په جوړه شوې ناسته کې پرېکړه وشوه په جلال اباد ښار کې هغه رېکشاوې، چې قانوني اسناد ولري په دوو مياشتو کې دې د ترافيکو مديريت څخه جواز سير او پليټ ترلاسه کړي.

دغه ناسته، چې د سلواغې په ۱۴مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه د جلال اباد ښاروالۍ، امنې قوماندانۍ، ترافيوکو، ملي امنيت، ترانسپورت، چاپريال ساتنې، اصنافو، ښار جوړونې او نورو ادارو مسئولینو پکې برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کميسون غړو ته د يو شمېر لارښوونو ترڅنګ سپارښتنه وکړه، چې د جلال اباد ښار پاکۍ او نظم لپاره لازم اجرات پيل کړي.

نوموړي د ترافيکو مديريت مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د رېکشاو د جواز سير او پليټ اخيستلو لپاره لازم سهولتونه برابر کړي.

ده د کمیسون غړو ته ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره خپل اجرات پيل کړي او په يوې اوونۍ د خپلو اجراتو راپور ولايت مقام ته وسپاري.

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروال له لوري د ښار سازۍ رياست له لوري د ښار د نظم او پاکۍ طرحه د کميسون غړو ته وړاندې شوه.

د بېلابېلو ادارو مسئولینو له لوري په جلال اباد ښار کې د غير قانوني ريکشاو ګرځيدو مخنيوي د قانوني جواز لرونکو ريکشاو ته جوازسير د ورکړې او ښار څخه د غير قانوني هډو ويستلو او د ځای پر نښه کولو ترڅنګ په جلال اباد ښار کې د لوړ پوړو ودانيو د موټرو پارکنګ فعاليدو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شول.

په مجلس کې پرېکړه وشوه، چې هغه رېکشاوې چې په داخل کې توليديږي او جواز ولري او هغه رېکشاوې چې له بهر څخه راځي محصول او مکتوب ولري په دوو مياشتو کې دې ترافيکو مديريت څخه جوازسير او پليټ تر لاسه کړي او همدا راز په داخل کې د ريکشا جوړولو هغه شرکتونه، چې جواز ونلري او هغه ريکشاوي چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راځي د دوی د ګرځيدو د مخنيوي په موخه لازم تصميم ونيول شي.

دغه راز پرېکړه وشوه، چې جلال اباد ښار څخه دې ټول غير قانوني تم ځايونه خپل اصلي ځايونو ته انتقال شي او په لوړو پوړو ودانيو کې دې د موټرونو د پارکنګ موضوع وڅېړل شي.

جلال آباد ښاروال د تېر ۱۳۹۵ مالي کال د لاسته راوړنو او ترسره شويو کارونو په اړه ښاريانو ته د حساب ورکولو ترڅنګ په نوي پيل شوي ۱۳۹۶ مالي کال کې د ترسره کيدونکو کارونو په اړه د يوې غونډي په ترڅ کې ښاريانو ته معلومات ورکړل.

په دې غونډه کې د جلال آباد ښار د ټولو ناحيو ګذر وکيلانو ، مخورو ، مدني ټولنو استازو ، ليکوالو، ځوانانو او د ښاروالۍ رياست مسوولينو برخه اخستې وه .

د جوړې شوې غونډې پر مهال جلا ل اباد ښار وال حميدالله افغان لومړی د تېر مالي کال په لاسته راوړنو خبرې وکړې ،چې په وينا يې د ښار په بېلا بېلو ناحيو کې په زرګونه متره پلچکونه ، پنځوس کانکريټي او دوه سوه فلزي کثافات دانۍ ، څه د پاڅه پنځه کيلومټره د سړکونو جغل اچونه ، په سلګونه متره مربع کانکريټ ، په بيلابيلو ناحيو کې په اساسي ډول ويالې ، دويمې ناحيې ته ودانۍ جوړول او د شهيد موسی شفيق او بابريانو پارکونه د مراجيعينو د خدماتو مرکز ، چې نوي ( ۹۰ ) سلنه کار يې بشپړ شوی ، د کچه ګړۍ سړک سربيره د شاوخوا اته کيلومتره په اساسي ډول قير سړکونه او نور ډير ګټور کارونه ترسره شوي .

جلال اباد ښاروال .وويل: د ښار د سرسبزئ لپاره مو په تير مالي کال کې شاوخوا پنځلس زره زينتي او غيرې زينتي بوټي کينولي ، پارکونه مو جوړ کړي او سږ کال هم پلان لرو چې ترشل زرو پورې زينتي او غيرې زينتي بوټي کينوو او د اوبو کولو او ساتنې لپاره يي د لمريزې بريښنا په واسطه عصري د اوبو کولو سسيتم جوړ کړو.

حميدالله افغان دغه راز وويل: د رياست دننه يې ټولې داخلي څانګې د انټرنيټ پواسطه وصل کړي ،د جوازونو د ویش لپاره يې نوی او محفوظ ډيټابيس او د ثبت درې ډوله کتابونه جوړو کړي او د مامورينو د حاضرۍ کتاب ډيجټل شوی دي.

دی وايي: په تېر کال کې يې په زياته اندازه تاريخ تيري او بې کيفيته خوراکي او غيري خوراکي توکي له منځه وړلي او هم يې لا وارثه مړي تکفين او تدفين کړي دي.

جلا ل اباد ښار وال وايي: پيل شوي مالي کال کې به هم لس کيلومتره سړکونه هوار او جغل اندازي شي ، په زرګونو مترمربع سړکونه به کانکريټ شي ، په شپاړس فاميلو کې به پارکونه جوړ شي ، له انګورباغ بازار نه به تر بيزاکمالاتي پورې غزيدلی سړک ، غوچکو نه تر حلقوي سړک ، هډې فارم او نور سړکونه به ورغول شي.

د غونډې ګډونوالو د ښار والۍ له لوري ښاريانو ته د حساب ورکولو ياده کړنه وستايله او ژمنه يې وکړه ،چې د ښاري نظم ټينګښت په موخه به د تېر په څير ښاروالۍ سره همکاري کوي.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ، د کانال ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو ترمنځ د ګډو همکاريو تړون لاسليک شو.

د ننګرهار پوهنتون دکرنې پوهنځي تالار کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او استادانو سربېره د ننګرهار د کليو او پراختيا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيسانو برخه لرله .

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل د ياد تړون د لاسليک پر مهال وويل: ددې تفاهم ليک له مخې به د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استادان او محصلين د ننګرهار کانال او کرنې رياستونو په اړوندو برخو کې خپلې څېړنيزې چارې پرمخ بيايي او دواړه لوري به په علمي، څېړنيزو او تخنيکي برخو کې خپلې تجربې سره شريکې او متقابلې مرستې کوي .

نوموړي وويل: تر هغې چې زمونږ کرنيز سکتور پياوړى نه شي او هېواد مو زراعتي نه شي، صنعتي کېداى نه شي، چې دغه تړون همدې موخې ته د رسېدو لپاره يو مهم ګام دى.

د پوهنتون رئيس زياته کړه، هڅه کوي، چې محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابره کړي او ټولنې ته په کار پوه مسلکي کادرونه وړاندې کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر ناصرخان کامه وال د علمي تړونونو پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې.

نوموړي وويل: ننګرهار پوهنتون په ملي او نړيواله کچه د ګڼو پوهنتونونو، علمي مراکزو او بنسټونو سره د متقابلو همکاريو تړونونه لري، چې له کبله يې ننګرهار پوهنتون ګڼې علمي لاسته راوړنې لري.

د ننګرهار د کانال رئيس انجنير غلام حضرت عبدالرحيمزي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس پوهنمل رفيع الله رحيمزي خبرې وکړې او له ننګرهار پوهنتون سره د شوي تړون په رڼا کې يې د هر اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال دولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

تېره شپه شاوخوا څلور بجې وسله والو مخالفينو د کوټ ولسوالۍ په درې سري سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ ،چې د پوليسو په ځوابيه بريد کې دولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د وسله والو مخالفينو يوشمېر جسدونه د نښتې په سيمه کې پاتې شوي دي.

بل لورته پوليسو د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده چوک سيمه کې يو کړۍ د وسايطو ضد ماين ،چې دهېواد او سولې دښمنانو له لوري ځای پر ځای شوی و کشف او خنثی کړ.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ پوليسو د نشه يي توکو څلور تنه پرچون پلورونکي نيولي دي.

ننګرهار والي وايي، چې په لرو پرتو سيمو کې به پرمختيايي پروژو ته زمينه برابره کړي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولايتي شورا سرپرست رئیس ډاکتر لعل محمد دراني او غړو سره د يوې ناستې په ترڅ کې وويل، چې په لرو پرتو سيمو کې به پوهنې، روغتيا او پرمختيايي پروژو تطبيق ته زمينه برابره او پر یو شمېر پروژو به کار پيل کړي.

د ولايتي شورا سرپرست رئیس ډاکتر لعل محمد دراني له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د ولسونو د ستونزو په حل کې يې لازم اقدامات پيل کړي.

نوموړي له ننګرهار والي څخه په لرو پرتو ولسواليو کې د پوهنې، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې د پرمختيايي پروژو تطبيق غوښتنه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولايتي شورا غړو څخه مننه وکړه، چې د ولسونو ستونزې ور سره پر وخت شريکوي.

نوموړي وويل، چې په لرو پرتو سيمو کې به د ډاډ من امنيت ترڅنګ، پوهنې، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې پرمختيايي پروژو ته زمينه برابره کړي.

ده وويل، چې د پي ډي سي او اداري مجلس کې د سکتوري ادارو رئیسانو او د نړيوالو خيريه موسسو مسئولينو ته يې سپارښتنه کړې چې په لرو پرتو ولسوليو کې متوازن انکشاف په نظر کې ونيسي او رغنيزې چارې پيل کړي.

ننګرهار امنيه قوماندان د ټپي شوو سرتيرو د روغتيايي وضعيت پوښتنه وکړه.

ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني د سلواغې په ۱۶مه د عامې روغتيا په روغتون کې د ټپي پوليسو د روغتيايي وضعيت پوښتنه وکړه او هغوی ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله وکړه.

امنيه قوماندان سيد ګل اقا روحاني له ټپيانو څخه د ليدنې پر مهال د هغوی ميړانې او سرښندنې وستايلې، چې شپه او ورځ د هېواد او خلکو څخه دفاع کوي.

نوموړي وويل، چې امنيتي ځواکونو د ولسونو په زړونو کې ځای موندلی او ټول ولس يې ملاتړ دی، چې دا دوی لپاره ستر وياړ دی.

ده د امنيتي ځواکونو په ليکو کې شهیدو شوو سرتيرو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو او همسنګرو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

امنيه قوماندان له روغتيا پالو څخه مننه وکړه، چې پر وخت د نورو ناروغانو ترڅنګ د خپلو زړه ورو سرتيرو خدمت کوي او په درملنه کې يې له ټولو امکاناتو کار اخلي.

ده دغه رازد پولیسو روغتون او تامیناتي مدیرت مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ټپي شوو سرتيرو درملنې ته ځآنګړې پاملرنه وکړي او ټول سهولتونه ورته برابر کړي.

يوتن داعش ډلې سره د تړاو او بل د غلا په تور ونيول شول.

د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوليسو يو تن داعش وسله والې ډلې سره د تړاو او د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو په سيمه کې د رضا خان په نوم يوتن د غلا په تور نيولي دي.

دغه راز په ورته وخت کې د کوټ او بټي کوټ ولسواليو پوليسو د ګزمې پر مهال پنځه فيره د راکټ انداز مرمۍ کشف او ترلاسه کړيدي

۱۶/۱۱/۱۳۹۵

د امنيت ټينګښت او جرمونو مخنيوي په موخه غونډه تر سره شوه.

د ننګرهار امنې قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني په مشرۍ په ياده قوماندانۍ کې د امنيت ټينګښت، او جرمونو مخنيوي په موخه غونډه جوړه شوې، چې پکې د قوماندانۍ اداري او ملکي مرستيالانو سربيره د بېلابېلو شعبو مسئولينو ګډون درلود.

د جوړې شوې غونډې پر مهال امنې قوماندان مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د قانون دحکمونو مطابق خپلې دندې پرمخ يوسي او نورو نظامي او ملکي ادارو سره خپله همغږي لا پياوړې کړي.

نوموړي دغه رازد سيمه ييزو او ملي پوليسو د سرښندنو ستاينه وکړه، چې تل يې خپلې دندې په ميړانه پرمخ وړي او د هېواد دښمنان يې ځپلي دي.

ده مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو په مخنيوي کې خپلې هڅې لا چټکې کړي.

امنيه قوماندان له پوليسو په ټينګار غوښتنه وکړه ،چې په ولسواليو او جلا ل اباد ښار کې د امنيت ټينګښت په موخه کمربندونه پياوړي پلې او موټر داره ګزمې زياتې کړي.

دغونډې ګډونوالو امنې قوماندان ته ډاډ ورکړ ،چې په پوره همغږۍ سره به خپلې ورسپارل شوې دندې په صداقت او ايماندارۍ سره پرمخ يوسي.

په جلال اباد ښار کې د غير راجستر شوو سيمکارتونو راټولولو کمپاين پيل شو.

د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د ملي امنيت ادارې له لوري په جلال اباد ښار کې د غير را جستر شوو سيمکارتونو او حکومت ضد غږيزو او انځوريزو فايلونو او مبتذله فلمونو مخنيوي کمپاين تر سره شو.

د دغه کمپاين پر مهال څه د پاسه زر عدده هغه سيمکارتونه چې راجستر شوي نه و راټول شول.

دغه راز د دغه کمپاين پر مهال په ښار کې د دولت ضد تبليغاتو او مبتذله فلمونو مخنيوي په موخه يو شمېر کمپيوترونه هم وڅارل شول.

دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، ترڅو په بشپړ ډول د غير راجسترشويو سيمکارتونو مخه ونيول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *