– څېره دې هغومره هم د ستاینې نه ده، خو بیا هم ستا هره ادا دې ما جذبوي.
نجلۍ په ریږيدلي غږ وویل:
– داسې مه کوه صنفیان به مو بل فکر وکړي، بیا به نو هرې خواته خبرې اورم
– اوف، ته ولې نوره نه پوهيږې؟ څو ځلي درته ووایم چې خوښيږې مې؟
– ګوره اباسینه! نوره مې څومره ځوروې؟ په هر ځای کې راپسې يې دا کارونه دې زما هېڅ نه خوښيږي.
– زما ګرانې! ته چې د نړۍ هغه سر ته هم لاړه شې ما به دې په شاوخوا کې ووینې.
کړپ شو نجلۍ په زوټه د ټولګي ور پورې کړ، د فکر اوږد مزی يې د خپل نوم په اورېدو پرې شو.
– مسکا! راځه چې کفتریا ته ولاړې شو! ۱۵ دقيقې وروسته د لرغون پوهنې استاد راځي، بايد چې ژر راورسیږو.
مسکا د سر په ښورولو تلوسه پوه کړه چې سمه ده.
تلوسې د مسکا مخې ته د خوړو د اېښودو په وخت کې د هغې تورو سترګو ته ځير شوه، سترګې يې ځلېدې،
– ته ورسره ډيره مينه لرې نو بیا ولې يې تل ځوابوې؟ ولې نه ورته وايې چې ته هم پرې ميینه يې؟
– هغه ډير راته ګران دی، زه يې له هر حالت سره مینه لرم حتی دروغو سره يې خو بیا هم زه خپله مينه نه شم ورته ښکار کولی.
– ته ولې خپله مینه پټوې؟ لمر په دوو ګوتو پټيږي؟
د مسکا اوښکې د ډوډۍ پر ميز داسې لوېدې لکه چې باران ورو ورو نوې په اورېدو پیل کړې وي.
– څه وشوه مسکا ته ولې ژاړې اصلي خبره څه ده؟
– ما خپله دوه ځلي هغه د پوهنځي شا ته له بل چا سره د خبرو په حال کې لیدلی ومې لیده چې د هغې لاس يې ونيوه.
– ته خو په رښتیا لېونۍ يې، نو ولې بیا هم ورسره مينه لرې؟
مسکا خپلې اوښکې پاکې کړې کمرنګه ګلابي شونډې يې چې پوستکي ترې رابېل شوي و، د موسکا په پلمه پرانيستې.
– مينه دليل نه غواړي او مینه خو هغه ده چې له دلیل پرته د يو چا ه بدۍ سره هم مینه وکړې، څومره چې يې په ښه والي ميېنه وې هغومره يې له غوسې سره هم مینه وکړې.
– نو بیا ولې نه ورته وايې درته ګران دی؟
– که ما سره مینه لري نو بیا ولې نورو سره ده؟
د هرې ورځې په تیریدو د مسکا زړه کې اباسین ته مینه ډیرېده او اباسین هم تل په شان هغې ته خوږې خبرې کولې، هرځای کې به هغې پسې و، موسکا هم ورو ورو هغه سره اړيکه ټينګه کړه، د اباسین هره خبره ورته مرهم وه، هغه هم تل همدا ورته ویل چې تا خپلوم، واده درسره کوم، خو ډير وخت غواړي، نجلۍ هم د کورنۍ دا خبره چې واده وکړه نه منله، خپلو ریبارانو ته يې منفي ځواب ورکاوه.
د پوهنتون د وروستي کال آزموینې پای ته ورسېدې خو مسکا بیا هم ټينګار سره کورنۍ ته دا ویل چې واده ته تياره نه يم يو ورځ خپلې مور سره د سودا اخیستلو لپاره روانه وه مور یې وویل:
– لورکې دا ده پوهنتون نه هم په خير خلاصه شوې، زه او پلار دې تل ژوندي نه يو لورجانې په ژوند باور نشته، خو موږ غواړو چې تا په خپله ژوندينې د بخت کور ته ولېږو .
د مور خبرې يې د یوه ماشوم د ژړا د غږ په اورېدو سره پرې شوې. پر ځمکه لوېدلی وه رڼې اوښکې پر مخ روانې وې، خپل پلار ته يې نارې وهلې د پلار تر رارسېدو مخکې مسکا هلک راپورته کړ، د ماشوم جامې يې ورته پاکولې چې غږ شو.
– زويه ډير خوږ شوې؟
موسکا چې سترګې راپورته کړې، اباسین و.
