ترکي پولیس

تاند – د ترکیې د ترهګرۍ ضد پولیسو په دغه هېواد کې په پراخو عملیاتو کې خواوشا ۴۰۰ مشکوک داعشي جهادیان ونیول.‌

ویل کیږي چې د دوی له منځه ۶۰ تنه یوازې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې نیول شوي دي.‌

د برتانیا ډیلي میلي ورځپاڼه لیکي چې په نیول شویو کې اکثر داسې کسان دي چې د بهرنیو جنګیالیو په نامه یادېږي.‌ په داعش باندې شک کیږي چې په ترکیه کې یې ګڼې بمي چاودنې او یوه وسله واله حمله کړې ده.‌

دغه نیونې له هغې پېښې څخه څه باندې یوه میاشت وروسته کېږي چې یوه ترهګر په کې د نوي کال په لومړۍ شپه په استانبول کې د نڅا په یوه کلب کې ۳۹ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.‌

د ترکیې او داعش تر منځ د تېلو سوداګري

بلې خوا بیا،‌ نژدې ۱۴ میاشتې مخکې د روسیې RT تلویزیون د هغه هېواد د دفاع وزارت د مرستیال اناتولي انتونوف له قوله راپور ورکړ چې د ترکیې او داعش تر منځ د تېلو پټه سوداګري روانه ده.‌ روسیې په دې برخه کې د مصنوعي سپوږمۍ له لارې اخیستل شوي عکسونه هم خپاره کړل.‌

ویل کیږي چې ترکیه له یوې خوا ځان د اسلامي هېوادونو د کتار سرلارې ګڼي او بلې خوا ته بیا د عیاشۍ او فحاشۍ په برخه کې تر دې پولې رسېدلې ده چې د فحاشۍ کلنی عاید یې څلور زره میلیونه ډالرو ته رسېږي.‌ (په دې هکله راپور)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *