د لغمان ولایت مقام د لارښوونې او د اضطرار کمېټې د پرېکړې پر اساس په لغمان ولایت کې په ۲۰۰ بې ځایه شویو کورنیو چې سروې له وړاندې د ولایت د اړونده ادارو او همکارو موسسو په مرسته تر سره شوې وه نن ورته د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار او د یوشمیر ادارو د مسولینو په لاسونو د خوراکی او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره په غذايی موادو کې شل کیلو وړه، پینځه ویشت کیلو وریجي،یومن بوره، پینځه لیتره غوړي،یو کیلو چاي او په غیري غذایې توکو کې خیمه، دګازو بالون، کمپلې، فرش، ترپال او د پخلنځي وسایل موجود وه.

د مرستو د ویش پر مهال د لغمان ولایت مرستیال د هیواد د ولسمشر او د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له رئیس څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې یې له داسې بیوزلو او اړمنو کورنیو سره د دولت له امکاناتو کمک اوهمکاري ترسره کړې او هیله یی څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم دې ته ورته مرستې د دې ولایت د اړمنو کورنیو سره وکړي.

همدارنګه ښاغلي مظلومیار زیاته کړه چې ولایت مقام او د لغمان ولایتي اداره په دې هڅه کې ده څو په دې ولایت کې د زیانمنو شویو، اړمنو او بې وزلیو کورنیو ستونزو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي او هغه څه چې د ولایتي ادارې په توان کې وي هغه به له داسې کورنیو دریغ نه کړي. نوموړي وویل چې دوی په هڅه کې دي څو د همکارو موسسو توجه هم دې ولایت ته لاپسې زیاته کړي چې د بې ځایه شویو او د طبیعي پیښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

الحاج شهزاده مظلوم یار د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ته لارښونه وکړه تر څو په راتلونکي کې د ولایت مقام د هدایت سره سم د زیانمونو شویو کورنیو سره د مساعدت لپاره هم پوره چمتوالي ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *