تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت وايي، په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر تر ورتېر کال په سلو کې ۲۵ زیات دی.
ملګروملتو د افغانستان په جګړه کې د ۲۰۱۶ کال د مرګ ژوبلو د شمېر راپور نن /دوشنبه/ خپور کړ.
په دې راپور کې ویل شوي چې په مجموع کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې د ملکي وګړو تلفات په سلو کې ۳ زیات شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړې چې په ۲۰۱۶ کال کې په جګړه کې د ماشومانو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په سلو کې ۶۶ ملکیان د ماینونو او ناچاودلو ګولیو د چاودنو په اثر له ژونده بې برخې شوي دي.
راپور وايي چې په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې ۹۲۳ ماشومان وژل شوي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په سلو کې ۲۵ زیات دي.
د یوناما د راپور پر اساس په ۲۰۱۶ کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د ټپي شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۲۳ زیات شوی دی.
یوناما وايي، تراوسه پوري یې هیڅ کال د افغانستان په جګړه کې د دومره زیات شمېر ماشومانو د مرګ ژوبلو شمېر نه و ثبت کړی.