لیکواله: جویس میر

ژباړه: حسیب نورمل

 ۱: د خدای(ج) په حمد او عبادت ژوند وکړئ.

۲: که په وس مو پره نه وه چې یو څه ته بدلون ورکړئ نو خدای(ج) ته یې پرېږدئ.

۳: هیلې مو کمې کړئ، داسې هیلې مه لرئ، داسې هدف مه ټاکئ چې ورته رسېدل ګران وي.

۴: کوم کار چې همدا اوس ترسره کوئ تمرکز پرې وکړئ او دا احساس وکړئ چې په کې بریالی کېږې.

۵: د  راتلونکې په اړه اندېښنې مو پر کاغذ ولیکئ، د لیک په یو پاکټ کې کېږدئ او پاکټ بسته کړئ.

۶: د خپلې خوښې کارونه ترسره کړئ، د خپلې خوښې کارونه په حلاقیت او نوښت کې درسره مرسته کوئ.

۷: مطالعې ته وخت ورکړئ، په زړه پورې مقالې، ورځپانې، مجلې او کتابونه ولولئ.

۸: له نورو سره ځان مه پرتله کوئ که هغه په مالي او یا د زده کړو په برخه کوي.

۹: داسې کار  مه پیلوئ چې پای ته یې نشئ رسولای.

۱۰: یوزاې د ځان په اړه فکر مه کوئ د نورو په حال هم ځان خبر کړئ.

۱۱: له هغو خبرو مه ویریږئ چې خلک یې ستاسو په اړه کوئ خلک حق لري چې ستاسو  په اړه هر ډول فکر وکړئ.

۱۲: د نن کار نن ترسره کړئ د سبا کار سبا ته پرېږدئ.

۱۳: هڅه مه کوئ چې ټول خوشاله کړئ که مو دا هځه وکړه ځان خفه کوئ.

۱۴: دعا وکړه مخکې له دې چې له ستونزو سره مخ شې.

۱۵: د هغو احترام وکړئ چې مینه درسره لرئ هغوی وزغمئ چې ستاسو بې احترامي کوي.

2 thoughts on “د روحي سکون لپاره ۱۵ غوره لارې”
  1. ډیره مننه ټولی ډیر ښی او په زړه پوری لاښوونی دی خو لومړی، اومه، دیارلسمه او پنځلسمه می ډیری خوښی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *