ديني عالمانو!
په افغانستان کي دا ۴۰ کاله پر لپسې د دين او خدای په نوم جنګ روان دی. تاسو يې وينئ چي د دې جنګ قرباني، زموږ ولس، ښځې، ماشومان، بوډاګان، ديني عالمان او بېګنا کسان دي. جنګ په خپل ذات کي وحشت دی. کله چي په يوځای کي ډېر وخت وحشت وشي نو بیا د وحشت دواړه لوري هم وحشي کېږي او د هيچا د هيڅ پروا هم نه ساتي.
له دې امله نو په دې روان جنګ کي هر وخت ديني مقدسات، عبادت ځايونه، مساجد، د قران ختمونه، فاتحې، د خوشالۍ محافل، د ښوونې او روزنې مرکزونه، علمي مراکز او که په لنډه ووايم د هیواد هيڅ ځای هم د دې وحشت له اغیزو په امن پاته نه شو.
پښتانه وايي، کله چي ځنګل اور واخلي بیا وچ او لانده ټول په کي سوځي. دلته هم اوس روان جنګ چي د جواز لپاره يې يو شمېر کړيو ديني جنبه ور کړې، د ځنګل په اور بدلېږي. له عالمه را نیولې بیا تر ښځو او ماشومانو پوري ټول يې اوس د سون په خاشاکو بدلېږي.
دينپوهانو!
تاسو پوهېږئ، چي خدای هدف غواړي نه وسیلې. جنګ لکه چي مي وړاندي وويل وسیله ده هدف نه دی. اصولين وايي، جهاد حسن لغیره دی. موخه واضحه ده چي اصل هدف که په بله لار ممکن وي، نو حسن لغیره ته مجال نه پاتېږي. دا هم موږ و تاسو ته ښه مالومه ده چي تر ایمان الله ته انسان ګران دی. له دې امله يې د اضطرار په حالت کي د کفر کليمه ورته جايزه کړې. په دې هم پوهېږو چي د خدای په قانون کي د يوه انسان ناروا قتل د ټول انسانيت له قتل سره برابر ښودل شوی.
تر دې وروسته، نو درته وايم چي زموږ و ستاسو په دې هیواد کي څه ونه شول. ايا د خدايي کور د بچېدا لپاره مو خپله د خدای کور انفجار نه کړ؟ د قران د ساتنې تر شعار لاندي مو په وار- وار قران ونه سوځاوه؟ دا په داسي حال کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي، د دښمن ځمکې ته له دې امله قران مه وړئ چي بې احترامي يې کېږي! (ابن ماجه) مګر زموږ و ستاسو په هیواد کي هغه چا د قران بې احترامي وکړه چي جنګ يې د قران ساتنې تر شعار لاندي پيل کړی؟
د یو مسلمان فاتحه د شريعت يو حکم دی. دا ناسته يو ډول شرعي جنبه لري، مګر په دې هیواد کي د شريعت د نفاذ نارېوهونکو د دې غونډې بې عزتې ونه کړه؟ دا غونډه په مسجده کي وه، قران کي تلاوت کېده او په لسګونو د قران حافظان او ديني عالمان موجود ول، له دې هر څه سره هغه چا دا غونډه وانه لوزوله چي ظاهري نارې او شعارونه يې د قران ستنې او شرعي نفاذ وې؟
تاسو که دا هر څه په خپلو سترګو وينئ، نو بیا ولي چپ ياست؟ که تاسو له دې ډار لرئ چي وحشيان موږ هم قتلوي، نو ايا دا ۴۰ کاله قتلېدونکي انسانان د زړ سوي نه دي؟ ايا دوئ ارمانونه نه لري؟ کور، مور و پلار، ښځه و ماشومان، خپلوان او ملګري نه لري؟ که تاسو د هغه چا په مرګ خوا بده نه کړه چي ستا خبرې يې د زړه له ګومي منلې، نو لیرې نه ده چي يوه ورځ ستاسو د مرګ فتواوي هم ور کول شي. داسي ورځ بیا راځي چي د دين په نوم به هغه څوک د وژلو مستحق بلل کېږي چي ديني علم يې کړی وي او د دې مفسدينو له کاروان سره يو ځای روان نه وي.
تاسو د خدای له دينه ځانونه خبر بولئ، خدای تاسو ته امر کړی چي د بدو په وړاندي چپ مه پاتېږئ. حديثو کي له تاسو غوښتنه شوې چي د حق کليمه د ظالم پاچا په وړاندي لا وواياست. مګر له دې سره تاسو نن يوازي نندارچيان یاست.
که مو انتظار کاوه چي خلګ به له جنګه ستړي شي او خپله به امن راشي، نو دا خوب دي باد ته ووایه. په دې نړۍ کي هيڅ کار له هڅو او کوښښونو پرته ممکن نه دی. امن د خدای تر ډېرو نعمتونو لوی نعمت دی. نو تاسو څنګه فکر کوئ چي دا ستر نعمت به خپله راشي؟
د دې نندارې مهال به يوه ورځ ووينې چي ستاسو کتابونه، حجرې، د کتاب میز، د کتابونو المارۍ، هغه منبر چي تا خلګو ته وعظ پر کاوه او بالاخیره هغه محراب چي تا خدای ته سر پر سجده په کي ښودی، د وحشت په لمبو کي سوځي.
ديني عالمانو!
نن د چاري وخت دی. نن لا دا اور د کابو کېدو وړ دی. نن لا ستاسو خبرې اغېز ښندي. په خلګو کي لا هم د ديني عالمانو درناوی شته. ستا په پنځه وخته اذان لا هم ډلې- ډلې خلګ جومات ته درځي. تر هر لمانځه وروسته ستا پر کېدونکې دعا لا هم امينونه ویل کېږي. لا هم ستا د حجرې او کور دروازې ته خلګ د حلال و حرام، د مباح او مګروه د پوښتنو لپاره رجوع کوي. لا هم د هرې خوښۍ او غم مهال خلګ اول د جومات ملا او امام ته ږغ ور کوي. د خیرات او صدقې اوله ګوله لا تر اوسه خلګ تاته وړاندي کوي.
خدای مه کړه، که داسي ورځ راغله چي ستاسو د نندارې له امله دا اور له کابو ووت. بیا به په هغه بده ورځ نه ستا کرېږې اثر وکړي او نه به دي خلګ د سختۍ په ورځ د توجو وړ وګڼي. ډېری به لا دا هم در څخه وپوښتي چي پخوا دي ولي نه راته ویل؟ دا حالات دي نه ليدل؟ خبر نه وې؟ که يې تاوان ستا تر وره نه در رسېده؟ داسي څوک به هم بیا وګورې چي چاپيړه به در کړې، دا به هم ووينې چي ګريوان ته به دي لاس کړي. نو مخکي تر دې چي ږغ دي بې اثره شي، عزت دي ختم شي، اور دي له کابو ووزي او د نورو د دروازو پر ځای ستا دروازه سوځوي، هغه چاړه چي نور به په ذبح کېدل، ستا پر مرۍ پرته وي، له خوبه را ويښ شه او د دې ناروا جنګ او افغان و انسان وژنې پر ضد خپل ږغ پورته کړئ.
۲۰۱۷/ ۲/ ۵