تاند- د افغانستان د ملي اردو ځواکونه او ژغورونکي د نورستان په برګمټال کې هغه کلي ته رسېدلي چې ویل کېږي په لسګونو تنه پکې تر واورو لاندې شوي دي.
د افغان چارواکو په وینا د هیواد په مختلفو سیمو کې تر ۲ مترو پوري واوره اورېدلې ده.
له بیړنیو پېښو سره د مبارزې د ادارې وزیر ویس احمد برمک وايي، د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د واورو د ښویېدو او د درنې واورې د اورېدو له کبله د بامونو د نړېدو په نتیجه کې ۱۱۹ تنه مړه شوي او ۸۹ نور ژوبل دي.
ده وویل چې لا هم احتمال شته چې په ځینو سیمو کې یو شمېر کسان تر واورو لاندې بند پاتې وي.
واورو نورستان ولایت تر نورو زیات ځپلی دی. ویل شوي چې یوازې په برګمټال کې شاوخوا ۶۰ تنه مړه شوي او یو شمېر نورو بې درکه شوي دي.
د نورستان والي وايي، په برګمټال کې د واورې د ښویېدو له کبله ۶۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د بشري مرستو همږغوونکي مارک باوډین وویل چې د افغانستان حکومت د ژغورونکو عملیاتو مشري په غاړه لري خو ملګري ملتونه هم په دې هلوځلو کې د افغانستان د حکومت ملاتړ ته تیار دي.
ملګروملتو په یوه خبرپاڼه کې ویلي«ځینو سیمو ته رسېدل سخته دي، ممکن زیات وخت ته اړتیا وي څو د هغو دقیق حال څرګند شي.»
ویس برمک وايي چې نژدې ۲۰۰ کورونه نړېدلي او شاوخوا ۵۰۰ څاروي تلف شوي دي.
ده همداراز وویل چې ډېرې لارې بندې دي خو هڅې روانې دي چې سړکونه پرانستل شي.