ایا پریکړه مو کړې ده چې پانګه اچونه وکړئ، خو وېرېږئ، چې د دې کار پیل کومه تېروتنه نه وي، یا هم کومه نابریالۍ پانګه اچونه ونه کړئ؟ باید پوه شئ، چې په پانګه اچونه کې په دې ټکو پوهېدل چې څنګه خپلې پیسې له لاسه ورنه کړو د ګټې په اندازه اړین دي.
«بن کارلسون» د ریتهولتز د سرمایې د مدریت له شرکته، په خپل کتاب کې دا مسله خپره کړې ده، چې د «اخیستو د سرمایه» په نوم دی. ددې کتاب موخه د ساده خو قوي لارو وړاندې کول دي. په هره پانګه اچونه کې دا لارښونې ډېرې زیاتې موثرې دي. خو په هغه کتاب کې نورې حیرانوونکې لارې د ښې پانګې اچونې له پاره ذکر شوې دي.
هغه لیکي: ښه پانګه اچونکي پوهېږي، چې څنګه د لارې له خنډونو نه په امان کې اوسي. دا مسله پدې مانا نه ده، چې ښې پریکړې په ښه وخت کې ونیسئ، دا موخه غیر ممکنه ده. خو د وخت په تېرېدو سره په لږ وخت کې د ښې پرېکړې کول او د خپلو تېروتنو راکمول ددې لامل کېږي؛ چې ډېری بریاوې تل تر لاسه کړی.
په دوام به یې د یوې نابریالۍ پانګې اچونې ځانګړتیاوو ته اشاره وکړو:
۱ – غواړي، چې ډېر ژر پیسه داره شي.
هر هغه څوک چې په بازار کې ژر ډېر بریالیتوب ته رسېږي، ډېر خوشبخته دي. باید د هغه چا په اړه چې پوهېږي چې ژر پیسه داره شوی دی، دا کار نا لیدلی ونیسئ. خو که فکر کوی، چې د هغوی ټکي په رښتیا هم ښه ځواب پیدا کولای شي باید هغه د ځان له پاره هم وساتي.
۲ – پانګه اچونه پرته له طرحې
دا کار د ماتې له پاره ضمانت دی. دا ډول پانګه اچونکي ډېری وخت په خپله غریزه باندې باور کوي. خو بریالي پانګه اچونکي ددې په خلاف کار تر سره کوي.
۳ – د نورو د فکر په بنست پرېکړه کول
ځينې وخت د یوه مجلس نظر سم وي. خو هر ډول ښه او بریالۍ پانګه اچونه د ډېرو خلکو په واسطه رامنځته شوې ده. فکر کوي، چې د سرمايې ارزښت هم زیاتېږي. خو کله چې یوه غونډه تېروتنه تر سره کړي دا یوه لویه فاجعه رامنځته کوي.
۴ – په داسې څه تمرکز چې تر کنترول لاندې یې وي.
هغه څه مو چې په رښتیا تر کنترول لاندې دي، د سرمایې دقیقه شمېره، د قیمتونو ټيټ ساتل او ځينې نور موضوعات دي چې رښتني پانګه اچونکي خپه کوي. او دا هغه کار دی، چې تل ورته ښه او بریالي پانګه اچونکي پام کوي. او هغه تر کنترول لاندې نیسي.
۵ – په خپل شخصي نظر بازار ته کتل
دا مسله پدې ډول پیلېږي، د تېروتنو د بررسۍ په ځای ددې مسلې منل چې معامله او کار مو په بریاليتوب سره پای ته رسېږي ډېر کټور دی. نور د خپلو تېروتنو په باب توهینوي. ستونزه بازار نه ده رامنځته کړې بلکې ستونزه د خلکو او کارکوونکو له خوا رامنځته شوې ده. خو بریالیو پانګه اچونکو دا زده کړي دي، چې څنګه پیسې له منځه ځي.
۶ – له محدودیتونو نه انکار کول
کارلسون لیکي: په خپل ځان باور له حده زیات د سرمایې تر ټولو بد او له منځه وړونکي په نړۍ کې دی. او دا مسله باید د خپلو اټکل شوو مسلو جز وګڼو. باید دا ومنو چې هر څه په هر ځای او هر وخت کې د تېروتنې سره مخ کېدی شي.
لیکوال: اګین اویدل
ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال