ولسمشر غني په نورستان کې

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن د نورستان د برګمټال ولسوالي له مصیبت ځپلیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره دغه ولایت ته لاړ او هغه سیمې یې له نژدې ولیدې چې د واورې د ښویېدو له کبله تر پنځوس زیات کسان پکې مړه شول.

د وروستیو راپورونو له مخې د نورستان په برګمټال کې د واورې د ښویېدو په پېښه کې ۵۳ تنه مړه شوي او نژدې۴۰ نور ژوبل شوي دي.

وروستیو پر له پسې او درنو واورو د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سر و مال تاوانونه اړولي خو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یې په نورښتان کې پېښه کړې ده.

د نورستان په نورو ولسوالیو کې هم مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *