تاند- روسیه وايي، د افغانستان، پاکستان، هند، چین، ایران او روسیې په شپږ اړخیزو خبرو کې امریکا هم ګډون کولی شي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارووزارت نن /سې شنبه/ وویل چې مسکو چمتو دی چې د افغانستان په اړه د شپږو هیوادونو په غونډه کې واشنګټن ته هم بلنه ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارووزارت جګپوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د کریملین ځانګړي استازي زامیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په اړه د دغه هیوادو روسیې، پاکستان، ایران، چین او هندوستان شپږ اړخیزې خبرې به د فبرورۍ په پنځلسمه په مسکو کې وشي.

کابلوف ویلي«وزیرانو (د ۶ هیوادونو) ویلي چې موږ د (امریکا) د ګډون مخه نه نیسو، که دوی د سیمې له قدرتونو سره رغنده رول لوبوي، ولي نه راتلای شي.»

ده همداراز وویل چې امریکا باید دا واضح کړي چې دوی په افغانستان کې څه پلان لري.

روسیه او په ځانګړي ډول کابلوف د افغانستان او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هیوادونو د رول په اړه ضد و نقیض څرګندونې کوي.

تېره اوونۍ روسیې وویل چې مسکو نه غواړی چې امریکا له افغانستانه ووځي خو تر دې مخکې یې څو خلې په افغانستان کې د امریکا پر رول شک ښکاره کړی او د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه یې کړې ده.

روسیې په وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې نژدې کړي او ظاهراً د طالبانو د ملاتړ دلیل په افغانستان کې د داعش مخ په زیاتېدونکی نفوذ یادوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *