په غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ریس سمیع الله صدیق، چې تل یې جنګ ځپلو، مصیبت ځپلو سیمو او وګړو ته پر وخت خپل امکانات رسولي او خلک یې له ستونزو ژغورلي دي، که یې په اندړو ولسوالي کې زرګونو کورنیو ته روغتیايي اسانتیاوې رامنځ ته کړې، نو ورسره جوخت یې دګېرو سلګونو اړو کورنیو مرستې رسولې دي، د زنخان ولسوالي له مکاتبو سره یې د کتابونو، قرطاسیې او لابراتوار کومکونه کړي، که د قیاق په دره کې د سرې میاشتې روغتیایي کلنیک هره ورځ لسګونو ناروغانو درملنه کوي، نو په قره باغ، اب بند او مقر کې یې سیار کلنیک د خلکو تر کورونو روغتیایي خدمتونه رسوي.
همدارنګه د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې مسافرو ته روغتیایي خدمتونه ورسول، همدارنګه یې هغوی سره د کمپلو او اړینو توکو مرسته وکړه.
د سرې میاشتې ریس په مقر ولسوالي کې هغه ۳۰۳ موټرونو ته هم د تېلو مصارف ورکړل، چې په وينا يې په همدې موټرو کې ډېرو مسافرو شپه سبا کوله.
سميع الله صديق د روغتيايي سيار ټېم په مټ وکولای شول، کوم مسافر چې د سړې هوا له امله ناروغان شوي و، چې د سپين ږيرو تر څنګ ښځو او ماشومانو درملنه هم وشوه.
په غزني ولايت کې د افغاني سرې میاشتې اداره د غزني د نورو ادارو په پرتله خورا فعاله اداره ده، چې تر نورو ارګانونو وړاندې مصيبت ځپلو سيمه ته خپل بې پرې خدمتونه رسولي دي.
د افغاني سرې میاشتې ریس، کاري ټېم او رضاکارانو نه مننه چې تل یې د ولس او خلکو خدمت کړی دی، په غزني کې د طبیعي پېښو ریاست چارواکي چې دنده یې د خلکو ژغورنه او مصیبت ځپلو سره مرسته ده، په همدې ورځ یې دفتر رخصت او دروازې ته یې غټ قلف پروت وو