په ننګرهار کې د دولتي ښارګوټو پرتې ستونزې به ډېر ژر حل شي.

د ننګرهار والي په غوښتنه د ښار جوړونې وزارت څخه د انجينرانو يو مسلکي ټيم ننګرهار ته را ورسيد ترڅو پدې ولايت کې د ښارګوټو پر وړاندې تخنيکي ستونزې وڅيړې او په حل کې يې لازم اجرات پيل کړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په ۱۹مه له مرکز څخه د انجينرانو راغلي پلاوي ته د يوې ناستې پر مهال وويل، چې پدې ولايت کې څو دولتي ښارګوټي نقشه شوي، چې د نقشې تطبيق پرمهال د ځينو ننګونو سره مخ دي.

نوموړي د ښار جوړونې وزارت مسلکي انجينرانو ته لارښوونه وکړه، چې د سیاه سنګ، صنعتي پارکونو، د قالينو اوبدونکو، د ننګرهار پوهنتون استادانو او د پوليسو اکاډمۍ ښارګوټو پر وړاندې دنقشې مطابق تخنيکي ستونزې وڅيړي او راپور يې ولايت مقام ته وسپاري.

ده دغه راز د ښار جوړونې پلاوي ته لارښوونه وکړ، چې د جلال اباد ښار پراختيا لپاره د نوي ښارګوټي سروې تر سره او نقشه يې جوړه کړي.

د ښار جوړونې وزارت پلاوي او د دې ولايت د ښار جوړونې رئيس عبدالقهار حيدري ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د دولتي ښارګوټو نقشې به يو ځل بررسي او پرتې ستونزې به يې د ولايتي ادارې سره په همغږۍ ډېر ژر حل کړي.

په ننګرهار کې بېرته را ستنيدونکو کورنيو سره دې نړيوال مؤسسات اوږدمهاله مرستې تر سره کړي.

دغه غوښتنه سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هېواد کې د IOM، UNHCR، UNDP مؤسساتو مسئولينو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړه.

په همدې موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سلواغې په ۱۹مه غونډه جوړه شوې وه، چې د دې ولايت د پوهنې، بهرنيو چارو، ښار جوړونې، کډوالو، ښاروالۍ، طبيعو پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې او عامې روغتيا ادارو رئيسانو هم برخه لرله.

د UNHCR ادارې مشرې ياسمين، د IOM ادارې مشرې سارا او د UNDP ادارې مسؤولينو وويل، چې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې ننګرهار ته له پاکستان څخه د تورخم له لارې ډيری کډوال راغلي او دلته ميشت شويدي.

دوی وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر موخه بېرته را ستنيدونکو کورنيو سره د شوو مرستو ارزونه او د ستونزو څخه خبريدل او د ولايت ادارې سره په همغږۍ د مرستو تر سره کول دي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ياد مؤسسو له مسئولينو څخه مننه وکړه، چې په ننګرهار کې بېرته را ستنيدوکو کډوالو سره يې مرستې تر سره کړي.

ښاغلي منګل وويل، چې په روان کې کې د تورخم له لارې پنځه ۵۹۶ زره کورنۍ را ستنې شوي، چې ۳ سوه زره يې په ننګرهار کې ميشت شويدي.

نوموړي وويل، چې بيرته راستنيدونکو کډوالو سره شوې مرستې بسنه نه کوي بايد له کډوالو سره اوږدمهاله مرستې تر سره شي.

ننګرهار والي زياته کړه، چې د مرکز له لوري د غير راجستر شوو کورنيو لپاره سل ميليونه افغانۍ او همدا راز د پخوانيو غير را جستر شوو کورنيو لپاره ۶۳ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې هرې کورنۍ ته ۹ زره افغانۍ او هر هغه څوک، چې غير راجستر وي په تورخم کې د هرې کورنۍ غړي ته پنځوس – پنځوس ډالر ورکول کيږي.

ده وويل، چې په ننګرهار کې د بېرته راستنيدونکو لپاره دوه ښارګوټي جوړ شوي، چې مستحقو کسانو ته پکې پوره ونډه نده ورکړل شوې.

هغه وويل، چې د بېرته راستنيدوکو سرپناه په موخه يې خانکي او د کوټ په ساحه د دوو ښارګوټو سروې پیل کړې، چې ديرش زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.

ننګرهار والي وويل، چې د بيرته را ستنيدونکو پدې ولايت کې د پوهنې، روغتيا، د سرپناه او کارو بار باندې اغيزه کړېده او د مؤسساتو مسئولينو څخه يې غوښته وکړه، چې د بيرته را ستنيدونکو کورنيو سره دې په ښارګوټو کې بنيادي خدمات تر سره کړي.

.د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غوښتنه وکړه، چې کډوالو سره دې په تورخم کې د خيمو تر څنګ د خوراکي او غير خوراکي توکو پر ځای نغدي مرسته تر سره او په خپلو سيمو کې دې ورته د شيلټر برنامه پيل کړي.

د مرستندويه ادارو مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د ولايتي ادارې ټول وړانديزونه به په مرکز کې اړونده مسئولينو سره شريک کړي او د دې ولايت بېرته را ستنيدونکو کډوالو لپاره به اوږدمهاله او لنډمهاله مرستې پیل کړي.

ننګرهار والي د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته څلور تنه کميشن کاران ونيول.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ناڅاپي ډول د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ويزو لګولو بهير له نږدې وکتلو او د ويزو لګولو څلور تنه کميشن کاران يې ونيول.

ننګرهار والي د سلواغې په ۱۹مه په داسې حال کې، چې عادي لباس يې پر تن و او په يواځې توګه د نورو وګړو په څېر د ويزې لګولو په موخه په لين کې ولاړ و ټولې ستونزې يې له نږدې وکتلې او د ويزو لګولو څلور تنه کميشن کاران، چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې وې ونيول او د نورو څېړنو په موخه يې ملي امنيت ادارې ته وسپارل.

نوموړي وويل، چې د خلکو له لوري ورته د پاکستان په قونسلګرۍ کې د ويزې اخيستو پروسې په اړه يو لړ شکايتونه را رسيدلي و؛ نو له همدې امله يې ټولې ستونزې له نږدې وکتلې.

ننګرهار والي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د یادو ستونزو په حل کې به جدي اقدامات تر سره کړي.

ده دغه راز د بهرنيو چارو رئیس، ملي امنيت او امنې قوماندانۍ ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پاکستانۍ ويزې لګولو لپاره يوه منظمه طرحه جوړه کړي او ولايت مقام ته يې د تاييد لپاره وسپاري.

د ۲۱ ولسواليو لوژستيک متعمدينو ته د ظرفيت لوړونې سيمينار تر سره شو.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ اړوند د يو ويشتو ولسواليو د امنيې قوماندانيو او يو شمېر قطعاتو د لوژستيک متعمدينو د مسلکي پوهې د کچې لوړيدو په موخه يو ورځني سمينار تر سره شو.

په دغه يو ورځني سمينار کې، چې دظرفيتونو لوړولو په موخه جوړ شوي و د يويشتو ولسواليو دامنيه قوماندانيو ،يو شمير قطعاتواو جزوتامونو دلوژستک متعمدينوسربيره دکشفي ادارو يو شمير منسوبينو ګډون کړي و .

دامنيه قوماندانۍ تاميناتي مدير سمونوال محمد داود دلوژستيکي اصول نامو اودکورنيو چارو وزارت د ځانګړو حکمونو په اړه دسمنيار ګډونوالو سره معلومات شريک کړل.

نوموړي متعمدينو ته لارښوونه وکړه ، چي دټولو لوژستيکي موادو ، البسي او قرطاسيې څخه دقانون دحکمونو مطابق ګټه پورته کړي .

دغه راز د کشفي برخې منسوبينو په خپل وار د سمينار ګډنوالو ته دپوليسو دمعيشتي ژوند ، البسې او نورو توکو په خپل وخت رسولو ټېنګار وکړ.

دجوړ شوي سيمنار څو تنو متعمدينو ګډون والو ډاډ ورکړ، چې دپرسونل اکمال او تجهيز ته به ځانګړې پاملرنه کوي .

د وسله والو طالبانو يو ډلمشر سولې بهير سره يو ځای شو.

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ اړوند د وچ کوټ يو تن اوسيدونکی، چې د وسله والو طالبانو ډلمشر دی او په ياده ولسوالۍ کې به يې د حکومت ضد کړنې تر سره کولې له دايمي مخالفت څخه لاس په سر او د يو ميل راکټ انداز او يو اندازه مهماتو سره د سولې بهير سره يو ځای شو.

د وسله والو طالبانو دغه ډلمشر د ننګرهار امنې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړندې د مبارزې مديريت د اپراتيفي هلو ځلو په ترڅ کې له مخالفت تير شو او د سولې ژوند يې غوره کړ.

نوموړي په خپلو تيرو کړنو پښيماني ښودلې او له نورو وسله والو مخالفينو څخه يې هم غوښتنه کړې ، چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي ، دسولي پروسې سره يو ځاي شي او د هېواد په ابادۍ برخه واخلي.

يو شمېر غير قانوني مطبعې وتړل شوې.

د اطلاعات او کلتور رئيس اورنګ صميم په مشرۍ د ټاکل شوي کميسيون له لوري د جلا ل اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کې د يوه کمپاين په ترڅ کې يو شمېر هغه مطبعې، چې د فعاليت قانوني جواز يې نه درلود وتړل شوې.

د اطلاعات او کلتور رئيس اورنګ صميم وويل، چې دغه مطبعو په ميااسلم ، سلطانزي او يو شمېر نورو پلازو کې فعاليت کولواو د کار کولو قانوني جواز يې نه درلود.

نوموړي دغه راز وويل، چې ځينې مطبعې په يوه جواز څو ځايه فعاليت کوي، چې مخه به يې ونيول شي.

يوسلو پنځه ويشت کډوالو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .

د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هڅو د ماشوم ساتنې نړيوالې مرستندويه ادارې په مالي مرسته ۱۰۰داخلي بې ځایه شوو کورنيو سره د ژمنيو توکو سربيره هرې کورنۍ ته اته – اته زره افغانۍ مرسته ورکړل شوه.

د ننګرهار ولايت کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقيرزي وويل، چې پاتې ۲۵ کورنيو ته د DCR خيريه ادارې له لوري هرې کورنۍ ته شل – شل زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

نوموړي وويل، چې د تيرو لسو مياشتو په اوږدو کې پنځه څلويښت زره داخلي بې ځايه شويو او راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره د يو شمير خيريه ادارو په مالي همکارۍ نغدي او د اړتيا وړ توکو مرستې ترسره شوي دي

د ننګرهار والي په لارښونه د جلال اباد – کابل دويم لين سړک د جوړيدو چارې ګړندۍ شوې.

د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ځانګړې لارښوونه د جلال اباد – کابل دويم لين سړک د جوړيدو چارې ګړندۍ شوې.

ننګرهار والي د ياد سړک جوړولو شرکت مسئولينو ته لارښوونه وکړه، ترڅو د دې سړک د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او که کومې ستونزې سره مخ کيږي پر وخت يې ولايت مقام سره راپور شريک کړي.

د جلال اباد – کابل دويم لين سړک ۳۵ کیلومتره اسفالت ته چمتو دی او پر پاتې برخه يې په چټکۍ کار پيل شویدی.

پنځو داعشيانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ په چهار وازې سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه تنه داعش وسله وال ووژل شول او درې ټپیان شول.

په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر مهمات هم لمنځه وړل شوي.

دغه راز په ورته وخت کې ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت غنې خېلو ولسوالۍ په انار باغ او پاچا کوډۍ سيمه کې چاڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ميله کلاشنکوف، دوه ميله تومانچې، او يو شمېر شاژورونه کشف او ترلاسه کړيدي.

دوه تنه د داعشيانو او انسان تښتونکو له منګلو ازاد کړی شول.

د ننګرهار ولایت هسکې مېنې او نازیانو ولسوالۍ دوه تنه ملکي وګړي، چې يو يې داعش وسله والو او بل نا معلومو کسانو تښتولي و د يادو ولسواليو پوليسو له لوري د تښتونکو له منګولو ازاد او د خپلو کورنيو غړو ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو د عبدالبصير په نوم يو ملکي وګړی دوه ورځې وړاندې تښتولی و، چې د خلکو په همکارۍ پولیسو نوموړی د داعشيانو له منګولو ازاد کړ.

دغه راز د دې ولايت د نازيانو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی حاجي پښتون هم د غنې خېلو ولسوالۍ پنځه ويشتمې ويالې سيمې څخه درې ورځې وړاند نا معلومو وسله والو تښتولی و، چې د پولیسو له لوري د تښتونکول له منګولو خلاص شو.

پوليسو ياد کسان له وسله والو څخه تر خلاصيد وروسته د کورنيو غړو ته وسپارل.

د ننګرهار والي په لارښوونه نورستان ولايت ته د غځيدلې لارې خلاصيدو هڅې روانې دي.

د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دې ولايت د فوايد عامې رئيس نورستان ولايت ته د غځيدلې لارې خلاصيدو هڅې روانې کړي او يو شمېر وړې لارې يې د خلکو پرمخ خلاصې کړيدي.

د ننګرهار فوايد عامې رئيس ضابط منګل وويل، چې نورستان ولايت ته يې د لارو خلاصون په موخه ټول وسايل ليږدولي او يو شمېر وړې لارې يې د خلکو پرمخ خلاصې کړيدي.

نوموړي وويل، چې په دوو ورځو کې به نورستان ولايت ته د ولايتونو لويې غځيدلې لارې خلاصې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *