لیکوال Doctor ASKY
ژ محمداکبر حقمل معینزی
که غواړئ پیاوړي واوسئ، نو دا زده کړئ، چې څه ډول په یوازې ځان هر څه ترسره کړئ. په کومه ورځ، چې تاسو هر څه له لاسه ورکوئ، نو دا ورځ ستاسو د ريښتینو ملګرو د پېژندلو ورځ ده؛ په بده ورځ به مو ملګري او دوښمنان ښه وپېژنئ. هېڅکله مو یوه ښکلې ورځ د یوې بدې تېرې ورځې په اړه په فکر کولو مه خرابوئ؛ بلکې پرېږدئ، چې تېره ورځ تېره شي. په څو ژبو د خبرو کولو وړتیا یوه ارزښتمنه پانګه ده، خو په یوه ژبه کې د بندې خولې د ساتلو وړتیا کوم ارزښت نلري. کله، چې د هر څه کابو کول غواړئ، نو له هېڅ څیز څخه د خوند اخیستلو تمه مه لرئ. ځينې وخت تاسو یوازې اړتیا لرئ، چې ارامه واوسئ، نفس وخلئ، یو ځای ته ولاړ شئ او په همدې اوسنۍ شېبه کې ژوند وکړئ. ځینې کسان به درسره مینه لري او د دوی لپاره به تاسو مناسب او وړ کس یاست، نو له چا سره د لیدو د نېټې له ټاکلو وېره مه لرئ. تاسو تل یوه پلان ته اړتیا نه لرئ. ځینې وخت تاسو یوازې اړتیا لرئ ترڅو نفس واخلئ، باور وکړئ، یو ځای ته ولاړ شئ او هغه څه وګورئ کوم، چې پېښېږي. که راسره اوسې، نو صادق او ريښتینی به اوسې که نه نو، را څخه لیرې اوسه؛ له دې خبرو څخه یوه هم ستونزمنه نه ده. زه تل خوښ او خوشحاله یم ځکه ما د خپل ځان لپاره همدا خوښي ټاکلې ده. خوښۍ تل د یوې دندې تر څنګ شتون لري. خوښ او خوشحاله واوسئ او له هرې شېبې څخه مو خوند واخلئ.